دکمپیوټر اوټکنالوژی په اړه معلومات

دکمپیوټر اوټکنالوژی په اړه معلومات information technology

17/11/2025

د ېوي شمېرې څخه بلي شمېرې ته د پيسو لېږلو طريقه

Salaam → *741*074######x*50 #
Etisalat → *125*078######x*50 #
Roshan → *123*079######x*50 #
AWCC → *444*1*0700###x*50 #
ATOMA → *776*2*50*077###xx #

د ### پر ځای د موبايل شمېره او د 50 پر ځای د پيسو حساب وليکي

کنړ #شهیدانو ته جنت فردوس او کورنیو ته یې د رب متعال څخه د جمیل صبر غوښتونکي یواو کومک کوونکو ته دالله ج څخه د عظیم اجر ...
02/09/2025

کنړ #
شهیدانو ته جنت فردوس او کورنیو ته یې د رب متعال څخه د جمیل صبر غوښتونکي یواو کومک کوونکو ته دالله ج څخه د عظیم اجر غوښتونکي یو

30/07/2025

‎که‌ تاسو په خپل موبایل کې د سیم لاک نه کاروئ، نو پوه شئ چې ځان مو په یو بې‌ځایه او خطرناک خطر کې اچولی دی، او دا هم یوازې د غفلت له امله. د حیرانتیا خبره دا ده چې له ګڼ شمېر خبرداریو، د پوهاوي کمپاینونو، او ترخو تجربو سره سره، ځینې خلک لا هم دا ساده او اسانه امنیتي ګام نه اخلي.

‎کله چې موبایل غلا شي، یوازې د موبایل لاک کافی نه‌وي. غل تر ټولو لومړی سیم وباسي او په بل موبایل کې یې لګوي. بیا له همدغې شمېره نه ستاسو خپلو عزیزانو ته پیغامونه یا زنګونه وهي، تاسو ځان معرفي کوي او د بیړني پیسو غوښتنه کوي.

‎اصلي خطر هغه وخت پېلېږي، کله چې غل ستاسو له سیم څخه د USSD کوډونو کار اخلي. په افغانستان پاکستان او هندوستان کې USSD کوډونه لکه *786 #، *777 # او نور د ایزي پیسه، جاز کیش، یو پیسه، مومو، ام پيسه، او نورو موبایلي بانکي خدماتو لپاره کارول کېږي. که ستاسو له موبایل شمېره سره دا والټونه تړلي وي او تاسو قوي PIN کوډ نه‌وي ټاکلی، نو غل کولای شي ستاسو ټول بیلانس په څو ثانیو کې وباسي ـ نه د اپ کار ته اړتیا وي، نه انټرنټ ته.

‎که تاسو خپل سیم لاک فعال کړی وي، نو چې کله غل دا سیم په بل موبایل کې واچوي یا موبایل بیا چالان کړي، سمدلاسه به سیم د PIN کوډ غوښتنه وکړي. نه به زنګ وشي، نه پیغام واستول شي، او نه به USSD کوډونه کار وکړي. په دې توګه به ستاسو پېژندنه، اړیکې، او پیسې خوندي پاتې شي.

‎ستاسو سیم یوازې یوه کوچنۍ چپ نه‌ده، بلکې دا ستاسو پېژند، معلومات، او مالي معاملاتو ته دروازه ده. آیا دا دروازه بې‌تاله پرېښودل عقلاني کار دی؟ سمدلاسه د سیم لاک فعال کړئ او خپله خوندیتوب یقیني کړئ.

‎د سیم لاک فعالولو طریقه:

‎د سیم لاک فعالولو طریقه په هر موبایل کې لږ توپیر لري، خو ډېری موبایلونو کې دا آپشن د "Privacy & Security" یا "Mobile Networks" په سیټنګز کې موندل کېږي. په ځینو موبایلونو کې دا آپشن د "Fingerprints, Face Data & Screen Locks" تر عنوان لاندې هم وي.

