انجینر احمدالله انګار Engineer Ahmadullah Angar

انجینر احمدالله انګار Engineer Ahmadullah Angar له ټولنیزو رسنیو سالمه استفاده وکړئ.
د دیني، اجتماعي او جالبو مطالبو لپاره زموږ پاڼه خوښه کړئ.

Permanently closed.
S21 ultra photography 📸
24/05/2025

S21 ultra photography 📸

ولې په ژمې کې تور او په اوړې کې سپین کالي اغوندو؟وجه یې دا ده چې په ژمې کې یخ وي د لمر شعاوو جذبېدو ته اړتیا لرو چې تور ...
10/05/2025

ولې په ژمې کې تور او په اوړې کې سپین کالي اغوندو؟

وجه یې دا ده چې په ژمې کې یخ وي د لمر شعاوو جذبېدو ته اړتیا لرو چې تور رنګ د لمر شعاوې ډېرې جذبوي بر عکس په اوړې کې ګرمي ډېره وي نو د لمر شعاوې باید د جذب پر ځای منعکسې شي چې دا کار سپین رنګ کولی شي

په ساختماني کارونو کې هم دې ټکې ته باید پام وشي هغه ولایتونه چې ډېر ګرم دي لکه ننګرهار، کندهار او داسې نور چې په دغو ولایتونو کې +40 درجې ګرمي وي باید سپین، ابي او دې ورته رنکونو څخه استفاده وکړي

او هغه ولایتونه لکه بامیان، دایکنډي، بدخشان او داسې نور چې یخ ژمی لري پکار ده چې تیاره رنګونو لکه تور او دې ته ورته نورو څخه اسفاده وکړي

او هغه ولایتونه چې یخ ژمی او ګرم اوړی لري لکه بلخ، هرات او کابل په څېر ولایتونه منځني رنګونه لکه خړ او دې ته ورنګونو څخه استعمال وکړي

ګټه به یې دا وي چې ودانۍ به یې له شدیدې ګرمۍ او یخنۍ څخه ژغورلې وي، د انرژي مصرف به کم او تر څنګ به یې د ودانۍ رنګ هم ژر نه خرابیږي

ماشی کوچنی خو حیرانوونکی مخلوق، چې د لوی خالق د قدرت یوه لويه نښه ده کله چې دا کوچنی ژوی د الکتروني مایکروسکوپ لاندې کېښ...
14/04/2025

ماشی کوچنی خو حیرانوونکی مخلوق، چې د لوی خالق د قدرت یوه لويه نښه ده کله چې دا کوچنی ژوی د الکتروني مایکروسکوپ لاندې کېښودل شو، نو د حیرانتیا دروازې پرانېستل شوې.
د هغه پر سر باندې سل سترګې پراتی دي، او د خولې دننه اته څلوېښت غاښونه ځای پر ځای شوي دي. د دې وجود په منځنۍ برخه کې یو نرم جوړښت دی چې پکې یو مرکزي زړه شته، او هر وزر ته هم یو خپل زړه ورکړل شوی دی.
هر زړه یو ایټریوم لري، یو وینټریکل، او دوه ډایافرامونه؛
دا داسې نظام دی چې تر ټولو پرمختللو ماشینونو کې هم نه ترسترګو کېږي.
ماشی یو داسې وسیله لري چې حتی نوی الوتکې یې هم نه لري—یو حرارتي حسوونکی چې د تودوخې له لارې څیزونه ویني، او دومره حساس دی چې د حرارت یو پر زرمه درجه هم درک کولای شي.
هغه د وینې د تجزیې لپاره یو خاص آله لري، یو بې‌هوښ کوونکی سیستم لري، او داسې مواد لري چې وینه مایع کوي، تر څو یې راجذب کړي.
د دې ژوی تر ټولو حیرانوونکې وسله، شپږ کوچني چاقوګان دي. څلور یې د مربع بڼه زخم جوړوي، او دوه نور یې دا زخم په خاص ډول بندوي، څو وینه په آسانۍ راټوله شي.
د ماشی پر پښو باندې پنجې او وریځی دي، چې په بېلابېلو کارونو کې ورسره مرسته کوي—ځړېدل، نرمه ناسته، او د ښکار د وجود احساسول.
دا ټولې نښې ښيي چې د ماشی تخلیق یو ژور سر دی، یوه نه ختمېدونکې معجزه، چې د خدای د قدرت یو ژوندی ثبوت دی.

22/03/2025

کله چې د یوې ودانۍ لپاره پایې (Columns) ډیزاین کوئ، لاندې 10 مهم اصول باید په پام کې ونیسئ:

1. بار (Load) تحلیل او محاسبه

باید د مرده بار (Dead Load)، ژوندي بار (Live Load)، زلزله (Seismic Load)، او باد (Wind Load) حساب وشي.

