سپين بولدک ښاروالي Spinboldak Municipality

سپين بولدک ښاروالي Spinboldak Municipality ده سپين بولدک ښاروالي رسمي صفحې ته ښه راغلاست Spin Boldak Municipality سپين بولدک ښاروالي

تازه خبر۔له هيواد والو مسافرو ورونو سره يي شريک کړي۔ د سپين بولدک او چمن ترمنځ د وېش دروازه يعني لار به سبا شنبه د یوې و...
15/05/2020

تازه خبر۔
له هيواد والو مسافرو ورونو سره يي شريک کړي۔

د سپين بولدک او چمن ترمنځ د وېش دروازه يعني لار به سبا شنبه د یوې ورځي لپاره د دواړو غاړو مسافرینو پرمخ خلاصه وي.

درسره شير يي کړي۔

درنښت ۔ سپين بولدک ولسوالي

ڰرانو ہيواد والوـ سپين بولدک ولسوالۍ کي ڊير شديد باران او ږلي وسوہ احتياتي تدابير ونيسي کيداي سي نور باران ہم وشي اوس يي...
13/05/2020

ڰرانو ہيواد والوـ
سپين بولدک ولسوالۍ کي ڊير شديد باران او ږلي وسوہ احتياتي تدابير ونيسي کيداي سي نور باران ہم وشي اوس يي ہم ڊير تلپات اڔولي دي پہ اڔہ يي وروستہ معلومات درکووـ

درنۺت ـ سپين بولدک ولسوالي

کندهار ښاروالي ۱۴۱۲۱ بې وزلو کورنيو ته د ډوډۍ وېش پيلوييکشنبه/۱۴- ثور- ۱۳۹۹د کندهار ښار په ۱۵ ناحيو کي د کندهار ښاروالي ...
03/05/2020

کندهار ښاروالي ۱۴۱۲۱ بې وزلو کورنيو ته د ډوډۍ وېش پيلوي
يکشنبه/۱۴- ثور- ۱۳۹۹
د کندهار ښار په ۱۵ ناحيو کي د کندهار ښاروالي له خوا ۱۴۱۲۱ بې وزلو کورنيو او متفرقه سوالګرو ته د نانوايي د ډوډۍ وېش نن/ يکشنبه د ماپښين پر دوې بجې پيلېږي او تر پنځو بجو پوري دوام کوي. هره ورځ به دا توزيع پر دغه وخت تر سره کېږي.
له دغو کورنيو څخه ۱۲۶۲۱ بې وزلي کورنۍ د ټاکل سوي کمېټې له خوا انتخاب سوي او ۱۵۰۰ تنه هم متفرقه بې وزلي او په ځانګړي ډول سوالګر دي.
د بې وزلو کورنيو له پاره ۲۵۶ نانوايي ګاني په نښه سوي، هره نانوايي به ۴۸ کورنيو ته ډوډۍ توزيع کوي او همدا راز په هره ناحيه کي يوه يوه بله نانوايي به سلو تنو سوالګرو ته ډوډ‌ۍ ورکوي.
دا ډوډۍ په بشپړه توګه وړتيا ورکول کېږي او يوه افغانۍ هم له بې وزلو څخه نه اخيستل کېږي. د ډوډۍ د پخولو مزدوري او اوړه دواړه د ښاروالي له خوا نانوايانو ته ورکول کېږي.
هري بې وزلي کورنۍ ته ۱۰ ډوډۍ ورکول کېږي. د ورځي په مجموعي ډول ۱۴۱۲۱۰ ډوډۍ توزيع کېږي، چي مجموعي ورځنی لګښت يې ۱ مليون ۸ لکه ۵۷ زره او ۵۵۰ افغانۍ او اوونيز لګښت يې ۱۳ مليونه افغانۍ کېږي.
ټولي ۲۷۱ نانوايي ګاني خط اندازي سوي، له ټولو نانوايانو او ډوډۍ تر لاسه کوونکو څخه جدي هيله کېږي چي د کرونا د مخنيوي په خاطر فاصله او نور روغتيايي تدابير مراعات کړي.
کندهار ښاروالي د ټولو رسنيو استازو، مدني فعالانو او ملاامامانو ته بلنه ورکوي چي له دغي پروسې څخه نظارت وکړي.
له هري نانوايي سره د شکايتونو شمېره لګول سوې، هر څوک چي د پروسې په اړه پر شواهدو او مدارکو ولاړ اعتراض او يا سالم پېشنهاد ولري، کولای سي د نوموړي شمېرې له لاري اړيکه ونيسي.

