05/09/2026
*ناول : وينه څښونکۍ*
`ليکوال : تيم ( اوروک)`
`ژباړن : خواجه زی`
*نشروونڪی : پرمختګ فکر*
`بـــرخـــه : شپږمه 6`
https://whatsapp.com/channel/0029Valt5vH9mrGf5gtz4H0v/8518
🧛🦇🦇🧛
۞ بِسْـــــــــــــــــــــــمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۞
...
خپل د کالو ګریوان مې سم کړ او سر مې وښوراوه. راته معلومه نه وه چې واقعاً تیاره یم که نه؟ ما مخکې هم په نظامي ښوونځي کې څو مړي لیدلي وو، د خپل ملګري ټام هینډرسن سره د ځینو پلټنو پر مهال، خو خوشبختانه په هغه مړو کې هېڅکله د کوم ماشوم مړی نه و.
...
زاړه خاطرات او خبرې مې له ذهنه وویستې او د لوک پسې روانه شوم. د ونو له مېنځه تېرېدو او د فارم بلې خوا ته روان وو. ځمکه لمده وه، بوټونه مې په خټو کې بندېدل او چړپ،چړپ غږ یې جوړاوه. ناڅاپه پښې مې په خټو کې بند شول، داسې چې فکر مې کاوه پرته د بوټو ایستلو نشم کولای پښې مې د هغه خټو څخه راوباسم، چې لوک لاس راوغځاوه د اوږي ونیولم او له خټو یې راویستم او تر فارم پورې یې راسره مرسته وکړه.
د ونو تر سیوري لاندې روان وو. د ونو ګڼ پاڼو د باران مخه نیولې وه، چې پر موږ و وریږی، د لوک د ګروپ رڼا یوازې د پښو مخې ته لاره روښانه کولای شول. دومره عجیب چوپتیا شاوخوا ښوره وه چې ما خپل د زړه درزا لا واضح اوریدلی شول. لوک ګامونه چټک کړل او نیم نظر یې شاته زما خواته راواچو او ویې ویل: هلته دی، هغه ځای.
ما هم خپل تګ تیز کړ او شاته یې ورسیدم. یو جسم مې ولید چې د ونو لاندې پر شا پروت و. له لرې داسې ښکارېده لکه د جامو یوه ټوټه چې وي، خو چې نږدې شوم، پوه شوم چې د یو کوچني هلک مړی دی. پتلون او دریشي یې اغوستي وو، د مخ له خوا یې جامې شلېدلې وې. لوک د ګروپ رڼا د هغه پر بدن واچوله. مخ یې سپین او پړسیدلی و، خو تر ټولو بد شی د هغه خلاصې او وېرېدلې سترګي وی، ما له دې مخکې هېڅکله داسې وېره د کوم انسان په سترګو کې نه وه لیدلې. بلخصوص د مرګ وروسته.
د هغه داسی خلاص او وېرېدلې نظر زړه کې وحشت راواچو، اخر دا څنګه موجود دی چې دا ماشوم هلک یې داسي حال ته رسولې چې د مرګ وروسته یې لا سترګو کې ډار او وحشت ښکاری!
لوک ټیټ شو په یوه زنګون د مړې مخ ته کښېناست. د هغه په کښېناستو زما د لیدو لاره بنده شوه، داسې ښکارېده لکه جسد چې معاینه کوي.
لوک- هو، سم خبر یې راکړی دا هنري بلیک دی.
زه هم ورسره څنګ ته کښېناستم او ومې پوښتل: څنګه دی وپیژندی؟
لوک- دا کوچني ښار دی، دومره نفوس نه لری نو پیژندل یې اسانه دی، البته ما یو ځل مخکې هم دا ماشوم لیدلي و ډېر شوخ ماشوم و، ډبرې ویشتل او خلکو ته یې مزاحمت کاوه(بیا یې اوږه پورته واچول او زیاته یې کړه: بس، همدومره یې پیژنم.