‎د لاک لپاره خپل موبایل Settings ته لاړ شئ، هلته د لټون (Search bar) برخه کې "SIM Lock" یا "Lock SIM card" ولیکئ، نو دا آپشن به سمدلاسه ښکاره شي. وروسته تاسو کولای شئ خپله سیم د PIN کوډ له لارې لاک کړئ، تر څو بل څوک ستاسو سیم ونه‌شي کارولی. دا یو ساده خو اغېزمن امنیتي فیچر دی، چې ستاسو سیم له ناوړه کارونې خوندي ساتي.

‎منقول

27/07/2025

د یو ښه لیپټاپ کمپيوټر نښې

💻

ریم (RAM):
لږ تر لږه باید ۸ جی بي وي او که ۱۶ جی بي وي، لا ښه ده.
که ریم ۸ جی بي وي، نو باید په یوه سلاټ کې نصب شوې وي او بله سلاټ خالي وي، تر څو وروسته بله ۸ جی بي هم پکې واچول شي. یعنې ریم لوړول ممکن دي.

هارډ ډیسک (Memory):
یوازې SSD هارډ ډیسک واخلئ. ځکه چې HDD د SSD په پرتله درې چنده ورو ده او زیات بیټرۍ هم خوري. نو د ښه فعالیت لپاره یوازې SSD غوره ده.

جنرېشن (Generation):
هر څومره چې جنرېشن لوړه وي، همغومره نوی ټیکنالوژي لري.
لکه څرنګه چې ۵مه له ۴مې ښه ده، او ۶مه له ۵مې غوره ده.
اوس‌مهال تر ټولو نوې جنرېشن 11th Generation ده.

پروسیسر (Processor):
درې ډولونه لري:

Core i3

Core i5

Core i7 → تر ټولو غوره همدا دی.

د ګرافیکي کارونو لپاره:
لږ تر لږه ۲ جی بي ګرافیک کارت هم اړین دی.

بیټرۍ (Battery):
باید لیتیم سیلز (Lithium Cells) ولري.
بیټرۍ باید لوړ mAh ولري. که کارول شوی لیپټاپ اخلئ، د پاتې mAh اندازه ضرور وګورئ.

د دوهم لاس استعمال لیپټاپ اخیستلو پر وخت احتیاطونه:

دسپلې ته پام وکړئ:
ډېر ځله دوکه پدې برخه کې کیږي. اصلي دسپلې ایستل شوی وي او محلي یا غیر اصلي ځای پر ځای شوی وي.

چیک کولو طریقه:

1. د لیپټاپ برائټنیس تر اعظمي کچې لوړ کړئ.

2. بیا Notepad خلاص کړئ او ټول سکرین پرې ډک کړئ.

3. که چیرې د سکرین کوم ځای زیانمن شوی وي یا فشار پرې راغلی وي، هلته به تورې نښې ښکاره شي.

د دسپلې ډول معلومول:
د لیپټاپ مشخصات آنلاین وګورئ، چې آیا LCD دی که LED.

LCD: له څنګ نه سم نه ښکاري.

LED: ښه روښانه او واضح سکرین لري.

د کیبورډ بټنونه چیک کول:

1. په ګوګل کې ولیکئ: Keyboard Tester

2. دا کوچنی (شاوخوا ۱ MB) سافټویر ډاونلوډ او نصب کړئ.

3. خلاص یې کړئ او د کیبورډ هر بټن یو یو فشار کړئ.

4. کوم بټن چې سالم وي، په سکرین کې به شین ښکاري.

د پروسیسر جنرېشن معلومول:

1. ګوګل ته لاړ شئ او ولیکئ: CPU-Z

2. دا سافټویر ډاونلوډ، انسټال او خلاص کړئ.

3. په لومړي اپشن کې به د CPU نوم او معلومات وي.

د جنرېشن پیژندلو طریقه:

که i3 وروسته ۳ عددونه وي → 1st Generation

که ۴ عددونه وي → 2nd یا لوړې جنرېشن

مثالونه:

Intel Core i3 803 → اول جنرېشن

Intel Core i3 2304 → دویمه جنرېشن

Intel Core i3 (3)405 → درېیمه جنرېشن

Intel Core i3 (4)505 → څلورمه جنرېشن

یادونه: عددونه د پوهېدو لپاره په (ګول بریکټ) کې ذکر شوي.