تازه خبر۔ګرانو او محترمو بولدک والو۔سر دسبا دوشنبی څخه به د سپين بولدک ولسوالي بازار ده قرنطين حالت څخه ووځي ټول بازار ب...
12/04/2020

تازه خبر۔
ګرانو او محترمو بولدک والو۔
سر دسبا دوشنبی څخه به د سپين بولدک ولسوالي بازار ده قرنطين حالت څخه ووځي ټول بازار به ده اولس پرمخ خلاس سې که دويش بازاروي که نوي کلي او که دبولدک بازار وي که منډياني وي ټول به ده اولس پرمخ خلاس سي۔

درنښت ۔ سپين بولدک ولسوالي

نانوايان دي خپلو نانوايي ګانو ته قفسچې جوړي کړي!د کندهار ښاروالي د ښاري حکومتولۍ رئيس په آزاده هوا کي له موجودو وايروسون...
08/04/2020

نانوايان دي خپلو نانوايي ګانو ته قفسچې جوړي کړي!
د کندهار ښاروالي د ښاري حکومتولۍ رئيس په آزاده هوا کي له موجودو وايروسونو څخه د نانوايي د ډوډۍ پر خونديتوب ټينګار وکړ او نانوايانو ته يې سپارښتنه وکړه چي خپلو نانوايي ګانو ته قفسچې جوړي کړي.
عبدالواحد شاه هاشمي د کندهار ښار د نانوايانو د وکيل او همدا راز د نانوايانو اتحاديې د مشر په ملتيا له نانوايي ګانو څخه د ليدني پر مهال وويل چي دا قفسچې بايد له فلزه جوړي کړل سي او هنداري ولري، تر څو هم ګيراکان ډوډۍ ويني او هم په آزاده هوا کي له موجودو وايروسونو څخه خوندي وي. ښاغلي هاشمي له نانوايانو وغوښتل چي د قفسچو د جوړولو تر مهاله دي ډوډۍ په نانوايي کي دننه ږدي او ګواښ يې وکړ که يې د باندي په اصطلاح پر پارچال کښېږدي نو جريمه به کړل سي. ښاغلي هاشمي دغه راز يو وار بيا نانوايانو ته لارښوونه وکړه چي د ګيراکانو تر منځ فاصله په جدي ډول مراعت کړي او همدا راز د نانوايي نظافت ته هم ټينګه پاملرنه وکړي.
د کندهار ښار د نانوايانو وکيل نيک محمد او د نانوايانو د اتحاديې مشر د کندهار ښاروالي د دغي پرېکړي هرکلی وکړ او ويې ويل، له ټولو نانوايانو به وغواړي چي د خپل ځان او خپلو ښاريانو د روغتيا د تأمين په موخه د کندهار ښاروالي دغه سپارښتني عملي کړي.‎

د درنو ښاریانو د پام وړ!دا چي د کرونا ناروغي یوه وژونکې ناروغي ده او بدبختانه په هېواد کي یې پېښي ورځ تر بلي پر ‌‌‌‌‌‌ډې...
04/04/2020

د درنو ښاریانو د پام وړ!
دا چي د کرونا ناروغي یوه وژونکې ناروغي ده او بدبختانه په هېواد کي یې پېښي ورځ تر بلي پر ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو په همدې اساس چي له دې ناروغۍ په امن کي پاته سو هم خپل ژوند او هم د نورو هېوادوالو ژوند وژغورو هیله ده تر دوو اونیو پر کور پاته سو.
همداراز د هدایت پر اساس ټوله ښار او دوکانونه د دوو اونیو لپاره په قسمي ‌‌‌‌‌‌ډول بند دي یوازي درملتونونه او د خوراکي توکو دوکانونه. هم د روغتیا د لایحې مطابق په مشروط ‌‌‌‌‌‌ډول خلاص دي او د دې لایحې د نه تطبیق په صورت کي هغه بندېږي.

په کندهار ښار او ولسواليو کي د رومیانو او نورو سبزیجاتو بیي اسمان ته پورته سوي، خو د کندهار ګمرک مسولینو له شپږو ورځو را...
01/04/2020

په کندهار ښار او ولسواليو کي د رومیانو او نورو سبزیجاتو بیي اسمان ته پورته سوي، خو د کندهار ګمرک مسولینو له شپږو ورځو راهیسي موټرونه بند کړي او پر ولس یې لوږه راپورته کړې.
د غني رالېږل سوي له کندهار سره قصدي ظلم شروع کړی.

