12/03/2026
عمرو بن الجموح رضی الله عنه
مدینه هغه وخت د ایمان ښار و، خو هر ایمان په یوه شېبه کې ناڅاپه هر زړه ته نه ننوځې
ځینې زړونه ورو ورو نرمېږي، لکه وچه خاوره چې باران ته انتظار باسي
عمرو بن الجموح د بنی سلمه له مشرانو څخه و. شتمن و، دروند و، خو په خپل کور کې یې یو بت درلود چې «مناة» به یې ورته ویل
هر سهار به یې هغه پاکاوه، خوشبويي به یې ورباندې شیندله، او په احترام به یې مخې ته درېده
خو په همدې کور کې، د هغه زامن — معاذ، معوّذ او خلاد رض اسلام منلی و
هغوی د بدر په لور روان ځوانان وو، او زړونه یې د توحید له رڼا ډک و
خو پلار یې لا د تیږې بت مخې ته ټیټ و
یو ماښام، زامنو یې پټ مشوره وکړه.
هغوی ونه غوښتل چې له پلار سره جګړه وکړي؛ هغوی غوښتل چې هغه پوه شي.
د شپې په تیارو کې، هغوی «مناة» راواخیست، او د مدینې یوې کثافاتو کندې ته یې وغورځاوه
سهار چې عمرو پاڅېد، بت یې نه و
ښار یې ولټاوه، تر دې چې هغه یې په خټو او چټلیو کې وموند. له خټو یی راوایست، بت یی ومینځه ، بېرته یې خپل ځای کې کېښود
ویې ویل: هر چا چې
دا کار کړی وي، سخت به پښېمانه شي
خو دا یوازې پیل و
دویمه شپه، بیا هماغه کار وشو
دا ځل زامنو یې بت له یوې مړې سپي سره وتړه او کندې ته یې واچوه.
عمرو چې دا منظر ولید،
ودرید. د تیږې خدای، چې ده یې کلونه درناوی کړی و، اوس د سپي ترڅنګ پروت و
هغه شیبه د فکر وه
هغه بت راواخیست، کور ته یې راوړ، خو دا ځل یې ورسره خبرې وکړې
که ته رښتیا خدای یې، نو له ځان دفاع وکړه
شپه تېره شوه. سهار بت بیا په کندې کې و
دا ځل عمرو خاموش و. نه یې چیغه کړه، نه یې ګواښ وکړ. یوازې یې په زړۀ کې پوښتنه راپورته شوه
که دا خدای وي، ولې نه شي کولای خپل ځان وژغوري؟
همدلته د هغه ایمان پیل شو
هغه رسول الله ﷺ ته ولاړ. قرآن یې واورېد. د توحید خبره یې واورېده. دا خبرې نور احساسات نه وو — دا د عقل خبره وه
عمرو بن الجموح اسلام ومانه
خو ازموینه لا پاتې وه
هغه ګوډ و. یوه پښه یې نه وه. کله چې د احد جګړه اعلان شوه، زامنو یې ورته وویل
پلاره، الله ج دی تا معاف کړی. ته عذر لرې. موږ ځو
خو عمرو دا ونه منله. هغه وویل
زه جنت غواړم. زه غواړم چې په همدې ګوډې پښې جنت ته ولاړ شم
زامنو یې هڅه وکړه چې هغه منع کړي. حتی رسول الله ﷺ ته ولاړل او ویې ویل
یا رسول الله، زموږ پلار معیوب دی
رسول الله ﷺ وفرمایل
الله هغه معاف کړی
خو عمرو وویل
زه نه غواړم معاف شم. زه غواړم برخه واخلم
دا جمله عجیبه ده. ډېری خلک د معافۍ لټه کوي؛ هغه د ازموینې غوښتنه کوله
په احد کې، عمرو بن الجموح په توره او شهامت ولاړ و. هغه معیوب و، خو شاته نه شو. هغه جګړه وکړه تر دې چې شهید شو
کله چې جګړه پای ته ورسېده، رسول الله ﷺ د هغه جسد ته ودرېد. ویې فرمایل
ګویا زه هغه وینم چې په جنت کې په خپلې روغې پښې روان دی
دا هغه انسان وه چې دنیا کې معیوب وه، خو آخرت یی سم شو
عمرو بن الجموح موږ ته دا را زده کوي چې ځینې وخت انسان له شک څخه ایمان ته راځي، او له عذر څخه قربانۍ ته. هغه چې یو وخت د تیږې مخې ته ټیټ و، وروسته د الله په لار کې ټوټه ټوټه شو
طبقات ابن سعد د هغه کیسه په لنډو روایتونو کې راوړي، خو که څوک فکر وکړي، دا یوازې د یوه سړي د بدلون کیسه نه ده. دا د دې ثبوت دی چې ایمان کله کله د استهزا، فکر، ماتېدو او بیا جوړېدو له لارې راځي
هغه معیوب و خو د تاریخ پاڼې د هغه د شهامت کیسې نړۍ ته بیانوی