02/05/2026
زما نه مخکې ته وې خو چې ستا نه مخکې څه وو؟
نو جوړه چې دنيا نه وه دنيا نه مخکې څه وو؟
-
يو څو سوالونه داسې چې سوالونه ترې جوړېږې
دا تا ته چې ريښتيا دي دې ريښتيا نه مخکې څه وو؟
-
دا ډېر خلک غلط وه که دا لږ خلک غلط وو
دا اوس چې رڼا راغله دې رڼا نه مخکې څه وو؟
-
تا ولې بې قيمته کړه د سر سوری يې ورک شو
ادمه په ژوندون مې د حوا نه مخکې څه وو؟
-
ددې دور ماشوم يم د بلا نه نه يريږم
بې بې په دې مې پوه کړه د بلا نه مخکې څه وو؟
-
تا هسې زه بدنام کړمه په پوخ ايمان کافر شوم
ما دومره قدرې ويل چې ابتدا نه مخکې څه وو؟
-
دا اوس چې پسي ټول خلک ولاړ دی او خاموش دی
دانشه په مذهب کې د ملا نه مخکې څه وو؟