د بــــريا راز

د بــــريا راز په دې پاڼه کې به تاسو ومومی: د اروا پوهنې خبرې، هڅونکې ويډيوګانې او مثبت فکرونه چې ژوند بدلوي.

17/05/2026

څنګه به خلک وپېژنو:
۱. د انسان حالت او سټایل د هغه له بوټانو څخه څرګندېږي.
۲. نظم او پاکوالی یې د نوکانو له حالت څخه معلومېږي.
۳. د انسان شالید او تربیه د هغه د ناستې له طرز څخه ښکاري.
۴. نیتونه او احساسات یې د سترګو له لیدلو څرګندېږي.
۵. شخصیت یې د خندا له ډول څخه معلومېږي.
۶. اعتماد او باور یې د تګ له انداز څخه ښکاري.
۷. که غواړې په ډير څه پوهه شي نو ای ډي فالو کړه.







08/05/2026

خبرې واورئ، او سر په خلاص کړئ.
۱. په هغه چا مه غصه کېږئ چې خواړه خوري يعني د ډوډۍ خوړلو په وخت کې:
دا د ادب او درناوي خلاف ګڼل کار کېږي او سړی لږ خر ښکاريږي.

۲. که د چا مېلمه یې او خواړه درته راواخلي ، و یې خوره:
حتی که لږ هم وخورې، دا د احترام نښه ده.

۳. که د غره په منځ کې کوم دوکان ووینې:
ښه ده چې هلته هېڅ شی وانخلي.

۴. که ستا مور او پلار اجازه نه درکوي چې کوم ځای ته ولاړ شې:
دوه ځله فکر وکړه، ځکه د هغوی احساس اکثره تر موږ قوي وي.

۵. د چا په نیمګړتیاوو ټوکې مه کوه:
ته نه پوهېږې چې هغوی څومره هڅه کوي چې ځان ومني.
۶. که ته موږ دا ای ډي نه کړې (follow نه کړې):
کېدای شي بیا هېڅکله موږ سره مخ نه شو، نور ستا خوښه.

06/05/2026

خپل ځانونه قيمتي کړئ.
د ځان ارزښت مو لوړ کړئ، حتما يو مسلک زده کړئ، دغسي که يو بوتل له سادو اوبو ډک وي، نو تر هغه بوتل ډير ښه دی چې تش وي.

نو که ته ځوان يې، ښه ځواني لري، زور لري، او کوم مسلک دي نه دی زده، نو ستا مثال د هغه تش بوتل دی، چې له کړپي او شور بغير د بلي ګټې نه دی، او باد يې هرې خواته په اسانۍ ګيلوي.

نو زه درته وايم، ستا د غټ پرتوګ، ښايسته کالو، غټ پيکي، او ښايست ته هيڅوک اړتيا نه لري، بلکې ستا مسلک او کار ته بيا هر څوک يو وخت نه يو وخت اړکيږي.
د ځان د عزت په خاطر بايد يو داسي مسلک زده کړې، چې پيسې په وګټې، په پيسو کور، د کور کشران، او ژوند کنټرول کړي، کنه بيا دي نور خلک کنټرولوي.
د نارينه لپاره رنګ او ښايست هيڅ اړين نه دی، خو وړتيا بيا د هر نارينه لپاره اړينه ده.
اوس ته په کمينټ کې په وياړ سره وليکه چې ستا مسلک څه شی دی.؟
پيسې دي له کومي خوا دي؟

او بله واوره، که د ژوند درسونه خوښوی زما ای ډي هم فالو کړه.

03/05/2026

د ژوند يو څو حقيقتونه واورئ:
د مور او پلار کور تل د اولاد کور وي،
خو د اولاد کور تل د مور او پلار نه وي.
د مور او پلار پیسې تل د خپلو اولادونو پيسې وي،
خو د اولاد پیسې تل د مور او پلار نه وي .
د مور او پلار شتمني خامخا د اولادونو له خوا سره ويشل کېږي،
خو د اولاد شتمني تل له مور او پلار سره نه شریکه کېږي.
نو تر هغه چې کولی شئ، له خپلو مور او پلار سره مو مینه وکړئ،
ځکه په دې نړۍ کې د مور او پلار له مینې څخه رښتینې مینه نشته.
که مو مور او پلار ژوندي وي په کمينټ کې يو زړه پريږدی!
او که د ژوند درسونه خوښوی ای ډی فالو کړی🥰

01/05/2026

څنګه به د چا په ذهن پوهيږو:
لومړی: هغه څوک چې ډېرې خبرې کوي، ډېر وخت کمزوری ذهن لري.
دوهم: هغه څوک چې تل ټوکې کوي، ډېر وخت تر ټولو خطرناک وي.
درېیم: هغه خلک چې د سترګو تماس څخه ځان ساتي، اکثره څه پټوي.
څلورم: هغه خلک چې ښایسته کالي اغوندي، اکثره د پام غوښتونکي وي او غواړي د توجه مرکز وي.
پنځم: هغه خلک چې ناڅاپه په خبرو کې چوپ شي، اکثره تر هغه ډېر فکر کوي چې ښکاره کوي.

