18/01/2026
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د آرین ټيليکام درنو پېرېدونکو او نمایندګانو ته په خوښی سره خبر ورکوو چي زموږ عارضه علیه شرکت بولورو افغانستان د کابل په ښاري محکمه، دوهم زون، تجارتي دېوان کښی ثبت او دوسیه یي تر ٧٦١ نمبر لاندي جوړه او تائيد سوه.
نن یکشنبه د بولورو افغانستان د رئیس زکریا احمدي، د بولورو شرکت معاون او د بولورو مالي مدير صابر احمد څخه د باقي مبلغ لپاره اقرار او د ګوتي نښان واخیستل سوه.
نور به موږ د محکمې خبر او فیصلې ته منتظر یو.
د محترم قاضي صاحب څخه ډېره مننه کوو چي موږ ته یي ډاډ راکړ چي د ټولو حق به حتما خپل حقدار ته رسیږي.
ان شاءالله جل جلاله
په احترام
جمیل احمد آرین
د آرین ټیلیکام مسؤل