همدا CPU-Z سافټویر تاسو ته د cache، motherboard، RAM او graphics card معلومات هم درکوي.
که چیرې لیپټاپ ګرافیک کارت ونه لري، د هغه معلومات به ښکاره نه شي.

د هارډ ډیسک او بیټرۍ چیک کولو طریقه:

هارډ ډیسک چیک کول:

1. ګوګل ته لاړ شئ او ولیکئ: Hard Disk Sentinel

2. دا سافټویر ډاونلوډ او انسټال کړئ.

3. خلاص یې کړئ، هلته به Health او Performance په فیصدي څرګند شي.

که ۱۰۰٪ نه وي، نو ستونزه شته.

که Bad Sectors وي، نو لیکل شوي به وي.

Temperature Option:
د هارډ ډیسک تودوخه چیک کولی شئ.

SMART Option:
نور تخنیکي ټیسټونه، ټول هلته ښکاري. که ټیسټ ویلیو صفر نه وي، نو هارډ ډیسک ترمیم شوې ده.

Information Option:
هلته به درته څرګنده شي چې ستاسو هارډ SSD ده که HDD.

✍  د حساب ماشین د ځینو بټنو د کارونې طریقه1. د GT (Grand Total) بټندا بټن د ټولو هغو پایلو (نتایجو) مجموعه جوړوي، چې تاس...
19/02/2025

✍ د حساب ماشین د ځینو بټنو د کارونې طریقه

1. د GT (Grand Total) بټن

دا بټن د ټولو هغو پایلو (نتایجو) مجموعه جوړوي، چې تاسو د حساب ماشین په وسیله حساب کړي وي.

مثلاً، که تاسو بېلابېل حسابونه کړي وي او غواړئ چې د ټولو مجموعي نتیجه وګورئ، نو د GT بټن په وهلو سره به تاسو ته د ټولو حساباتو "ګرینډ ټوټل" ښکاره شي.

2. د M+ (Memory Plus) بټن

دا بټن یو شمېره د میموري (حافظې) سره جمع کوي.

استعمال:

که تاسو "50" ولیکئ او بیا M+ بټن ووهئ، نو دا شمېره به د حساب ماشین په میموري کې وساتل شي.

که وروسته "30" ولیکئ او بیا M+ ووهئ، نو اوس به په میموري کې "80" وي (50 + 30 = 80).

3. د M- (Memory Minus) بټن

دا بټن د میموري څخه یو نوی عدد منفي کوي.

استعمال:

که د میموري په حافظه کې "80" وي او تاسو "20" ولیکئ او M- بټن ووهئ، نو اوس به د میموري مقدار "60" شي (80 - 20 = 60).

4. د MRC (Memory Recall & Clear) بټن

دا بټن دوه کارونه ترسره کوي:

لومړی ځل دبولو سره د میموري عدد ښکاره کوي (Recall).

دوهم ځل دبولو سره د میموري حافظه پاکوي (Clear).

5. د +/- (Plus Minus) بټن

دا بټن د یو شمېرې علامت (Sign) بدلوي.

استعمال:

که تاسو "25" ولیکئ او +/- بټن ووهئ، نو دا به "-25" ته واوړي، او که بیا +/- ووهئ، نو بېرته "+25" ته بدل شي.

6. د MU (Mark-Up) بټن

دا بټن اکثره سوداګر د ګټې (profit margin) معلومولو لپاره کاروي.

استعمال:

که د یوې توکي بیه "500" روپۍ وي او تاسو غواړئ چې دا د 20٪ ګټې سره وپلورئ، نو لاندې ګامونه ترسره کړئ:

1. "500" ولیکئ

2. د MU بټن ووهئ

3. "20" ولیکئ او بیا % بټن ووهئ

4. حساب ماشین به تاسو ته هغه قیمت وښیي چې باید توکي پرې وپلورئ.

د دې بټنونو ګټې:

✔ MU بټن دکاندارانو او سوداګرو ته ډېر ګټور دی.
✔ M+, M-, او MRC بټنونه د هغو کسانو لپاره مهم دي چې لوی حسابونه کوي او غواړي دا وروسته وکاروي.
✔ GT بټن د هغو خلکو لپاره ګټور دی چې د مختلفو حسابونو مجموعي پایله معلومول غواړي.