د بار انتقال له چت، بیم (Beam)، او پوړونو (Slabs) څخه پایو ته باید سمه طریقه وټاکل شي.

2. د پایو موقعیت (Column Positioning)

پایې باید د ستونونو او بیمونو ترمنځ ښه توازن ولري.

د متقارن ډیزاین اصول باید په پام کې ونیول شي ترڅو د ودانۍ تعادل وساتل شي.

3. د موادو انتخاب (Material Selection)

کانکریټ (Reinforced Concrete Columns) یا فولاد (Steel Columns) باید د پروژې اړتیاوو سره سم وټاکل شي.

د کانکریټ لپاره لږ تر لږه M20 درجه (20 MPa) او د فولادي سیخونو لپاره Fe500 یا Fe550 مناسب دي.

4. د پایې مقطع (Cross-Section) ټاکل

مستطیل، مربع، سرکلر، او I-شکل پایې د اړتیا له مخې غوره کیږي.

د لوړ پوړو ودانیو لپاره مربع یا سرکلر پایې د زلزله پر وړاندې مقاومت زیاتوي.

5. د فولادي تقویتي سیخونو (Reinforcement) محاسبه

د فولاد مقدار باید د IS 456:2000 یا ACI 318 معیارونو سره سم وټاکل شي.

لږ تر لږه 0.8٪ - 6٪ د پایې د مقطع ساحه کې فولاد وي.

6. د پایې تناسب (Slenderness Ratio) او ثبات

که پایې ډېرې اوږدې وي، نو د Buckling (چوکاټي ماتیدو) خطر زیاتېږي.

Kl/r ≤ 40 قاعده باید رعایت شي.

7. د پایې اتصال (Column Connection) له بیمونو او فونداسیون سره

پایې باید د بیمونو (Beams) او پایې کرسی (Footing) سره قوي تړاو ولري.

Moment Connection که اړتیا وي، باید وکارول شي.

8. د زلزلې (Earthquake) او باد (Wind) اغېزونه

د زلزلې زون (Seismic Zone) ته په کتو، پایې باید داسې ډیزاین شي چې ودانۍ ته ثبات ورکړي.

د باد شدت په لوړ پوړو ودانیو کې مهم دی، نو Shear Walls یا Bracings باید په پام کې ونیول شي.

9. د کانکریټ او فولاد کیفیت کنټرول

کانکریټ باید ښه وویشل شي، او د Compaction لپاره وایبریټر وکارول شي.

Cover (پایې ته محافظتي قشر) باید لږ تر لږه 40mm وي ترڅو د زنګ وهلو مخه ونیسي.

10. د ډیزاین کوډونه او معیاري اصول

IS 456:2000 (هند)

ACI 318 (امریکا)

Eurocode 2 (اروپا)

BS 8110 (بریتانیا)

باید دودیز معیارونه او تخنیکي لارښوونې په پام کې ونیول شي.

پایله:

د پایو ډیزاین یو حیاتي انجنیرۍ پروسه ده، چې د بار، موادو، مقاومت، او ثبات مناسب تحلیل ته اړتیا لري. د ښه ډیزاین لپاره باید معیاري کوډونه تعقیب شي، ترڅو ودانۍ خوندي او پایېدونکې وي.

ډېر مهم او اړين معلومات، چې هر څوک يې بايد زده کړي:دلته د کیلکولیټر پر ځینو مهمو بټنونو د کارونې طریقه او د هغوی ګټې تشر...
15/02/2025

