ده ميــــــنى تـــــــــــږى KAS

ده ميــــــنى تـــــــــــږى KAS دلته غلط پوسټونه منعه دى که هر چا غلط پوسټونه وکړل ايډى بلاک او د ګروپ نه ايستل کيږى
KAS

KAS
01/09/2018

KAS

اسلام عليکم دوستانو هيله ده چى روغ جوړ به ياست ورورنو له دغى جلکى سره ډيره مينه لرم او غواړم چى واده ورسره وکم ولسمشره ک...
28/08/2018

اسلام عليکم دوستانو هيله ده چى روغ جوړ به ياست ورورنو له دغى جلکى سره ډيره مينه لرم او غواړم چى واده ورسره وکم
ولسمشره که داانجلى دى راته وکړه واده درسره کوم چى خپل ټول بچى کمانډو کى اچوم ژمنه ده ورورنو تاسو نه هم هيله کوم چى دا پيغام ولسمشره پورى واراسوى

غولېدلې پېغله: نشر کول یی فرض دی.د زنانه لپاره عبرت  او ترپایه دی خویندی ولولییوه پېغله چې د پوهنتون په مرحله کې یې د اد...
28/08/2018

غولېدلې پېغله: نشر کول یی فرض دی.
د زنانه لپاره عبرت او ترپایه دی خویندی ولولی
یوه پېغله چې د پوهنتون په مرحله کې یې د ادبیاتو په پوهنځي کې زده کړې کولې درې خویندې یي نورې هم لرلې، چې هغوی هم په زده کړو بوختې وې
پلار یې یو محلي دوکاندار و، دغه نجلۍ په پوهنتون کې په ښه خوی او ادب شهرت درلود، په خپلو درسونو کې یې زیات کوښښ کاوه؛ هرچا به د هغې په پوهې فخر کاوه نوموړې پېغله خپله کیسه داسې بیانوي:
یوه ورځ د پوهنتون څخه و وتلم؛ ناڅاپه د یوه ځوان سره مخ شوم هغې ماته داسې کتل ته به وایې ما پيژني، خو هیڅ خیال مې پرې رانه وړ، همداسې ورڅخه تېره شوم.
هغه ماپسې غلی، غلی شاته را روان شو
اوله ماسره یې په ټېټ آواز خبرې پيل کړې؛ اې د حسن ښاپېرۍ!
زه غواړم له تاسره واده وکړم، له ډیرې مودې وروسته ستا ښکلا لیونی کړی یم،