زه هم ټیټه شوم. او ښه په توجه مې د هنري خواته وکتل، او تازه هغه وخت مې د هغه د غاړې زخم ته پام شو. د زنې له لاندې تر سینې پورې یې غوښه څېرې شوې وه، او د بدن له هغې برخې څخه یې د غوښې ټوټې ایستل شوې وې.لاسونه مې خولې ته ونیول او یو څو ګامه شاته لاړم. په سختۍ مې هڅه کوله چې کانګې ونه کړم، په ځانګړي ډول د لوک مخې ته.
لوک راوکتل.
— ښه یې؟
د هغه په سترګو کې اندېښنه ښکاره وه.
- ه ..هو ښه یم.
په سختۍ مې د خولې لاړې تېرې کړې. ستونی مې سوځېده.
لوک خپل لاس زما پر ملا کېښود. او په آرامه یې وویل: که غواړې، لږ کېنه او ..
د هغه لاس مې خپل د ملا څخه لرې کړ، سم ودرېدم او هڅه مې وکړه ځان ارام وښیم. بیا مې مړي ته وکتل او ومې ویل: فکر کوم شاوخوا درې ورځې مخکې مړ شوی دی.
هڅه مې وکړل د یوه پولیس افسر په شان خبرې وکړم، نه د یو احساساتي او ډارنې انجلۍ په شان.
لوک راوکتل او ویې ویل: له کومه پوهه شوې؟
د هغه د غږ له انداز داسې معلومېده لکه غواړي چې ووایي: ته له کوم خوا په دې تحقیقاتو پوهیږی؟ ته تازه پرون د نظامي ښوونځي څخه فارغه شوی یې.
ما د هلک پر لاسونو او پښو هغه ژېړو پړسوبونو ته اشاره وکړه او ومې ویل: دا پړسوبونه وینې؟
لوک- هو، نو څه؟
— بدن ته یې وګوره، بدن یې هم پړسېدلی دی.
لوک- هو، ښکاری نو څه؟
د هلک مخ ته مې اشاره وکړه او ومې ویل: او دا مایع چې له خولې، پوزې او غوږونو څخه یې راوتلې، دا وینې؟
لوک- خبره دي وکړه څه ویل غواړی؟
- دا هغه نښې دي چې عموماً د مرګ درې ورځې وروسته ښکاره کېږي. البته زه دلته نوی راغلې یم، خو دا هر څه په دې هم اړه لري چې هوا څومره ګرمه وي.
لوک وپوښتل: د هوا له ګرمۍ سره نو څه کار لری؟
- د مړي پړسېدل او د بدن نور بدلونونه د چاپېریال له تودوخې سره تړاو لري. څومره چې هوا ګرمه وي، همدومره دا بهیر چټکېږي.
لوک موسکی شو او ویې ویل: دا شیان دې له کومه زده کړي؟
- پلار مې د عدلي طب متخصص وو.
لوک- وو؟
- هو، سرطان یې درلود. څه موده مخکې وفات شو.
زما په دی خبره د هغه له څېرې څخه موسکا ورکه شوه. او په خپه لهجه یې وویل: خواشینی شوم چې دا مې واورېدل.
- زه هم.
یو څو شېبې مو د هلک مړي ته وکتل. بیا مې وویل: پلار مې تل د مړو او جنازو په اړه عجیبې خبرې راته کولې. ځینې یې ویرونکې او د کرکې وړ وې، خو بیا هم ما ته ډېرې په زړه پورې ښکارېدې.
بله برخه بيا....له موږ سره اوسئ مننه
◦•●◉✿A❤️A✿◉●•◦
`زما د وټساپ چینل درسره فالو follow کړئ. مننه`
`چینل لینک :!`
https://whatsapp.com/channel/0029Valt5vH9mrGf5gtz4H0v
#رومان