دا بټنونه حساب ماشین لا ځواکمن او ګټور کوي، په ځانګړي ډول د سوداګرو او زده‌کوونکو لپاره.

21/08/2024

کمپیوټر ساینس څه شی ده؟
کمپیوټر ساینس، چې په پښتو کې د کمپیوټر پوهنې په نوم یادیږي، د معلوماتو او شمیرنې د بنسټیزو نظریو او مفاهیمو علم دی. دا علم د کمپیوټرونو او د هغوی د کارونې په اړه څیړنه کوي، چې په کې د الګوریتمونو، پروګرامونو، او فزیکي وسیلو جوړول او کارول شامل دي. په بل عبارت، کمپیوټر ساینس د معلوماتو د راټولولو، پروسس کولو، ذخیره کولو، او تحلیل کولو په اړه څیړنه کوي.

تاریخي شالید
کمپیوټر ساینس د ۱۹۵۰مې لسیزې په شاوخوا کې د علم په توګه پېژندل شوې. د دې علم بنسټیزې نظریې د میساچوسټس ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ (MIT) او هاروارډ پوهنتون کې رامنځته شوې. د کمپیوټر ساینس لومړنۍ موندنې د نن ورځې د ډیجیټل کمپیوټرونو د پنځونې بنسټ ګڼل کېږي.

د کمپیوټر ساینس برخې
کمپیوټر ساینس په مختلفو برخو ویشل شوې ده، چې هره برخه یې ځانګړې څیړنه او کارونه لري:
۱. الګوریتمونه او ډاټا جوړښتونه: د معلوماتو د ذخیره کولو او پروسس کولو لپاره د موثرو میتودونو په اړه څیړنه کوي.
۲. مصنوعي ځیرکتیا (AI): د کمپیوټرونو د انسان په څیر فکر کولو او زده کړې په اړه څیړنه کوي.
۳. شبکې او مخابرات: د کمپیوټرونو ترمنځ د معلوماتو د تبادلې په اړه څیړنه کوي.
۴. سافټویر انجنیري: د سافټویر د جوړولو، ازموینې، او ساتنې په اړه څیړنه کوي.
۵. کمپیوټر ګرافیک: د کمپیوټرونو په مرسته د انځورونو او ویډیوګانو جوړولو په اړه څیړنه کوي.
۶. ډیټابیس سیستمونه: د معلوماتو د ذخیره کولو او مدیریت په اړه څیړنه کوي.
۷. سایبر امنیت: د کمپیوټرونو او شبکو د امنیت په اړه څیړنه کوي.
۸. انسان-کمپیوټر تعامل: د انسانانو او کمپیوټرونو ترمنځ د تعامل په اړه څیړنه کوي.
۹. کمپیوټر معماري: د کمپیوټرونو د جوړښت او ډیزاین په اړه څیړنه کوي.
۱۰. عملیاتي سیستمونه: د کمپیوټرونو د عملیاتي سیستمونو په اړه څیړنه کوي.

د کمپیوټر ساینس اهمیت
کمپیوټر ساینس په نننۍ نړۍ کې ځانګړی اهمیت لري. دا علم د مختلفو برخو لکه روغتیا، تعلیم، سوداګرۍ، او تفریح په برخو کې کارول کیږي. د کمپیوټر ساینس له لارې، موږ کولی شو چې د معلوماتو پروسس کولو او ذخیره کولو لپاره موثرو میتودونو ته لاسرسی ولرو، چې دا د مختلفو ستونزو د حل لپاره مرسته کوي.

د افغانستان لپاره ګټې
د کمپیوټر ساینس زده کړه د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري. دا علم کولی شي چې د هیواد د پرمختګ او پرمختیا لپاره مرسته وکړي. د کمپیوټر ساینس له لارې، افغان زده کړه یالان کولی شي چې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې مهارتونه ترلاسه کړي او د هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

پایله
کمپیوټر ساینس یو مهم او پراخ علم دی، چې د مختلفو برخو په اړه څیړنه کوي. دا علم د نننۍ نړۍ لپاره ځانګړی اهمیت لري او د افغانستان لپاره هم ځانګړې ګټې لري. د کمپیوټر ساینس زده کړه کولی شي چې د هیواد د پرمختګ او پرمختیا لپاره مرسته وکړي او افغان زده کړه یالان د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې مهارتونه ترلاسه کړي.

