مجموعه الفتاوی للمجالس الفقهیه

مجموعه الفتاوی للمجالس الفقهیه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from مجموعه الفتاوی للمجالس الفقهیه, Mobile Phone Shop, Kabul.

13/05/2025

۲۵- په اوداسه کي د مسواک وهلو حکم
الاءستفتاء: په اوداسه کي مسواک وهل سنت دي اوکه مستحب دي؟
الفتوی بعون الله تعالی حامد اومصلیا:
په اوداسه کي مسواک وهل سنت دي.

13/05/2025

۲۴- د خولې اوپزي دپرېوللو حکم او طریقه
الاءستفتاء: په اوداسه کي دخولې او پزي پرېولل څه حکم لري او څرنکه طريقه یې ده؟
الفتوی بعون الله تعالی حامد اومصلیا:
په اوداسه کي دخولې او پزي پرېولل سنت دي.
اوطریقه یې داده چي دهریوه لپاره به درې درې واره په راسته لاس سره اوبه را اخلي خو دپزي پاکول به په چپه لاس سره کوي.

13/05/2025

23- د اوداسه په شروع کي دلاسونو پرېولل
الاءستفتاء: داوداسه په شروع کي دلاسونو پرېولل څه حکم لري؟
الفتوی بعون الله تعالی حامد اومصلیا:
که لاسونه پاک وي نو داوداسه په شروع کي یې پرېولل سنت دي اوکه لاسونه نا پاک وي نو داوداسه په شروع کي یې پرېولل ضروري دي.

13/05/2025

الفصل الثاني في سنن الوضوء
(دوهم فصل د اودس دسنتو په بیان کي دی)
۲۲- د او داسه دپاره نیت کول
الاءستفتاء: د او داسه دپاره نیت کول څه حکم لري؟
الفتوی بعون الله تعالی حامد اومصلیا:
په دغه مسئله کي باید ووایو چي په اصل کي دلته دوې خبري دي:
اوله خبره داده چي په دغه اوداسه سره یوازي لمونځ رواسي، صرف د لمانځه شرط پرځای سي،دلته نیت لازم نه دي، سنت دي، نوکه یوڅوک دکرمۍ په وجه مخ ،لاسونه پښې پرېولي، او سر پرېولي ،ياپر یرلوند لاس تیر کړي نودغه اودس بېل عبادت نه بلل کيږي، بېل ثواب نه لري خو لمونح په صحیح کیږي.
دوهمه خبره داده چي دغه اودس بېل عبادت وکڼل سي، مستقل ثواب پر مرتب سي، ددغه خبري دپاره نیت لازم دي،که نیت نه وي دمثال په توکه یو څوک د ګرمۍ په سبب مخ، لاسونه، پښې پرېولي او سرپرېولي یا پرسر لاس تېر کړي، نودغه اودس ځانته بېل عبادت نه دي، مستقل ثواب نه لري.

13/05/2025

21- تر بولو کولو وروسته سمدستي اودس تازه کول
الاءستفتاء: که يوڅوک بولي وکړي اوتر بولو وروسته متصل اودس تازه
کړي دغه څه حکم لري ؟
الفتوی بعون الله تعالی حامد اومصلیا:
داوداسه دصحت لپاره دا لازمه ده چي تر بولو کولو وروسته به دومره وخت
انتظارکوي چي زړه يې ښه مطمئن ) بې غمه ( سي چي نور بولي درېدلي دي، اوکه
تراطمنان دمخه اودس وکړي دغه اودس يې صحيح نه دی