30/04/2026

کله سې ته یو لاسي ګاډی د واښو پر سر چلوي، نو ټاير یې ټوپونه وهي او نږدې وي سې چپه سي. خو که هماغه لاره بیا بیا وکاروې، واښه ورو ورو تخته کيږي. که دا کار ته دوام ورکړې، نو ټاير په خاوره کې یوه لاره جوړوي. د وخت په تېرېدو سره، ټاير په هماغه لار کې سمه نالۍ جوړوي. دا نالۍ دومره غاريږي چې بلې لارې ته د ګاډۍ تلل ستونزمن کړي، ځکه ټاير بېرته هماغه نالی ته راښکته کېږي.

ستاسو دماغ هم همداسې کار کوي. د لومړي ځل لپاره سې ته د بې‌ ديغت له امله خپل تلیفون ګورې، ته فقط ساتيری کوې. خو که دا کار ډېر تکرار کړې، نو ته به ځان داسې کړې سې بې‌اختیاره به هر وخت تلیفون ته ګورې—یعنې په هماغه عادت کې بند پاتې کېږې سې تا خپله جوړ کړی دی.





28/04/2026

پنځه ډوله خلک چې باید ترې ځان وساتې:
۱. له هغو خلکو ځان وساته چې خپل چلند د خلکو په غياب کې بدلوي يعنې مخامخ يو ډول شاته بل ډول.

۲. په هغه چا باور مه کوه چې تل وایي: "پر ما باور وکړه"، ځکه ریښتینی باور خبرو ته اړتیا نه لري.

۳. په هغه چا باور مه کوه چې تل د نورو بد وایي؛ هغوی ستا بد هم وايې هغه وخت چې ته موجود نه يې.

۴. له هغو خلکو ځان وساته چې راز نه شي ساتلی؛ هغوی به ستا راز د توجه لپاره خرڅ کړي.

۵. له هغو کسانو ځان وساته چې تل ځان قرباني او نور ملامت بولي؛ ډېری وخت همدوی پټ مجرمان وي.

27/04/2026

له پنده ډکه کيسه، وايې ورئ، او سر په خلاص کړئ، د ملګرو په انتخاب کې دقيق اوسئ.

21/04/2026

له دې جالبې هم خبر شئ🥴

که چیرې په اټکلي توګه د افغانستان نفوس ۴۰ میلونه حساب کړو؛
نو شل میلونه ښځې کیږي شل میلونه نران
په شل میلونه نرانو کې لس میلونه ماشومان حساب که
باقي لس میلونه لویان دي؛
په لسو میلونو کې که پنځه میلونه روغ وي خو نور باقي پنځه میلونه یې نسواریان دي؛
هر ورځ کم تر کمه یوه خالته نسوار اچوي
چې یوه خالته زما په فکر په لس روپۍ ده
نو پنځه میلونه خلک چې یوه یوه خالته نسوار واچوی
د ورځي پنځوس میلونه افغانۍ کیږي چې د یو کال تقریبا اتلس میلیارده او پنځه ویشت میلونه افغانۍ کیږي۱۸۲۵۰۰۰۰۰۰
چې په ډالرو یې واړوي څه د پاسه ۲۶۸۰۰۰۰۰۰ دوه سوه اته شپیته میلونه ډالر کیږي.
په دوه سوه اته شپیته میلونه ډالره د بریښنا داسې بند جوړیدلی شي ؛چې د افغانستان لس ولایتونو ته بريښنا ورکوي.
خو زموږ خلک د کال ۲۶۸میلونه ډالر په نسوارو ورکوي.

له هوښیارو دوستانو سره یې شریک کړئ.

#نسوار #اقتصاد #افغانستان #روغتیا #سپما #ځوانان #برېښنا #مصرف

21/04/2026

دا ټولنيز اصول ضرور زده او عملي کړئ، که يې عملي نه کړئ سړی سخت بد په ښکاري.

اول ۱: د بل چا وتليفون ته سر مه ګورئ، سر څک څک مه کوئ.

دوهم ۲: هېڅکله له چا څخه مه پوښتئ چې د واده دي ډير وخت کيږي، نو ماشومان ولي نه لري.

دريم ۳: د شپې له ۹ بجو وروسته له ضرور کار بغير چاته زنګ مه وهئ.

څلورم ۴: پور اخیستل شوي شیان په هماغه یا تر هغه په ښه حالت کې بېرته ورکړئ.

پنځم ۵: د چا په وزن تبصره مه کوئ، څوند چاغ يا ډنګر يې.

شپږم ۶: که یو کس تليفون د يوه عکس کتلو لپاره درکړي، ته نو نور مه پکښې ګرزه.

اوم ۷: په تليفون کې داسي شی مه پريږده چې په شرميږي.







Address

Zabul
Qalat

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د بــــريا راز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share