ډېر مهم او اړين معلومات، چې هر څوک يې بايد زده کړي:
دلته د کیلکولیټر پر ځینو مهمو بټنونو د کارونې طریقه او د هغوی ګټې تشریح شوي دي:
1. GT (Grand Total) بټن
دا بټن د ټولو هغو پایلو (نتایجو) مجموعه جوړوي چې تاسو د کیلکولیټر په وسیله حساب کړي وي. مثلاً، که تاسو بېلابېل حسابونه کړي وي او غواړئ چې د ټولو مجموعي نتیجه وګورئ، نو د GT بټن په وهلو سره به تاسو ته د ټولو حساباتو "ګرینډ ټوټل" ښکاره شي.
2. M+ (Memory Plus) بټن
دا بټن یو شمېره د میموري (حافظې) سره جمع کوي.
استعمال:
که تاسو "50" ولیکئ او بیا M+ بټن ووهئ، نو دا شمېره به د کیلکولیټر په میموري کې وساتل شي. که وروسته "30" ولیکئ او بیا M+ ووهئ، نو اوس به په میموري کې "80" وي (50 + 30 = 80).
3. M- (Memory Minus) بټن
دا بټن د میموري څخه یو نوی عدد منفي کوي.
استعمال:
که د میموري په حافظه کې "80" وي او تاسو "20" ولیکئ او M- بټن ووهئ، نو اوس به د میموري مقدار "60" شي (80 - 20 = 60).
4. MRC (Memory Recall & Clear) بټن
دا بټن دوه کارونه ترسره کوي:
لومړی ځل دبولو سره د میموري عدد ښکاره کوي (Recall).
دوهم ځل دبولو سره د میموري حافظه پاکوي (Clear).
5. +/- (Plus Minus) بټن
دا بټن د یو شمېرې علامت (Sign) بدلوي.
استعمال:
که تاسو "25" ولیکئ او +/- بټن ووهئ، نو دا به "-25" ته واوړي، او که بیا +/- ووهئ، نو بېرته "+25" ته بدل شي.
6. MU (Mark-Up) بټن
دا بټن اکثره سوداګر د ګټې (profit margin) معلومولو لپاره کاروي.
استعمال:
که د یوې توکي بیه "500" روپۍ وي او تاسو غواړئ چې دا د 20٪ ګټې سره وپلورئ، نو لاندې ګامونه ترسره کړئ:

1. "500" ولیکئ
2. MU بټن ووهئ
3. "20" ولیکئ او بیا % بټن ووهئ
4. کیلکولیټر به تاسو ته هغه قیمت وښیي چې باید توکي پرې وپلورئ.
د دې بټنونو ګټې:
✔ MU بټن دکاندارانو او سوداګرو ته ډېر ګټور دی.
✔ M+, M-, او MRC بټنونه د هغو کسانو لپاره مهم دي چې لوی حسابونه کوي او غواړي دا وروسته وکاروي.
✔ GT بټن د هغو خلکو لپاره ګټور دی چې د مختلفو حسابونو مجموعي پایله معلومول غواړي.
دا بټنونه کیلکولیټر لا ځواکمن او ګټور کوي، په ځانګړي ډول د سوداګرو او زده‌کوونکو لپاره.

20/12/2024

سنګ کاري براورد
Stone Masonry, Rock Masonry :

سنګ کاري هم دساختماني کارونو له جملې څخه دی او برآورد يې په مترمکعب سره ترسره کيږي ، د سنګ کارۍ دحجم 30-35 فيصدو پورې مصالحه Mortar (1:6) په نظر کې نيول کيږي.په جلال اباد او شاوخواسيمو کې دسنګ کارۍ لپاره دکامې دغره له تيګو څخه چې ښه جنسيت لري زياته استفاده کيږي.اوس مهال په جلال اباد ښارکې ديوموټرتیږې قیمت 1700افغانۍ دی چې یو موټر2.5مترمکعب تیږه انتقالوي ( نظر د موټر حجم ته توپیر لري) پدې اساس دیو مترمکعب تيږې قيمت 700 افغانۍ دی او يوفني کارګر کولی شي چې دورځې 2.5 مترمکعب سنګ کاری وکړي بايد په ياد ولرو چې له يو فني کارګرسره دوه غيرفني کارګران هم په برآورد کې محاسبه کيږي.دفنی کارګردورځې اجوره 800افغانی او دغیرفنی کارګراجوره 300افغانۍ ده.
نوټ : کیدی شی اوسنی قیمتونه فرق ولري.

پوښتنه: په جلال اباد ښار کې د1مترمکعب سنګ کارۍ دتمامیدو قيمت پيداکړۍ چې دمصالحې نسبت يې 1:6 وي؟
حل:
ديومترمکعب تيږې قيمت=700 af
ديومترمکعب لپاره داستادکاراجوره=دورځی اجوره/دورځې کار=800/2.5=320 Af/m3
ديومترمکعب لپاره دغیرفنی کارګراجوره=دورځي اجوره/دورځی کار=300/2.5=120Afxنفرکارګر2=240 Af
دکارګرانو ټوله اجوره=320+240=560 Af
څرنګه چې دسنګ کارۍ 30-35 فيصده حجم مصالحه نيسي نو په يومترمکعب سنګ کارۍ کی 1m3x30%=1x0.3=0.3m3 مصالحه استعماليږي.
مخکې مو پیداکړ چې په يو مترمکعب سنګ کارۍ کې 0.3مترمکعب مصالحه استعماليږي اوس په نوموړی حجم کې د سيمنټو او شګې مقدارپيداکووچي نسبت يې6/1 دی.
1+6=7 (1برخه سيمنټ او 6برخې شګه ده)
دسیمنټو حجم=0.3/7x1=0.043m3
دشګې حجم=0.3/7x6=0.258m3