اې له جنته را تښتېدلې حورې!
که ته ماته د مینې لاس رانکړ زه به ځان و وژنم، ما په ډیره چالاکۍ سره له ځوانه لار چپه کړه
ټول بدن مې خوله خوله و...
ځکه تر دې دمه زه د داسې مفهوم سره نه وم مخ شوې
په بله ورځ چې کله د پوهنتون څخه را و وتلم، بیا هم هغه د دروازې سره منتظر ولاړ و
او موسکی موسکی کیږي، بیا یې ما پسې څو ګامه لار و وهله او خپلې زړې اوتې بوتې یې تکرار کړې او دغه لړۍ تر دې وغځېده چې یو لیک یې زموږ د کور د دروازې مخې ته وغورځاوه ددغه لیک په را اخیستو کې زړه نازړه وم
آخر مې لیک راواخیست لیک مې پرانیسته په لوستلو مې پیل وکړ، ټولې یې د مینې او محبت خبرې لیکلې وې، لیک مې ټوټه ټوټه کړ
څو ساعته وروسته د ټلیفون ټالۍ راغله ټلیفون مې اوچوت کړ، څه اورم چې همغه ځوان راته په نرمه لهجه راته خبرې شروع کړې
د حسن میرمنې لیک د ولوست که نه؟
ما ورته و ویل که انسان نشوې نو خپله کورنۍ به درباندې خبره کړم الله د تبا او برباد کړه.
یو ساعت وروسته یې بیا ټلیفون راوکړ او ویې ویل چې له ماسره واده وکړه زه به ستا له پاره ماڼۍ جوړه کړم زه به ستاټول آرماندونه پوره کړم، زموږ کورنۍ ډيره مالداره ده.
پدې خبرو سره زما زړه هم نرم شو
ما هم ورسره په ټلیفون کې خبرې تبادله کړې
زه به هر وخت د ده د ټلیفون په هیله وم او هره ورځ به مې د پوهنځي نه د راوتلو په وخت کې د ده څارنه کوله
یوه ورځ د پوهنتون څخه را و وتلم ناڅاپه زما په وړاندې همدی ولاړ شو، زه له خوشحالۍ نه بېخې والوتم او بېله ځنډه د هغه سره په موټر کې وختلم او د ښار په چکر را و وتلو
زه په ځان پوهېدم چې په غلطه روانه یم خو ما ځان نشوای خلاصولی ځکه زما په دماغ همدې ځوان قبضه کړې وه.
هو! دی ما رښتېنی ګاڼه. په ځانګړې توګه کله به یې چې ماته و ویل ته زما یوازېنۍ ښځه یې، ده به ویل چې اې د جنت حورې ته زما امیره یې او زه به ستا په ویاړ کې نیکمرغه ژوند کوم
ما به چې کله د ده خبرې واروېدې نو په خیال کې به داسې والوتم چې حد او اندازه یې نلرله
یوه ورځ افسوس چې څمره توره ورځ وه زما ژوند یې ونړاوه، او زما د راتلونکي په اړه یې پرېکړه وکړه، او زه د ټولو په وړاندې وشرمولم، یوه ورځ په عادي توګه ورسره د ښار په چکر و وتلم ناڅاپه یې یوه رستورانت کې د یوې فرش کړې خونې خواته کش کړم
خونې ته ننوتلو او مخامخ سره کېناستلواو د رسول الله ص دا حدیث مې هیر و چې فرمایلي یې دي: هیڅ سړی به د یوې پردۍ ښځې سره نه ګوښه کیږي مګر دا چې یو به یې شیطان وي.
هو شیطان زما زړه د دې ځوان به خبرو سره دهغه له پاره مستعمر کړي و
دوبه دو یو بل ته خوله په خوله سره کېناستلو ده ماته کتل او ما هغه ته او بیا د جهنوم د عذاب یوې پردې سره را ونغښتلو او نوره په ځان پوه نشوم
مګر داسې چې خپل عزت او پت مې له لاسه ورکړ او د هغه څه په نسبت چې زه یې واکمنه وم بې واکه شولم او لکه لیونۍ راپورته شوم او ومې ویل وی دا په ما څه وشول
ده ویل مه وېرېژه ته خو زما ښخه یې
څنګه ستا ښځه یم؟ تاخو زما سره واده ندی کړی.
ده ویل ډیر ژربه له تاسره واده وکړم، کورته لاړم له پښو مې سا ختلې وه د اور په لمبو به سوځېدم او دا به مې ویل چې اې الهي داپرما څه وشول؟
آیا زه لیونۍ شوې وم دنیا راته په سترګو توره شپه ښکاریده، ټوله شپه مې دمره وژړل چې نېږدي و زړه مې پړک چاودلی وای، د پوهنتون زده کړې مې پرېښودې زما له کورنۍ څخه هیڅوک بریالی نشول ترڅو چې زما د دې ځپلي حالت په نسبت څه معلومات ترلاسه کړي لیکن ما هم امیدونه او هیلې له هم هغه یوې ژمنې سره تړلې وې
کومه چې ده له ما سره د واده کولو په باب ماته راکړې وه
شپې او ورځې یو په بل پسې تېرې شوې
هو! په ما باندې له غرونو نه هم سختې او درنې تمامېدې حیرانه وم چې وروسته به پېښېږي.
تر ټولو زیاته بوږنونکې او ناڅاپه پېښه چې زما ژوند یې ونړاوه هغه وه. چې یوه ورځ د ټلیفون ټالۍ راغله غږ مې له ورایه وپيژانده راته یې و ویل غواړم تر څو له یو مهم څيز سره له تاسره مخ شم
زه خوشحاله شوم او اټکل مې وکړ چې مهم څيز خو دا دواده خبره ده.