د سپين بولدک ګرانو ښاریانو!ستاسو د لا ښه روغتیا او مصئون ژوند په خاطر په ښار کي ټول دوکانونه او هټۍ تړل کېږي، یوازي درمل...
01/04/2020

د سپين بولدک ګرانو ښاریانو!
ستاسو د لا ښه روغتیا او مصئون ژوند په خاطر په ښار کي ټول دوکانونه او هټۍ تړل کېږي، یوازي درملتونو اوړه پلوراو نورو د خوراکي توکو پلورنځیو ته په مشروط ‌‌‌‌‌‌ډول اجازه ورکول کېږي هیله‌‌‌‌‌‌ ده چي د کرونا څخه د مخنیوي په موخه د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو ټولي توصیې مراعات کړی،لاسونه په صابون ووینځئ، د بیروبار له ساحو لیري واوسئ، د روغبړ په خاطر له لاس ورکولو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړئ او د کرونا د تهدید تر نسبي ختمېدو پوري په کور کي پاته سئ.
د توکو نرخونه په نسبي ‌‌‌‌‌‌‌ډول کنټرول دي او د دروازې تر خلاصون وروسته به سمدستي دا ستونزه په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول هواره سي.
او پاته دي نه وي چي له مقابل لوري سره تر خبرو وروسته دا موافقه وسوه چي راتلونکې شنبې ورځ به دروازه په موقت ‌‌‌‌‌‌ډول د باروړونکو موټرو پر مخ خلاصه سي.
په درنښت
د سپين بولدک ښاروالي

د سپين بولدک ښاروالي خبرتیا!دا چي د کرونا وایرس خطر ورځ په ورځ مخ په ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو دی  او الحمدالله چي تر اوسه دلته کومه ...
29/03/2020

د سپين بولدک ښاروالي خبرتیا!
دا چي د کرونا وایرس خطر ورځ په ورځ مخ په ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو دی او الحمدالله چي تر اوسه دلته کومه مثبته پېښه نه لرو نو د دې لپاره چي د دې وبا څخه تر پایه همداسي خوندي پاته سو فلهذا د سپين بولدک ښاروالی د عامي روغتیا آمریت او امنیه قومندانۍ سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د مافوق ادارو په هدایت د بیر وبار د کمولو په خاطر د ښاریانو د خوندي ژوند په خاطر په ښار کي لاندي دکانونه او هټیو سر له سبا څخه تطبیقوي البته دا اقدام وروسته دښار تر ارزوني په داسي حالت کي اخیستل کېږي چی یادو دوکاندارانو هغه ترتیبات چي د حفظ الصحې په اړه یې یاید مراعات کړي او د ښاروالی او عامي روغتیا آمریت لخوا مخکي ورته ابلاغ سوي وه مراعات کړي نه وه او یا یې هم مراعاتولای نسوه.
1-هغه هوټلونه چي مېلمستون ولري تر امر ثاني پوري باید بند وي
2-ټول حمامونه
3-هغه ګرځنده رېړۍ او د تړو دوکاندارۍ چي تیار سوي خواړه لکه کباب،وریجي،چولې او نور هغه خوراکي مواد چي د رېړۍ او تړي پر سر خوړل کېږي.
4-ګرځنده قلفي خرڅوونکي چي په کورونو او محلاتو کي قلفي خرڅوي.
یادونه:- دا خبرتیا نن ورځ د ګرځنده اعلان له لاري هم په ټوله ښار کي ترسره سوې سر له سبا څخه که څوک عمل په ونه کړي له جدي قانوني چلند سره به مخ سي

خبرتیاد سپين بولدک ښاروالی د اهلي حیواناتو ګنج چي مخکي د داوطلبۍ په موخه اعلان ته سپارل سوی و او داوطلبي یې ترسره سوې چي...
29/03/2020

خبرتیا
د سپين بولدک ښاروالی د اهلي حیواناتو ګنج چي مخکي د داوطلبۍ په موخه اعلان ته سپارل سوی و او داوطلبي یې ترسره سوې چي په نتیجه یې محترم حاجي امان الله د کاله په مبلغ دوه میلیونه او پنځه سوه زره (2500000) افغانۍ ګټونکی سو.
بناءً د سپين بولدک ښاروالي ټولو ښاریانو ته خبر ورکوي چي که هر څو ک تر یاد مبلغ په اضافه د ګنج د قرارداد غوښتونکي وي نو لطفاً د راتلونکې پنجشنبې تر ورځي خپل غوښتنلیکونه د سپين بولدک ښاروالی ته د شرطپاڼي د ترلاسه کولو لپاره وړاندي کړئ
او ستاسي د نه مراجعې په صورت کي قرارداد نهایي کېږي او اوسني ګټونکي ته رسماً قرارداد ورکول کېږي.
په درنښت
د سپين بولدک ښاروالي

درنو نانوایانو ته د بولدک ښاروالي خبرتیا!د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره پر پارچال باندي ډوډۍ مه ږدۍ او دوه کسان وګمارۍ چ...
28/03/2020

درنو نانوایانو ته د بولدک ښاروالي خبرتیا!
د کرونا ویروس د مخنیوي له پاره پر پارچال باندي ډوډۍ مه ږدۍ او دوه کسان وګمارۍ چي یو د پیسو راکړه ورکړه کوي او بل ډوډۍ ورکوي، د سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.

Address

Spin Boldak

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سپين بولدک ښاروالي Spinboldak Municipality posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to سپين بولدک ښاروالي Spinboldak Municipality:

Share