Faculty of Computer Science-Kunar

Faculty of Computer Science-Kunar له دې ځايه چې هر څه خپريږي د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون- کونړ کمپيوټر ساينس پوهنځي پورې تړاو لري

*جدید الشمول محصلانو د نوم‌لیکنې خبرتیا!*
14/07/2026

*جدید الشمول محصلانو د نوم‌لیکنې خبرتیا!*

ګرانو او قدرمنو محصلینو!په ډېر ویاړ او خوښۍ سره تاسو ټولو ته چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د کمپیوتر ساینس پوهنځي ...
07/07/2026

ګرانو او قدرمنو محصلینو!

په ډېر ویاړ او خوښۍ سره تاسو ټولو ته چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د کمپیوتر ساینس پوهنځي معلوماتي تکنالوژۍ او سافټویر انجينرينګ څانګو ته بریالي شوي یاست، د زړه له کومې هرکلی وایو!
ستاسو راتګ زموږ د علمي کور لپاره یوه نوې انرژي او قوت دی. هیله ده چې تاسو به د لوړو علمي اهدافو په لور له پوره جدیت، هڅې، او زغم سره ګام پورته کړئ.
کمپیوتر ساینس نه یوازې د راتلونکي بنیاد جوړوي، بلکې د هیواد د پرمختګ لپاره یوه مهمه اړتيا هم ده. موږ ژمن یو چې تاسو ته یو مثبت، همکار، او مسلکي چاپېریال برابر کړو، ترڅو تاسو وکولای شئ خپل استعدادونه وځلوئ او یو روښانه راتلونکی جوړ کړئ.
د سید جمال الدین افغاني پوهنتون
د کمپیوټر ساینس پوهنځي اداره

*له کمپیوټرساينس پوهنځي څخه په يوولسمه دوره کې ۸۱ تنه مسلکي کادرونه فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.*چهارشنبه، محرم ا...
24/06/2026

*له کمپیوټرساينس پوهنځي څخه په يوولسمه دوره کې ۸۱ تنه مسلکي کادرونه فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.*
چهارشنبه، محرم الحرام، ۸مه، ۱۴۴۸ هــ . ق
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د کمپیوټرساينس پوهنځي له دوو څانگو څخه د لېسانس په کچه تر څلور کلنو مسلکي او تخصصي زده‌کړو وروسته په يوولسمه دوره کې(۸۱) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې چې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په تالار کې رابلل شوې وه، د پوهنتون عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، کونړ ولایت د جهادي مدرسې مهتمم شيخ عبدالقهار صديقي، د پوهنتون مرستيالانو، د ځېنو ولايتي ادرو استازو، د پوهنځيو رئيسانو، د پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو، فارغېدونکو محصلينو او هغوی د کورنیو غړو برخه لرله.
غونډې ته د پوهنتون عمومي رئيس په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلينو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله او زياته کړه چې دا ستاسو د زده‌کړو پای نه دی او لا نورې لوړې زده‌کړې وکړئ، د خدمت جذبه مو همداسې لوړه وساتئ او څه مو زده‌کړي دي د ملک د پرمختگ او ولس د هوساينې لپاره ترې په صحيح نيت سره اعظمي استفاده وکړئ. نوموړي په خپلو خبرو کې ولس او د محصلينو کورنيو ته ډاډ ورکړ چې فارغېدونکي کادرونه په اسلامي روحيې او مسلکي پوهې سره روزل شوي دي.
د غونډه په ترڅ کې د جهادي مدرسې مهتمم وويل، چې د کمال په درجه سمبال مسلکي اشخاصو ته زموږ ټولنه او نظام اشد ضرورت لري نو ځانونه په پوره همت سره د کمال درجې ته ورسوئ او په ښه نيت سره د خپل ولس خدمت وکړئ.
په غونډه کې د پوهنتون د علمي څېړنو مرستيال پوهنوال دوکتور سيداصغر هاشمي، د کمپیوټرساينس پوهنځي رئيس پوهنيار ذاکرالله عزام او نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلينو ته مبارکي وويله او هغوی ته يې تر فراغت وروسته د مسؤليت په تړاو لازمې توصيې، لارښوونې او سپارښتنې وکړې. په پای کې غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو له وېش وروسته، د شرعياتو پوهنځي رئيس مولوي کليم الله حقاني له لوري په دُعايه کلماتو سره پای ته ورسېده.

*د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما ديني جامعې فاضلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا په...
13/05/2026

*د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له لوري د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما ديني جامعې فاضلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا په اړه معلوماتي سېمينار وړاندې شو.*
د يادې جامعې فاضلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا د پېژندنې، ډولونو، سالمې کارونې، فرصتونو، زيانونو او اغېزو په هکله معلوماتي سېمينار وړاندې شو.
د سېمينار په پرانېسته کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د علمي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي په خپلو خبرو کې د سېمينار اهميت او ارزښت بيان کړ او ژمنه يې وکړه چې له يادې جامعې سره به د ظرفيت لوړونې په برخه کې دوامداره همکاري کوي.
د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما ديني جامعې رئيس شيخ عبدالمالک نيازي د خپلې وينا پر مهال له ټولو گډونوالو وغوښتل، چې په خپل فعال حضور سره د سېمينار له مطالبو پوره گټه واخلي. نوموړي په خپلو خبرو کې د سېمينار د دايرېدو او تنظيم په برخه کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د رهبرۍ له همکارۍ څخه مننه وکړه.
ياد سېمينار چې د پوهنتون د مسلکي پرمختيا آمريت په همکارۍ؛ د ديني جامعې د فاضلانو چارو آمريت سره په همغږۍ ترتيب شوی ؤ، پر مهال يې د ياد پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي رئيس پوهنيار ذاکرالله عزام د موضوع په تړاو فاضلانو ته هر اړخيز او ارزښتمن معلومات وړاندې کړل.
د سېمينار په پای کې فاضلانو خپلې پوښتنې او نظريات شريک کړل، چې د سېمينار وړاندې کوونکي استاد له لوري ورته لازم ځوابونه او توضيحات ورکړل شول.

