05/03/2025
هغه 30 ټکي چې د روانپوهنې د 30 کتابونو هومره ګټور دي
۱- لږ تر لږه په کال کې يو ځل د لمر پرېوتو ننداره وکړه؛
۲- د سبا له پاره پلان جوړ کړه؛
۳- د «مننه کوم» عبارت ډېر کاروه؛
۴- په ژوند کې د خاموشۍ يا سکوت وخت وپېژنه؛
۵- د شاور لاندې حمام پر مهال ځان سره زمزمه کوه؛
۶- د کمعقلو په څېر چلند مه کوه؛
۷- د هر کوچني مناسبت د نمانځلو لپاره جشن ونيسه؛
۸- د اړتيا وړ توکي له ماشومانو پېره؛
۹- تل زدهکوونکی اوسه؛
۱۰- په څه چې پوهېږې، نورو ته يې ور زده کړه؛
۱۱- د زوکړې په ورځ دې يو نيالګی وکره؛
۱۲- نوي ملګري پيدا کړه، خو زاړه هغه مه هېروه؛
۱۳- په مختلفو ځايونو او منظرو کې عکسونه واخله؛
۱۴- رازداره اوسه؛
۱۵- د خوښيو فرصت دې مه ځنډوه، په خپل وخت ترې خوند واخله؛
۱۶- پر نورو تکيه مه کوه؛
۱۷- هيڅ کله له نورو سره د خپلو خوړو رژیم په اړه خبرې مه کوه؛
۱۸- خپلې تېروتنې دې ومنه؛
۱۹- بايد پوه شې، چې ټول خبرونه رښتيا نه وي؛
۲۰- اولاد دې له تنبېه يا رټلو وروسته په غېږ کې ونيسه او ويې نازوه؛
۲۱- ځينې وختونه د ځان لپاره اشپلاق وهه؛
۲۲- زړور اوسه، که نه وې هم تمثيل يې کوه؛ هیڅوک نشي کولی د دواړو تر مینځ توپیر وکړي؛
۲۳- هيڅ کله مو د واده کاليزه مه هېروئ؛
۲۴- چاته کنايه مه وايه؛
۲۵- هغه کتابونه دې خلکو ته امانت ورکوه، چې بېرته سپارل یې درته ډېر مهم نه وي؛
۲۶- خپلو بچو ته مو ووايئ چې تاسو فوق العاده يئ؛
۲۷- سهار وختي پاڅېږه؛
۲۸- هڅه کوه چې تل هوښيار اوسې، ځکه چانس ځينې وخت ډېر په کراره ور ټکوي؛
۲۹- تل دې ساعت پنځه دقيقې مخته پرېږده؛
۳۰- هیڅ کله هيلهمن خلک مه ناهيلې کوه، ښايي يواځينی درمل يې همدا وي.