05/08/2026
مجبوري نوره څنګه وي؟
یو ملي تجار نن د هغه کس کور ته ورغلی چې د نیمروز دښته کې د ۱۹ کسانو سره یو ځای جل وهلی و او ویډیو یې خپره شوه.
ماشومان یې ببر سرونه، وچې شونډې، پښې ابله پښې، شلېدلې جامې..... له مخونو یې پته لګي چې د غربت ترخو څپېړو وهلي.
مور یې شلېدلې جامې چې کمیس یې بدل او پرتوګ یې بدل دی، اغوستی..
کور یې په داسې سیمه کې چې وچه دښته ده. ګردونه دي. داسې وران ویجاړ دی لکه د څاریو د ساتلو کنډر...
د پورونو خو یې دا حال و چې خپل مرګ یې په خپلو سترګو لیده، خو بیا یې هم خپلو ورونو ته سپارښتنه کوله چې پر ده پاتې پورونه ورکړي..
هغه چا رښتیا ویلي:
څوک په رضا له ملکه نه ځي
یا ډېر غریب شي یا د یار له غمه ځینه.
یو نیم راپورته شي، وایي دا عیاشۍ ته روان دي. نو عیاشي خو په پیسو کیږي. دده بچیان خو د یوې ګوله ډوډۍ په ارمان و.😢