یادونه:
که د کومې بلې موضوع په اړه غواړئ مالومات تر لاسه کړئ، لاندې په څرګندونه کې یې مونږ ته ولیکئ!

11/03/2024

Hello Dears Congrats the Month of Ramadhan

کمپیوټر ساینس اساساتلیکنه: محمود فهیمدغه لیکنه د ټولو لپاره ګټوره ده خو په خاص ډول د کمپیوټر ساینس نوي زده کوونکو ته ځان...
13/08/2023

کمپیوټر ساینس اساسات
لیکنه: محمود فهیم
دغه لیکنه د ټولو لپاره ګټوره ده خو په خاص ډول د کمپیوټر ساینس نوي زده کوونکو ته ځانګړې سوې ده، هغه کسان چې تازه کمپیوټر ساینس ته بریالي سوي دي او یا یې اوس لولي.
لومړئ: کمپيوټر ساینس په لنډ ډول د معلوماتي ټکنالوجي مطالعې ته وایي.
دویم: کمپیوټر یو داسې برقي وسیله ده چې د ورکړل سوي لارښوونو Instructions پر اساس یوه عملیه سر ته رسوي.
کمپیوټر عموما له دوو برخو تشکیل سوی دی.
لومړئ: هارډوير
دویم: سافټویر
هارډویر برخه له فزیکي پرزو تشکیل سوې ده،. کولای سئ لاس وروړئ، مات یې کړئ، په لغتو یې ووهئ.
سافټویر: دا برخه له فزیکي پرزو نه ده جوړه سوې، په باینري شکل د هارډویر لپاره لیکل سوي لارښوونې دي او د فایلونو په شکل په فزیکي پرزو کښې ساتل کیږي لکه HDD او نور Chips او هارډویر ته لارښوونه کوي چې کوم کار سر ته ورسوي.
پروګرام: پروګرام د سافټوېر یوه برخه ده (A Piece of Software) چې ستاسې په کمپیوټر کښې د فایل په شکل ساتل سوی وي او د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي، پروګرام د کمپیوټر لپاره د لارښوونو یو سیټ دی چې کله چالان سي کمپیوټر د هغو لارښوونو مطابق کار سر ته رسوي.
کوډ: کوډ د لارښوونې مترادف توری دی، په یوه پروګرام کښې د لغاتونو او سمبولونو مجموعه ده چې د پروګرامینګ له ژبو په یوه ژبه کښې لیکل سوی وي.
له پروګرامینګ سره باید د کمپیوټر په اساسي پرزو خبر یاست، هره پرزه ځان ته جلا کار کوي چې د ټولو مجموعه بیا یو کمپیوټر کیږي.
د کمپیوټر هارډویر له شپږو 6 مهمو برخو جوړ دی، چې په لاندې ډول دي.
لومړئ: Central Processing Unit یا CPU
دویم: Main Memory
دریم: Secondary Storage
څلورم: Input/Output Devices چې I/O Devices ورته وایي.
پنځم: Network
شپږم: Bus
لاندې یې عکس دی.
د ټولو تشریح دلته ولولئ:
لومړئ: CPU یا Central Processing Unit چې د کمپیوټر مغز ورته ویل کیږي، په کمپیوټر کښې د هر کار د تر سره کولو مسئولیت د CPU په غاړه دی. هر پروګرام او کوډ او پکښې لارښوونې CPU سر ته رسوي.
دویم: Main Memory چې Random Access Memory یا RAM ورته وایي، دوه کارونه سر ته رسوي.
لومړئ: ستاسې د پروګرام کوډ ساتي
دویم: تر کومه حده چې پروګرام مخ ته تللی دی او یا تر کار لاندې دی هغه Data یې ساتي. د بیلګې په ډول تاسې Microsoft Word خلاص کړی دی، هغه کوډ چې Microsoft Word چلوي ستاسې په RAM کښې ساتل کیږي، RAM یواځې تر هغه وخت فعال پاته کیږي تر څو چې ستاسې کمبیوټر چالان وي، کله چې کمپیوټر بند کړئ، په RAM کښې دننه Data ټوله له منځه ځي.
دریم: Secondary Storage