13/05/2025

۲۰- داوداسه په اندامونو کي شکمن سي چي څه به وچ پاته سوي وي

الاءستفتاء: که يوچاته په اوداسه کي داشک پيداسو چي څه اندامونه به يې
وچ پاته سوي وي نوڅه به کوي ؟
الفتوی بعون الله تعالی حامد اومصلیا:
که دغه شک داوداسه په مينځ کي ورته پيداسو، اوس که دغه شک دده
عادت نه وي بلکه يووخت ورته پېښېدی نو دغه مشکوک ځای به بيرته پرېولي
اوکه دغه شک دده عادت وي يعني ډېر ډېر ورته پېښېدی، نودغه ځای بيا
پرېولل نه غواړي .
اوکه دغه شک تراوداسه وروسته ورته پيداسي ، نوبياکه داسي وي چي
دغه شک ډېر ډېر ورته پېښېدی نودغه مشکوک ځای پرېولل نه غواړي، اوکه
دغه شک ډېرډېر نه ورته پېښېدی، نوپه دغه کي دوه قوله دي ، يوقول دادی چي
دغه شکمن ځای پرېولل نه غواړي، دوهم قول دادی چي پرېولل غواړي ، که يې
په دغه اوداسه سره لمونځ کړی وي نودغه لمونځ هم راګرځول غواړي، اواحتياط
په دغه دوهم قول کي معلوميږي، نوبايدپه دغه دوهم قول باندي عمل وسي

13/05/2025

۱۹- په اوداسه او غسل کي د زخمي او سوځلي بدن پرېولل
الاءستفتاء: که ديوانسان بدن سوځلی يازخمي وي، پرېولل تاوان ورته کوي
نودبې اودسۍ اوجنابت په حالت کي به څه کوي؟
الفتوی بعون الله تعالی حامد اومصلیا:
که دغه انسان بې اودسه سي، نوکه په څلورو انداموکي چي هغه مخ،
لاسونه ، سراوپښې دي تر دوه ډېر داسي وي چي اوبه تاوان ورته رسوي نوتيمم
به وهي .
اوکه دوه ياتردوه کم داسي وي چي اوبه تاوان ورته کوي نوبيابه دغه روغ
اندامونه پرېولي، اوهغه زخمي اندامونه که داسي وي چي مسح تاوان نه ورته
کوي نو مسح به پر وکړي اوکه مسح تاوان ورته کوي نو دپټۍ په ډول يوشی دي
پر وتړي، مسح دي پر وکړي ، اوکه داسي شی نه وي اوياشی وي خونه تړل
کېدی، ياشی تړل کېدی خوپردغه شي باندي مسح تاوان کوی نوپه دغه درې
سره حالاتو کي دغه ځايونه نه پرېولل غواړي اونه هم مسح کول غواړي .
اوکه پردغه انسان باندي غسل لازم سي دمثال په توګه جنب سي نوبياکه
دده دبدن ترنيمايې ډېره حصه زخمي وي نوتيمم دي ووهي .
اوکه يې دبدن ترنيمايي ډېره حصه روغه وه، لږحصه يې زخمي وه، نوبيابه
دغه روغه حصه پرېولي اوهغه زخمي حصه که داسي وي چي مسح تاوان نه ورته
کوي نوپردغه حصه به مسح وکړي اوکه دغه حصې ته مسح تاوان کوي ، نوبيادي
دپټۍ غوندي يوشی پر وتړي اومسح دي پر وکړي، اوکه داسي شی نه وي،
ياشی وي خو تړل يې نه کيږي ، ياشی تړل کيږي خو پرهغه شي مسح تاوان کوي ،
نوپه دغه ټولو حالاتو کي دغه حصه نه پرېولل غواړي اونه هم مسح کول غواړي
اوکه يې دبدن پوره نيمايي حصه زخمي وي اونيمايي حصه يې روغه وي،
په دغه صورت کي اختلاف دی، خوډېر راجح قول دادی چي دغه صورت داسي
حکم لري لکه دهغه صورت چي دبدن لږحصه يې زخمي وي اوډېره حصه يې روغه
وي، يعني دغه نيمه روغه حصه به پرېولي اوهغه زخمي حصه که داسي وه چي
مسح تاوان نه ورته کوي ، نوپردغه حصه باندي به مسح وکړي، اوکه دغه حصې
ته مسح تاوان کوی نوبيابه پردغه حصه باندي دپټۍ غوندي يوشی وتړي
اوپرهغه به مسح وکړي، اوکه داسي شی نه وي، ياشی وي خوتړل يې نه کيږي
اوياشی تړل کيږي خوپردغه شي باندي مسح تاوان کوي، نوپه دغه درې سره
حالاتو کي دغه حصه نه پرېولل غواړي اونه هم مسح کول غواړي . ( 1

