ودان افغانستان Wadan Afghanistan

ودان افغانستان Wadan Afghanistan Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ودان افغانستان Wadan Afghanistan, Information Technology Company, Kunar asadabad, Asadabad.

11/03/2026
۱۵۰ اړینې منډې د رحمت شاه له لوري او ور سره بهترین لوبیږي حشمت الله شاهدي  په ۷۷ منډېدواړو اتلانو تر دې مهاله ۲۰۸ منډې م...
28/12/2024

۱۵۰ اړینې منډې د رحمت شاه له لوري
او ور سره بهترین لوبیږي حشمت الله شاهدي په ۷۷ منډې
دواړو اتلانو تر دې مهاله ۲۰۸ منډې ملګرتیا کړې او لا هم توپوهنه کوي 👏👏👏

ته پښتون یې، ته تاجک یې، ...؛ ته د شمال یی، ته د ختیځ یی....؛  ته د کنړی یې، ته کندهاری یې،ته پنجشیری یې ...؛ ته وهابي ی...
25/05/2024

ته پښتون یې، ته تاجک یې، ...؛ ته د شمال یی، ته د ختیځ یی....؛ ته د کنړی یې، ته کندهاری یې،ته پنجشیری یې ...؛ ته وهابي یې، ته حنفي یې ...او همداسې بې شماره کیسې شته، چې نتیجه یې دغه ګلالۍ او دې ته ورته په زرګونو سپین ږیرې ماشومان او زنانه دي چې په پردیو وطنونو کې بې عزته شول؛ او که څوک په کور دننه پاتې هم دي، چندان ژوند نه لري؛ نو کیسه دا ده چې دغسې پيښو په لیدو باید خفه نه شو ځکه چې تر ډیره زموږ د خپله لاسه دي؛ تر څو چې یو ملت شوی نه یو او دا تعصبات او بې ځایه او مفتې کیسې مو پریښې نه وي نو داسې او له دې لا زړه دردونکې به وینو خو څه به نه شو کولی
د چا نه دې د سوې لوپټې پوښتنه وکـــړم؟
په دې جنګ کې خو لاس د خپل افغان دى کابلۍ

هر لیکل شوی کتاب د دې ارزښت لري چې یو ځل و لوستل شي ! دا ژوند داسې دی چې کله دوست وي او کله دوښمن شي، ځینې شیبې به یې تا...
23/04/2024

هر لیکل شوی کتاب د دې ارزښت لري چې یو ځل و لوستل شي !
دا ژوند داسې دی چې کله دوست وي او کله دوښمن شي، ځینې شیبې به یې تا خوشحاله کړي خو ځینې وخت به دې زړه در مات کړي او له ژوند به مرګ ته خوشحاله یې، په ژوند کې په بېلا بېلو وختونو کې به مجبور یې متنوع پریکړې وکړې ځکه ژوند دی او ورته اړتیا به وي خو باید سمه پریکړه وکړې، کله چې ځوان شې نو نور باید د کورنۍ د اوږو بوج نه شې نو باید یو سم کار او یا یوه دنده او مسلک و ټاکې خو باید غوره یې و ټاکې، هر کار ته په خپل ژوند کې نه شې تجربه کولی باید ځینې له نورو زده کړې خو له چا ! ؟... بلکل ځینې وخت درته ژوند دوښمن کیږي خو دا چې څنګه له دوښمن نه دوست جوړ کړو دا به درته ښه دوست مشوره در کوي او هغه کتاب دی
ځینې وخت به خوشحال یې خو ځینې وخت به درته ژوند زهر وي دغو دواړو حالاتو کې دې ملګرتیا کوي نو کتاب مه هیروه
په ژوند کې که هره پریکړه کوی نو باید سمه پریکړه وکړی او دا چې سمه پریکړه مالوموې نو د کتاب ملګرتیا ته اړ یې
که کار او روزګار شروع کوې نو باید سم لوری درته کتاب و ښایې
هر کار که موږ په خپل ژوند کې تجربه کوو او بیا راته د سم او بد کار پایله مالومیږي او بد یې پریږدو او سم یی عملي کوو نو؛ واوره دا ژوند دومره اوږد نه دی چې موږ ته دې په کې هر کار تر سره کړو که تر سره کوو یې نو ټول ژوند به مو تېر وي او موږ به ډیر کم یا هیڅ کار هم نه وي کړی نو مجبور یو ځینې تجربې له نورو واخلو خو له سم ادرسه نو واوره سم ادرس بیا هم کتاب دی
هر کتاب له ځان سره ډیر څه لري چې موږ و روزي:
اول خو د کتاب منځپانګه ده چې زموږ لپاره ګټوره ده که نه وي د جملو، کلماتو او عبارت سره مو اشنا کوي او لږ تر لږه د بل ښه کتاب د لوستلو حوصله را کوي نو هیڅ کتاب ستا لپاره بې فایدې نه دی او هر لیکل شوی کتاب په دې ارزي چې یو ځل ولوستل شي .
د کتاب نړیواله ورځ مو مبارک
د تورو ټکو په نشې را اوړېدلی یمه
ممتازه خوب به څنګه راشي د کتاب نه بغیر!؟

لیکنه: هدایت ساپی

Address

Kunar Asadabad
Asadabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ودان افغانستان Wadan Afghanistan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share