ستاسې په کمپیوټر کښې Hard Disk، SSD یا Solid State Drive او نور په دغه کټګوري کښې راځي، کله چې پروګرام بند وي په همدغه حافظه کښې ساتل کیږي، که تاسې کمپیوټر بند کړئ ډیټا مو له منځه نه ځي او همدلته پاتې کیږي.
څلورم: Input & Output Devices یا I/O Devices
دغه برخه د کميپوټر کاروونکي ته دا قدرت ورکوي چې له کمپیوټر څخه ډیټا واخلي یا ډېټا ورکړي.
د Input Devices لکه keyboard, Mouse او Microphone او د Output Devices لکه Monitor, Printer یا Speaker
پنځم: Bus
د Bus کار په Motherboard کښې د ټولو پرزو تر منځ د اړیکې ټینګول دي، یعنې Bus د لینونو او تارونو یوه مجموعه ده چې د کمبیوتر مختلفې پرزې یو له بل سره نښلوي. د بیلګې په ډول که تاسې Microsoft Office کلیک کړئ، Bus د Microsoft Office کوډ له HDD څخه RAM ته وړي تر څو RAM یې CPU ته ورکړي او چالان سي.
د پروګرامینګ ځینې مشهورې اصطلاحګانې
لومړئ: Code او مترادفې کلمې یې Computer Instructions, Software, program او Application دي.
دویم: Coding چې مترادفي کلمې یې Programming, Software Development, Software Engineering دي.
دریم: Programmer: چې مترادفي کلمې یې Coder, Software Developer, Web Developer او Software Engineer دي.
د Machine Language او Programming Language تر منځ توپیر
لومړئ: د کمپیوټر ژبه یا Machine Language
کله چې تاسې یو فایل ثبتوئ د بېلګې په ډول د Microsoft Word یو فایل ثبتوئ، کمبیوټر ستاسې ټول ټایپ سوي توري په یوه مشخص فارمټ چې Binary ورته وایي ثبتوي، Binary ټول پر 0 او 1 ولاړ دی او دغه Binary Format ته Machine Language یا د کمپيوټر ژبه وایي.
هر توری ستاسې په کیبورډ کښې په Binary ژبه یو کوډ لري، کپمیوټر A او B نه پېژني، کله چې تاسې هر توری د کیبورډ ټایپ کوئ، Shell هغه توری ترجمه کوي او په هر Numerical Code کوډ چې ساتل سوی دی هغه کوډ یې ترجمه د سکرین پر مخ ښکاره کیږي، او د هر توري مشخص کوډ له بل توري سره فرق لري او یو له بل څخه سره جلا کوي. تاسې کولای سئ د Numerical Codes په اړه پرلیکه Online ولولئ.
په Numerical Code کښې A له a سره توپیر لري. د A خپل کوډ 65 دی او د a کوډ بیا 97 دی، اوس نو کله چې تاسې a ټایپ کړئ کمپيوټر 97 کوډ ثبتوي، دا چې 97 د انسان لپاره اسانه دی چې ویې لولي نو دغه سیسټم ته بیا Decimal Number System وایي چې قاعده یې 10 ده، له 0-9 پوري ټول Numerical کوډونه په همدغه فارمټ ساتل کیږي.
کله چې تاسې د Microsoft Word یا بل کوم پروګرام یو فایل ثبت کړی، کمپیوټر یې یواځې په 0 صفرونو او 1 ثبتوي، دا چې دا د Machine ژبه ده او انسان نه په پوهیږي، کله چې تاسې بېرته بل وخت خپل فایل خلاص کړی تاسې ته بېرته په هره ژبه چې مو ثبت کړی وي ترجمه کیږي.
د Binary System یا Machine Language ته Low-level-Language هم وایي ځکه چې یواځې Machine په همدغه ژبه پوهیږي.
د پروګرامینګ ژبه یا Programming Language
د پروګرامینګ ژبي ته High-level-language هم وایي، دا هغه ژبه ده چې پروګرامران کوډ پکښې لیکي او د پروګرامینګ هره ژبه خپل ګرامر Syntax لري، که چیري تاسې د پروګرامینګ د ژبي ګرامر یا Syntax مراعت نه کړئ، پروګرام مو کار نه کوي. د پروګرامینګ ژبه مخکې له مخکې معرفي سوي آروییونه یا Keywords لري چې هر آرویئ یا Keyword خپله معنا لري.
