08/08/2026
خبرتیا
د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست
د کمپیوټر زده کړو ټولو مینهوالو ته خبر ورکول کېږي چې د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر زده کړی (۲۶مې) دورې لپاره د ۱۴۰۵ کال د اسد میاشتې له لومړۍ (۱) نېټې څخه د اسد میاشتې تر پایه پورې د نویو زدهکوونکو نوملیکنه پیلوي.
ټول علاقهمندان کولای شي د اسد میاشتې تر پایه پورې له دی فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره په دې ښوونیز پروګرام کې ګډون وکړي.
د شپږ (۶) میاشتو بشپړ تدریس فیس یوازې ۱۰۰۰ افغانۍ دی.
د کورس له بشپړېدو وروسته ګډونوالو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري رسمي سند (Certificate) ورکول کېږي.
د نوملیکنې وخت:
هره ورځ د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د مازیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې.
د نوملیکنې ځای:
د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست انګړ.
د اړیکو شمېرې:
📞 0765656977
📞 0706262174
📞 0744545685
📞 0770910096
📞 0771143630