په ټاکلي ځای کې ورسره مخ شوم او وار د واره یې و ویل د واده په باب کله هم فکر ونکړې. زه او ته به همداسې بې شرطه یو ځای ژوند کوو
د خبرې په اورېدو سره مې لاس پورته کړ او په مخ مې ورته یوه ښه څپیړه ورته ورحواله کړه او ورته و مې ویل ما ګمان کاوه چې ته به خپله غلطۍ اصلاح او جبران کړې.
مګر ته خو رزیل انسان وختې، په بېړه یې له موټر نه راکوزه شوم په داسې حال چې له سترګو مې اوښکې روانې وې هغه راته و ویل
دا سوغات د درسره واخله؛ په لاس کې یې ویډیو کېسټ نیولی و
بیا یې و ویل په دې به زه ستا ژوند ونړوم
ما و ویل په دې کې څه دي؟
هغه و ویل راشه چې درته یې وښیم چې دې کې څه دي. کېدای شي داستا له پاره نوې او ناڅاپې وي.
کېسټ سي ډي یې ور واچوله ماته یې و ویل اوس ورته ګوره
څه ګورم چې یو بشپړ کامل او روښانه تصویر د هغه څه په اړه چې زما او د ده تر منځ په حرامو کې تیر شوی و وښود!
ما ویل دا دڅه کړي؟
هغه و ویل: دا خو پټې کمرې دي چې زه اوته یې څارلو، دا کېسټ به زما په لاس کې ستا د ژوند د نړولو په خاطر یوه ځواکمنه وسیله وي.
مګر دا چې ته به زما د امر څخه سرغړونه نکوې، او ستا ژوند به زما په اېشاره څرخېږي. له دې سره مې له خولې چیغه و وتله اوپه ژړا مې لاس پورې کړ ځکه چې قضیه یوازې زما نه بلکې په بشپړه توګه زما د کورنۍ قضیه هم وه.
نتیجه داشوه چې زه د همده ځوان په اېشاره او غلامۍ کې داسې راګیره شوم چې له یو سړي نه یې بل او له بل نه یې بل ته نقلولم او پیسې یې راباندې را ټولولې زما کورنۍ ته تر اوسه هم زما په باب څه پته نه وه لګېدلې، بلکې هغوی په ما بشپړ اعتماد درلود
د ویډیو دغه کېسټ نشر شو او بلاخره زما د تره زوی لاسته هم ورغئ، اه دې سره قضیه پراخه شوه زما ټوله کورنۍ خبره شوه او دغه له شرم نه ډک کېسټ په ټول ښار کې خپور شو.
زه وتښتېدم تر څو خپل ځان د خلکو له نظره پټ وساتم، زما کورنۍ هم له شرم نه له شاره کډه وکړه. دغه ویډیو کېسټ د یو ځوان نه بل او له بل ځوان نه بل ته سپارل کېدله ما له دغه ځوان څخه یوې اوبلې خواته د هیڅ حرکت کولو ځواک نه درلود. دغه ځوان زما په څير د ډيرو پيغلو آینده برباده کړې وه. ما د غچ اخیستلو په خاطره دغه رزیل او دووس انسان یوځل بیا خپلې کوټې ته وغوښت، هغه چې له نېشې نه ړنګ بنګ کېده وخت مې غنیمت وګاڼه او په هغې چاړه چې مخکې له مخکې ده ته ساتلې وه په خېټه کې مې څو پرلپسې قوي او غښتلي ګذارونه ورکړل، هغه ابلیس مې د مرګ تر کندې ورساوه.خو په نتیجه کې یې زه هم د تورو تمبو شاته ورسیدم، چې دلته په ډير ذلت او محرومیت کې په عجیبو ناروغیو اخته ژوند کوم. په خپلو بد عملۍ ډيره پښېمانه یم خو اوس ماته هیڅ ګټه نلري، کله چې د ویډیو کېسټ رایادوم داسې آنګېرم چې د ويډیو کېسټ به په هر ځای کې زما څارنه کوي.
دغه کیسه مې د یوه غږیز ریکارډ څخه د دې له پاره ولیکه چې هرې پیغلې ته د درس او عبرت حیثیت ولري، او نور د چا په وږیو او زړه راښونکو خبرو، له مینې او محبت نه ډکو لیکونو باندې ونه غولېږي.
په نیت د ثواب
لوپټه مې د حیا ده فکر وکړه چې د سره ښکته نشي پښتنه یم دامی د یو بل چا له فسبوک نه کاپی کړی هیله ده چی تر هر افغان ورور پوری ورسیږی ولی چی نن سبا پټی کمری دی چی دیوی پغلی او دهغی دکورنی ټول ژوند تبا کړى
KAS

السلام علیکم  ورونو خويندو،،زه به اوس اوګورم چي ساعت کي 4000 لايکه اخيستي شي او کنه. تاسو مينه به اوس د اسلام سره معلومه...
26/08/2018

السلام علیکم ورونو خويندو،،
زه به اوس اوګورم چي ساعت کي 4000 لايکه اخيستي شي او کنه. تاسو مينه به اوس د اسلام سره معلومه شي
KAS

دغہ پیچ ھم درسرہ لایک کڑی دوستانو
25/08/2018

دغہ پیچ ھم درسرہ لایک کڑی دوستانو

KAS

25/08/2018
20/08/2018

دروغ منعہ دی ریشتیا ثواب لری سوگ نن روژہ وو
KAS

ماشاءالله تاسو هم راته کمنټ کې د خپلو ماشومانو انځورونه کمنټ کړئ ‌.KAS
19/08/2018

ماشاءالله
تاسو هم راته کمنټ کې د خپلو ماشومانو انځورونه کمنټ کړئ ‌.
KAS

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ده ميــــــنى تـــــــــــږى KAS posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share