لکه څنګه چې د انسانانو ژبې ډول ډول وي دغسې د پروګرامینګ ژبې هم ډیري دي، یو داسې پروګرامر چې د پروګرامینګ څو ژبې یې زده وي، تر ټولو هغه ډیره کارېدونکې ژبه خوښوي او پروګرامونه پکښې جوړوي.
د پروګرامینګ هره ژبه خپل د کار ځای لري، یوه ژبه د بلې ژبې په ځای کښې موثره نه تمامیږي.
کوډ لیکل او ثبتول
د لومړي ځل لپاره د سافټوېر په برخه کښې تاسې هر څه له پروګرامینګ څخه را پیل کوئ، ستاسې د کوډ لیکلو هدف د یوه پروګرام جوړول وي، او پروګرام د لارښوونو یوه مجموعه ده چې یو ټاکلی کار سر ته رسوي.
که تاسې غواړئ چې یوه مقاله ولیکئ، تاسې یې په مایکروسافټ ورډ یا بل پروګرام کښې لیکئ او بیا یې په PDF, doc یا بل فارمټ ثبتوئ.
د کوډ لیکلو لار هم همدغسې ده، تاسې یوه پروګرام ته ضرورت لرئ چې هلته خپل کوډ ولیکئ یا په اصطلاح یو Integrated Development Environment یا IDE ته ضرورت لرئ. او دغسې یو پروګرام ستاسې د کوډ لپاره هر څه لري لکه Text Editor, compiler, runtime environment او یو Debugger
که Debugger د لومړي ځل لپاره اورئ نو Debugger یو پروګرام دی چې ستاسې په کوډ کښې غلطیانې راباسي او هرې غلطۍ ته د پروګرامینګ په اصطلاح کښې bug وایي.
کله چې مو کوډ ولیکئ، خپل کوډ د فایل په شکل یو ځای ثبتوئ چې د پروګرامینګ په اصطلاح کښې Source File ورته وایي، او Source File ستاسې د پروګرام Source Code ساتي.
د Compiling پروسه
د Compiler دنده دا ده چې ستاسې لیکل سوی کوډ چې په High-Level-Language کښې لیکل سوی دی و Low-level-language یا د کمپیوټر ژبې ته واړوي.
که مو پروګرام کومه غلطي ونه لري او د Debugging تر پروسه تېر سي، Compiler یې د کمپیوټر ژبې یا Low-level-Language ته اړوي او تاسې ته ستاسې د کوډ نتېجه درښیي.

10/07/2023

د کمپیوټر استفاده کوونکي په دری ډوله دي
۱: لمړی هغه کسان چې موز استفاده کوي.
۲: دوهم هغه کسان چې کیبورد استفاده کوي.
۳: هغه کسان چې سونډ یعني د غږ په واسطه ورڅخه استفاده کوي.

27/12/2022

تاسو کولای شئ چې له همدې صفحې څخه د شفاخانې، لابراتوار او پوهنتون... ډیټابیسونه تر لاسه کړئ

تاسو اوس هم د کیو آر کوډ په اړه اندیښمن یئ.  هغه روغتونونه او لابراتوارونه چې پي سي آر لري او نتیجې ته غواړي کیو آر کوډ ...
02/01/2022

تاسو اوس هم د کیو آر کوډ په اړه اندیښمن یئ. هغه روغتونونه او لابراتوارونه چې پي سي آر لري او نتیجې ته غواړي کیو آر کوډ لینک ورکړي. نو زمونږ سره په اړیکه کې شئ.
You are still worried about the QR code. All those Hospitals and Laboratories that have PCR and want to link the QR code to the results. So contact us.
Phone: 0783202044

Address

Shahr-e Now

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دکمپیوټر اوټکنالوژی په اړه معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share