All Pahto Tech

All Pahto Tech welcome to the page, now you can to know about new facts and updates of technology in pashto language, please share the page!

هواوې شرکت p30 موبایل بازار ته وړاندې کويپه هالنډ کې د هواوې شرکت وایي، د روان زېږديز کال په وروستیو کې غواړي p30 موبایل...
10/02/2019

هواوې شرکت p30 موبایل بازار ته وړاندې کوي

په هالنډ کې د هواوې شرکت وایي، د روان زېږديز کال په وروستیو کې غواړي p30 موبایل بازار ته وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده چې سامسونګ، اېل جي او سوني شرکتونه بیا غواړي د روانې فبرورۍ په وروستیو کې د موبایل په برخه کې خپل تر ټولو مخکښ تولیدات معرفي کړي. هواوې شرکت د خپل دغه برنډ په اړه تر اوسه اضافي معلومات نه دي خپاره کړي، خو خپلو مینوالو ته یې ویلي، چې یوازې د مارچ میاشتې تر وروستیو پورې دې په تمه شي او په داسې محصول به یې ونازوي، چې په اړه یې تر اوسه هېڅ فکر نه وي کړی. د هواوې شرکت د برنډ ډېری کاروونکي بیا وایي، کېدای شي په نوي برنډ کې دومره بدلونونه نه وي راغلي، ځکه دغه شرکت تېر کال خپل p20موبایل بازار ته وړاندې کړ. په دغه شرکت کې ځینو پټو سرچینو ویلي، چې د P30 یوه ځانګړنه به دا وي، چې مخپاڼه به یې له پخوانیو موبایلونو څخه یوڅه لویه وي او داسې یوه کامره به لري، چې د دغه برنډ کاروونکو تر اوسه پورې نه وي کارولې. د ټکنالوژۍ دغه شرکتونه هڅه کوي چې هر کال په یوه نوې بڼه موبایلونه بازار ته وړاندې کړي او خلک ور جذب کړي.
حمیدالله حمیدي

نړۍ کې په لومړي وار د (5G) شبکې کار پېل کړ، ځانګړتیاوې يې څه دي؟نشرونکی: عمران غښتلی  برخه: ټکنالوژي اکتوبر 3, 2018نن ټک...
03/10/2018

نړۍ کې په لومړي وار د (5G) شبکې کار پېل کړ، ځانګړتیاوې يې څه دي؟
نشرونکی: عمران غښتلی برخه: ټکنالوژي اکتوبر 3, 2018

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ تلې، ۱۳۹۷ل): د ګرځنده تلیفون (بیسیم) شبکې د اوږدې مودې راهیسې پر فایو جي (5G) شبکې د چمتو کولو کار پېل کړی و، خو کارپوهان په دې اند دي چې تر راتلونکې اوږدې مودې پورې د فایو جي شبکه پېل کېدل شونې نه دي.

د امریکا ویریزون نومې بریښنایي شرکت تېر په ۲۰۱۷م کال د نومبر په میاشت کې په کورونو کې د یو کال په جریان کې د انټرنیټ شبکې فعالولو اعلان کړی و، چې اوس یې کار پېل کړی.

یاد شرکت د امریکا په پنځه ښارونو (هوسټن، انډیاناپولس، لاس اینجلس او سکرامنټو) کې د فایو جي شبکې خدمتونه چمتو کړي چې د روانې اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه یې کار پېل کړی دی.

د فایو جي شبکه که څه هم د مبایل استعمال لپاره تر دې دمه چمتو نه ده ځکه چې اوسني ځیرک مبایلونه د فایو جي شبکې وړتیا نه لري، خو د وایفای له لارې یې استعمال پېل شوی چې چټکتیا به یې په یوه ثانیه کې اوسطا لږ تر لږه ۳۰۰ ایم بي وي خو زیات نه زیات چټکتیا یې په یوه ثانیه کې تر ۱ جي بي پورې رسیږي.

له دې وړاندې د فور جي (4G) وایفای استعمال په نړیواله کچه د چټکتیا اوسط په یوه ثانیه کې لږ تر لږه ۱۴.۰۳ ایم بي و، چې د فایو جي په پرتله څو چنده کمزوری دی، سربيره پر دې په ځینو هېوادونو کې تر دې دمه لا هم د تري جي (3G) استعمال کیږي.

اوسمهال فور جي یا LTE په ځیرک مبایلونو کې د چټک انټرنیټ استعمالولو لپاره کارول کیږي، همدا ډول د چټکې شبکې لپاره ترې په وایفای کې کار اخیستل کیږي، خو د فایو جي ټیکنالوژي به د یو شمېر انټرنيټي فعالیتونو اسانتیاوې برابرې کړي.

یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان هېواد اعلان کړی و چې راتلونکی ۲۰۱۹م کال به د فایو جي شبکه د کاروونکو پرمخ د استعمال وړ وګرځوي، په دې سره به پاکستان په اسیایي هېوادونو کې د فایو جي فعالولو لومړی هېواد شي، خو له بل اړخه تر دې دمه د پاکستان په ډيرو ښارونو کې د تري جي شبکه استعمال هم په کمزورې معیار وړاندې کیږي.

همدا ډول د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه اعلان کې ویلي وو چې که څه هم د فایو جي شبکه په سمه توګه چمتو نه ده او پرمخ یې یو شمېر خنډونه دي خو باید ژر تر ژره فعاله شي تر څو ترې د ټکنالوژي په سیستم کې کار واخیستل شي.

د فایو جي شبکې ځانګړتیاوې څه دي؟

د پراخې چټکتیا د ایجادولو تر څنگ به 5G ترانسپورتي شبکې او اتومات چلیدونکي موټر سره وصل کړي او همدا ډول به له لرې روغتیایي امکانات او خدمتونه هم برابر او دقیق کړي.

فایو جي شبکه به د معلوماتو د ترلاسه کولو موده، چې اوس په فور جي ټکنالوژۍ کې د وسایلو {ځیرک تلیفون او کمپیوټرونه} او انټرنیټي شبکو ترمنځ موجوده ده، لس چنده کمه کړي.

فور جي انټرنیټي شبکه د تري جي په پرتله ١٠ چنده چټکه وه او د رپوټونو له مخې د اوسنۍ فور جي شبکې په پرتله به د فایو جي شبکه له ٥٠ نه تر ١٠٠ ځلو پورې چټکه وي.

د چارواکو په وینا بیسیم شبکې چې نن ورځ فور جي په یو کیلومتر مربع کې ١٠٠٠ وسایل سره نښلوي دا شمیره به فایو جي کې ښایي یو میلیون وسایلو ته لوړه شي.
نن ټکې آسیا

30/09/2018

Welcome!!!!

Address

Nangarhar
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when All Pahto Tech posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share