CGTN Pashto

CGTN Pashto CGTN(China Global Television Network) Pashto
موږ تاسی ته د چین نړیوالۍ رسنۍ خپروني په پښتو ژبه خپروو

28/05/2026
28/12/2025
28/12/2025
د AFCON 2025 پایلې: د لوبو د لومړي پړاو پای ته رسیدو سره سره سره کارتونه خپریږيد ۲۰۲۵ د افریقا د ملتونو د جام (AFCON) په...
28/12/2025

د AFCON 2025 پایلې: د لوبو د لومړي پړاو پای ته رسیدو سره سره سره کارتونه خپریږي
د ۲۰۲۵ د افریقا د ملتونو د جام (AFCON) په سیالیو کې د چارشنبې په ورځ، د ډسمبر ۲۴مه، اته لوبډلو د ډلې پړاو لومړۍ سیالۍ ترسره کړې او اوس د سیالیو دوهم پړاو ته چمتو کېږي.
په دې پرانیستونکیو لوبو کې یو شمېر مشهور لوبغاړو د خپلو ملي ټیمونو لپاره ارزښتناک ټکي خپل کړل، خو په عین حال کې د نظم او انضباط ستونزو سیالۍ تر سیوري لاندې راوستې، ځکه څو لوبغاړو سور کارټونه ترلاسه کړل.
په E ډلې کې د استوایي ګینې او بورکینا فاسو ترمنځ شانداره لوبه وشوه. د استوایي ګینې باسیلېو نډونګ د خطرناک تکل له امله د دوهمې نېمايي په لومړیو کې له میدان وشړل شو، خو بیا هم د لوبې په ۸۵مه دقیقه کې مارتین انیبو د ګول په وهلو سره خپل ټیم د بریا په لوري بوته.
خو د بورکینا فاسو اسونو په اضافي وخت کې دوه ګولونه ووهل او سیالي یې په ډراماتیک ډول ۲ – ۱ وګټله.
همدا شان په همدې ډله کې د سوډان صلاح عادل د الجزایر پر وړاندې له لوبې ایستل شوی و. ریاض محرز دوه ګولونه ووهل او الجزایر په ۳ – ۰ وړاندې کولو سره د ګروپ په سر کې ځای ونیوه.
په F ډلې کې د من‌چسټر یونایټډ لوبغاړي اماد دیالو د یوازیني ګول په وهلو د عاج ساحل (کوت دیوار) ته د موزمبیق پر وړاندې بریا ډالۍ کړه، او کامرون هم په همدې توپیر د ګابوون پر وړاندې بری ترلاسه کړه.
د ډلې پړاو دوهمه ورځ به د جمعې په ورځ، د ډسمبر ۲۶مه ترسره شي؛
مصر به د سویلي افریقا پر وړاندې
انګولا به د زیمبابوې پر وړاندې
زامبیا به د کومور پر وړاندې
او د ورځې په وروستۍ سیالۍ کې د کوربه هېواد مراکش د مالي پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.
د AFCON 2025 پایلوبه د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۱۸مه نېټه پلان شوې ده.














28/12/2025
28/12/2025
28/12/2025

په مېکسیکو کې اندېښنې زیاتې شوې دي چې ښايي د متحده ایالاتو له لوري پوځي مداخله وشي. د دې وضعیت تر شا هغه مهال جدي بدلون راغی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینزیویلا پر لور یوه پیاوړې سمندري ضربتي ډله واستوله او ګواښ یې وکړ چې په لاتینتیا امریکا کې د مخدره موادو د کارټلونو خلاف به پوځي ځواک کاروي.
د CGTN خبریال فرانس کانترراس د مېکسیکو ښار څخه راپور ورکوي چې د دې تهدیدونو په نتیجه کې، د مېکسیکو چارواکو او خلکو کې د امنیتي وضعیت په اړه د خطر احساس زیات شوی دی.











28/12/2025

په ۲۰۲۵ کال کې نړیوال تجارت تر ډېره د امریکا د تعرفو تر اغېز لاندې راغلی دی. د چین او متحده ایالاتو ترمنځ د میاشتو اوږدې سوداګریزې خبرې اترې روانې دي، خو اقتصادي پایلې یې تر ټولو ډېر امریکا اغېزمنه کړې ده.
کارپوهان وايي، د امریکايي تولیدوونکو او مصرفوونکو لپاره د لګښتونو لوړوالی، د عرضې ځنځیرونو بیا ناامنۍ، او د سوداګرۍ د ودې په اړه د امریکايي شرکتونو زیاتېدونکې اندېښنې هغه مهم عوامل دي چې ښيي دا سوداګریزه جګړه ښايي د واشنګټن پر ځان ګرانه تمامه شي.








د چین د بهرنیو چارو وزیر به د کمبودیا او تایلنډ له همتایانو سره په یوننان ولایت کې وویني.د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ی...
28/12/2025

د چین د بهرنیو چارو وزیر به د کمبودیا او تایلنډ له همتایانو سره په یوننان ولایت کې وویني.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي به په راتلونکو ورځو کې د کمبودیا او تایلنډ د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د چین په جنوبي ولایت یوننان کې رسمي خبرې ترسره کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د وانګ یي په بلنه – چې د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیرو غړی هم دی – د کمبودیا د بهرنیو چارو وزیر پراک سوخون او د تایلنډ خارجه وزیر سهاساک فوانګکټکیاؤ به د دسمبر له ۲۸مې تر ۲۹مې یوننان ته سفر وکړي.
تمه ده چې دواړه لوري به د سیمه‌ییزې همکارۍ، امنیتي اړیکو، اقتصادي شریکوالي او د ګډو پرمختیایي پروژو پر پیاوړتیا بحث وکړي.








Address

Kabul
NEWSANDNEWTECHNOLOGY

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when CGTN Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to CGTN Pashto:

Share