څرنګه چې مصالحه په لوندحالت کی استعماليږي دغه حجمونه هم په لوند حالت کی لاسته راغلي او په عمل کی مونږ وچه مصالحه محاسبه کوو یعنی کله چی شګه او سیمنټ له بازار څخه اخلو په وچ حالت کې وي کله چې ورسره اوبه ګډيږي دزراتو ترمنځ چې کومې خالیګاوې دي هغه کمیږي په نتیجه کې دمصالحې حجم کميږي نو ددې لپاره چې دموادو حجم وچ حالت کې لاسته راوړو نو لاسته راغلي عددونه په 1.28کې ضربوو.
سيمنټ=0.043x1.28=0.055m3
شګه=0.258x1.28=0.33m3
څرنګه چې په بازارکې سيمنټ دوزن په اساس او شګه دحجم په اساس خرڅيږي نو دسيمنټو دوزن دپيداکولو لپاره لاسته راغلی حجم دسيمنټو په حجمي وزن کې ضربوو:
دسيمنټووزن=0.055 m3x1440kg/m3=80kg /50kg=1.6 bag
یادونه:(ديوبوجۍ سيمنټووزن50کیلوګرام دی)

ديوموټرشګې قیمت په جلال اباد کې 1500افغانۍ دی چې یوموټر 2.5مترمکعب شګه انتقالوي پدې اساس دیو مترمکعب شګې قيمت په جلال اباد کې 600افغانۍ کیږي او ديو بوجۍ سيمنټو قيمت 300افغانۍ دی نو دسيمنټو او شګې قيمت په لاندې ډول پيداکوو:
سيمنټ=1.6x300=480Af
شګه=0.33x600=200Af

د اوبو او سمنټو نسبت یا په مصالحه کې داوبو مقدارپيداکول:

اوبه دسيمنټو دتعامل اساسي عنصردی. د کانکریټو په مکس کې د اوبو او سیمنټو د وزنونو تر منځ نسبت W/C) Water and Cement Ratio) ډیر مهم دی ځکه همدا دواړه (اوبه او سیمنټ) د ټولو شیانو د نښلولو مسؤلیت لري او د کانکریټو په دوام او مقاومت باندی مستقیما تاثیر لري. د اوبو اندازه باید نه دومره کمه وي چې کانکریټ ډیر سخت وی او سم ریخت نشي یعنی کانکريټ باید ښه تحرک او پلاستيکيت ولري. او نه باید دومره زیاتی وی چې د کانکریټو په خواصو منفی تاثیر وکړی ځکه داوبوزياتوالی دکانکريټ دمقاومت دکموالي او په کانکریټو کې د درزونو باعث ګرځي.
داوبو اوسيمنټو نسبت باید د 0.3 او 0.8 په منځ کې وي. که د اوبو او سمینټو نسبت 0.4 وی معنی دا چی په کانکریټ مکس کی باید د سیمنټو د وزن 40 فیصده اوبه واچول شي .

دغلظت له مخې کانکريټ په لاندې ګروپو ويشل شوی :
1. سخت کانکريټ w/c=0.3-0.4
2. پلاستيکی کانکريټ w/c=0.5-0.7
3. اوبلن کانکريټ w/c=0.7

په کانکریټ مکس کې د اوبو او سیمنټو د نسبت پیداکول د لابراتور کار دی. چې لابراتوار نظر د کانکریټو په مارک (فشاری مقاومت) دغه نسبت تعینوي. چې عموما د عادي کانکریټو لپاره 0.6 یا 0.7 او د لوړ کیفیت کانکریټو لپاره تقریبا 0.4 نیول کيږي.
د پلاستر د مسالی او د خشتکاری یا سنګ د مسالی لپاره هم تقریبا د 0.2 نه تر 0.8 په منځ کې نسبت نیول کیږي.
په پورتني مثال کې د سمنټو وزن 80 کیلوګرامه لاسته راغلی نو د اوبو مقدار په لاندې ډول محاسبه کوو:
دکانکريټ لپاره اوبه=w/c=0.5 => w/80=0.5=>w=80x0.5=40kg=40lit
په عادی حالت کې يوکيلوګرام اوبه يوليتر حجم لري.
پدې ډول ديومترمکعب سنګ کارۍ قیمت په لاندې ډول لاسته راوړو:
Copy

25/09/2024

Address

Kandahar

Telephone

+93706360329

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when انجینر احمدالله انګار Engineer Ahmadullah Angar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share