د کانکور د کاندیدانو د پام وړ!
11/05/2026

د کانکور د کاندیدانو د پام وړ!

د ویاړ او خوښۍ زیری! په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره اعلان کوو چې زمونږ د پوهنځي پنځه تنه وړ او تکړه فارغین د هېواد په معتبرو پ...
06/05/2026

د ویاړ او خوښۍ زیری!
په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره اعلان کوو چې زمونږ د پوهنځي پنځه تنه وړ او تکړه فارغین د هېواد په معتبرو پوهنتونونو (کابل او افغان نړيوال) کې د کمپیوټر ساینس د ماسټرۍ پروګرامونو ته بریالي شوي دي.
چې دا زمونږ د پوهنځي لپاره لوی علمي افتخار بلل کېږي.
مونږ خپلو ګرانو فارغینو ته د زړه له کومې مبارکي وایو، د لا زیاتو بریاوو او پرمختګونو هیله ورته لرو، او باور لرو چې دوی به د علم، څېړنې او نوښت په ډګر کې لا زیاتې لاسته راوړنې ولري.
همدارنګه، دا بریا د ټولو استادانو، محصلینو او د پوهنځي د ادارې ګډه لاسته راوړنه ده. راځئ چې په ګډه د علم او پرمختګ دا لړۍ نوره هم پیاوړې کړو.
بریا مو مبارک شه! تل وځلېږئ!
#ویاړ #بریا

تيره ورځ زمونږ  پوهنځي لپاره یو مهم او ګټور علمي پروګرام ترسره شو، چې پکې پنځوس(50)  تنو څخه زيات  محصلینو د پوهنځي په ت...
22/04/2026

تيره ورځ زمونږ پوهنځي لپاره یو مهم او ګټور علمي پروګرام ترسره شو، چې پکې پنځوس(50) تنو څخه زيات محصلینو د پوهنځي په تالار کې د آسيا د نړيوالو خدمتونو مؤسسې(CWSA) له خوا په يوه ورځني روزنيز ورکشاپ کې ګډون وکړ. دا ورکشاپ چې د QGIS او د ناورين د خطر د کمولو په موضوعاتو تمرکز درلود، د محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو او عملي مهارتونو پياوړتیا لپاره ډېر ارزښتناک تمام شو.
موږ د آسيا د نړيوالو خدمتونو مؤسسې له محترمو همکارانو څخه د زړه له کومې مننه او قدرداني کوو، چې زموږ د محصلینو د علمي پرمختګ لپاره يې دا مهم فرصت برابر کړ. د دوی مسلکيتوب، عملي تمرینونو، او د موضوعاتو روښانه تشریح د دې سبب شوه چې ګډونوالو ته موضوع په ښه ډول درک شي او عملي ګټه ترې واخلي.
بې له شکه، دا ډول ورکشاپونه د محصلینو د مسلکي ودې، د نويو ټکنالوژيو سره د بلدتيا، او د ټولنې د مهمو ستونزو لکه د ناورين د خطر کمولو په برخه کې د پوهاوي د لوړولو لپاره ډېر مهم دي. هیله لرو چې په راتلونکې کې هم دا ډول علمي او روزنيز پروګرامونه دوام ومومي او زموږ محصلین ترې لا زياته ګټه واخلي.
په پای کې یو ځل بیا د يادې مؤسسې له هڅو او همکارۍ څخه مننه کوو او دا ورکشاپ یو بريالی او ارزښتناک ګام بولو.
شې شنبه، ذی القعده، ۴مه، ۱۴۴۷ هــ . ق مطابق ۱۴۰۵/۲/۱
#ورکشاپ
#تعلیم
#محصلین
#پوهنځی






#روزنه

#همکاري
#ځوانان
#پوهه




د پوهنځي برحاله محصلینو ته ضروري خبرتيا!دا چې تاسې ټول محصلین خبر ياست چې د کوچني اختر رخصتۍ ختمې شوي دي او تدریس به  سر...
22/03/2026

د پوهنځي برحاله محصلینو ته ضروري خبرتيا!
دا چې تاسې ټول محصلین خبر ياست چې د کوچني اختر رخصتۍ ختمې شوي دي او تدریس به سره د سبا دوشنبې ورځ ( دريم، حمل ۱۴۰۵ ) څخه د ورکړل شوي مهالوېش مطابق جريان لري. ټول محصلین باید خپل درسي مهالویش ته په کتو سره په ټاکلي وخت ټولګیو ته حاضر شي.
د زده کړو کیفیت ته ژمنتیا زموږ لومړیتوب دی، نو له ټولو محصلینو څخه هیله لرو چې د درسونو دوام، حاضري، او اکاډمیک فعالیتونو ته جدي پاملرنه وکړي.
#دپوهنځي # #دنشراتوکمیټه #

Address

Asadabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Faculty of Computer Science-Kunar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Faculty of Computer Science-Kunar:

Shortcuts

Share