13/05/2025

۱۸- په اوداسه کي دپښو چاودوته اوبه داخلول
الاءستفتاء: که دیو چاپښې چاودلي وي، په اوداسه کي دغه چاودو ته اوبه داخلول فرض دي اوکه نه؟
الفتوی بعون الله تعالی حامد اومصلیا:
که دغه چاودوته اوبو تاوان نه رسوی نودغه چاودوته اوبه داخلول فرض دي، اوکه اوبو تاوان ورته رسوی نوبیادي پردغه چاودو باندي مسح وکړي اوکه مسح هم تاوان ورته کوي نوبیادي دغه چاودي دغسي پریږدي.

13/05/2025

۱۷- دسر دمسح دپاره نوي اوبه را اخیستل
الاءستفتاء: په اوداسه کي دسر دمسح دپاره نوي اوبه رااخیستل لازم دي اوکه هغه لوند والی کافي دي چي پرلاس باندي پاته وي؟
الفتوی بعون الله تعالی حامد اومصلیا:
که په لاس سره دیواندام مسح وکړل سي لکه پرلاس باندي زخم وي پر هغه زخم مسح وکړي نو تر دغه مسح وروسته چي کوم لوند والی پر لاس پاته وي په دغه لوند والي سره دسر مسح کول صحیح نه دي.
او همدارنکه که لاس پریوه بل لانده اندام باندي راکش کړل سي، په دغه لوند والي سره هم دسر مسح نه صحیح کیږي.
اوکه په لاس سره یو اندام پرېولل سي ، اوددغه پرېوللو وروسته پرلاس باندي لوند والی پاته سي نوپه دې کي دعامو فقهاء کرامو رایه داده چي په دغه لوند والي سره دسر مسح صحیح ده.
اوڅه فقهاء کرام بیا فرمايي: چي په دغه لوند والي سره دسر مسح کول نه صحیح کیږي، نو احتیاط دادی چي دسر دمسح لپاره نوي اوبه راواخیستل سي چي اودس یې په اتفاق سره صحیح وبلل سي.

04/05/2025

۱۶- په اوداسه کي دسر دمسح پر ځای دسر پرېولل
الاءستفتاء: که یو څوک په اوداسه کي سرپرېولي ایادغه دسر په پرېوللو سره دسر دمسح فرض ادا کیږي اوکه دسر مسح بل وار جلا فرض ده؟
الفتوی بعون الله تعالی حامد اومصلیا:
دسر مسح بل وار فرض نه ده دغه دسر په پرېوللو سره دسر دمسح فرض ادا کیږي خو دغه طریقه مکروه ده.

20/04/2025

۱۵- په اوداسه کي دسر دکومي څلورمي حصې مسح فرض ده
الاءستفتاء: په اوداسه کي چي دسر د څلورمي حصې مسح کول فرض دي، آیا خامخابه دمخ و خوا څلورمه حصه وي اوکه دهر طرف څخه پر څلورمه حصه مسح صحیح ده؟
الفتوی بعون الله تعالی حامد اومصلیا:
دا فرض نه ده چي دغه څلورمه حصه به خامخادمخ دطرف څخه وي بلکه دهر طرف څلورمه حصه چي مسح کړل سي فرض په ادا کیږي.

20/04/2025

14- دسر دفرض مسح اندازه
الاءستفتاء: په اوداسه کي دسر دڅومره حصې مسح فرض ده ؟
الفتوی بعون الله تعالی حامد اومصلیا:
په اوداسه کي دسر دڅلورمي حصې مسح کول فرض دي.

Address

Kabul
KABULMOBILECANTER

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93787934815

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مجموعه الفتاوی للمجالس الفقهیه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to مجموعه الفتاوی للمجالس الفقهیه:

Share