Dr fauzullah kakar داکتر فوزالله کاکړ

Dr fauzullah kakar داکتر فوزالله کاکړ داکتر فوزالله کاکړ معالج داخله عمومی و اطفال
مشاوره و درمان امراض معده شکر شش ګرده و اختلاطات جنسی

13/10/2026

څیړنه!
که د چا انزال له ۱ یوی دقېقی څخه په کم وخت کې کېږي،
نو تاسو د ژر انزال تر ټولو له شدید ډول سره مخ یاست،
نو هیله ده غم مو وخورئ 🫩

د عمر زیاتوالی: د عمر په زیاتېدو سره د هډوکو کثافت کمېدای شي.هورموني بدلونونه: د ښځو د مینوپاز پر مهال د ایسټروجن کمښت د...
11/10/2026

د عمر زیاتوالی: د عمر په زیاتېدو سره د هډوکو کثافت کمېدای شي.
هورموني بدلونونه: د ښځو د مینوپاز پر مهال د ایسټروجن کمښت د هډوکو د کمزورۍ خطر زیاتوي.
ځینې ناروغۍ او درمل: لکه د تایرایډ ځینې اختلالات، د پښتورګو مزمنې ناروغۍ او د سټرایډ درملو اوږدمهاله استعمال.
د هډوکو د پیاوړتیا لپاره څه وکړو؟
د کلسیم لرونکي خواړه، لکه شیدې، مستې او پنیر، په مناسبه اندازه وخورئ.
د ویټامین D کچه د اړتیا پر مهال وڅېړئ.
منظم قدم وهل او د عضلاتو پیاوړي کولو تمرینونه وکړئ.
له سګرټ او د الکولو له استعمال څخه ډډه وکړئ.
که د هډوکو د کمزورۍ خطر موجود وي، د ډاکټر په مشوره د هډوکو د کثافت معاینه (DEXA) وکړئ.

11/10/2026
10/10/2026

په ماشومانو کی د سرب تسمم
ایا مونږ او تاسی چه‌ کوم دېګ بخار استفاده کوو ایا صحی دی ؟؟
.....
داکتر فوزالله کاکړ
د‌ عمومی داخله او ماشومانو ناروغیو معالج

څېړنه ښیي، چ زیات کاري فشار، ستاسو مغز بدلوي، او پۀ روان مو بد اغېز کوي.مغز له ډېر فشار سره مخ کېږي، او د وخت په تېرېدو ...
08/10/2026

څېړنه ښیي، چ زیات کاري فشار، ستاسو مغز بدلوي، او پۀ روان مو بد اغېز کوي.

مغز له ډېر فشار سره مخ کېږي، او د وخت په تېرېدو سره کېدای شي ځانګړي برخې یې زیانمنې شي.

دا فشار کولی شي د خپګان (depression)، اضطراب (anxiety)، یا حتی د حافظې ستونزو لامل شي.

احساساتي بې‌ثباتي، قهر، ستړیا، او بې‌حوصلګي زیاتېږي.
کار مهم دی، خو توازن ضروري دی. ډېر زیات کار، له استراحت پرته، ستاسې فکري او رواني سلامتۍ ته زیان رسوي

متأسفانه په دې وروستیو ورځو کې په ماشومانو کې د مسمومیتونو، د ځیګر د ستونزو او حتی د وینې د شکر د اختلالاتو پېښې زیاتې ل...
06/10/2026

متأسفانه په دې وروستیو ورځو کې په ماشومانو کې د مسمومیتونو، د ځیګر د ستونزو او حتی د وینې د شکر د اختلالاتو پېښې زیاتې لیدل کېږي. 🩺

په ډېرو دغو ماشومانو کې د غیرمغذي او مصنوعي خوراکي توکو؛ لکه پاپړ، پُفک، چپس او نورو پروسس شوو خوراکونو د ډېر او دوامدار استعمال سابقه لیدل کېږي.

د ماشوم روغتیا له ماشومتوبه جوړېږي. که غواړئ اولاد مو روغ، پیاوړی او له ډېرو ناروغیو خوندي وي، نو د هغوی د خوړو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړئ.

ماشوم ته یوازې خوندور خواړه مه ورکوئ؛ بلکې هغه خواړه ورکړئ چې د هغه د بدن د سالمې ودې لپاره ګټور وي. ❤️

د ماشوم روغتیا زموږ د نن ورځې د پاملرنې پایله او د سبا د سالمې ټولنې بنسټ دی.

06/10/2026

هر درد د هر چا لپاره نه دی، او هره خبره د هر چا د اورېدو نه ده.
ځینې جګړې باید په چوپتیا کې وګټل شي. 🤍

هر چا ته خپل کمزوري مه ښکاره کوه؛
زحمت وکړه، صبر وکړه، له الله سره خپل راز شریک کړه…
یوه ورځ به ستا نتیجه د ټولو پوښتنو ځواب وي. 🖤✨

#زحمت #بریا #صبر #هڅه #ژوند #هدف

د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د ښوونځي عمر لرونکو چاغو ماشومانو شمېر له کم‌وزنه ماشومانو څخه زیات شوی دی.د یونیسف د راپور ل...
06/10/2026

د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د ښوونځي عمر لرونکو چاغو ماشومانو شمېر له کم‌وزنه ماشومانو څخه زیات شوی دی.
د یونیسف د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۵ تر ۱۹ کلونو عمر لرونکو هرو پنځو ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې یو تن له زیات وزن یا چاغښت سره مخ و.
د معلوماتو له مخې؛ د ناسمو خوړو، ډېر پروسس شویو خوراکي توکو او خوږو مشروباتو د زیات مصرف له امله په ماشومانو کې د چاغښت ستونزه مخ په ډېرو ده.

که يوه شپه په مکمله توګه ترسهاره ويښ پاتې شئ ستاسې د‌مغزو فعاليت تر ۴ ورځو پورې پوره نارمل حالت ته نشي راتلی.ژور او درون...
06/10/2026

که يوه شپه په مکمله توګه ترسهاره ويښ پاتې شئ ستاسې د‌مغزو فعاليت تر ۴ ورځو پورې پوره نارمل حالت ته نشي راتلی.
ژور او دروند‌خوب زخمونه ژر جوړوي او له ځينو ناروغيو څخه مو ښه کوي.

Address

Jalalabad

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

074775695

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr fauzullah kakar داکتر فوزالله کاکړ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share