Sihan Skills

Sihan Skills 📲 د موبایل او Ai زده کړې او ګټور اپلیکیشنونه
په پښتو ژبه
📍 هلمند، لښکرګاه

🤖 نن د AI نړۍ یو مهم خبر!OpenAI د GPT-6 کورنۍ دوه نوي ماډلونه معرفي کړل:⚡ GPT-6 Sol — د قوي او پېچلو کارونو لپاره🚀 GPT-6...
26/09/2026

🤖 نن د AI نړۍ یو مهم خبر!
OpenAI د GPT-6 کورنۍ دوه نوي ماډلونه معرفي کړل:
⚡ GPT-6 Sol — د قوي او پېچلو کارونو لپاره
🚀 GPT-6 Luna — چټک او ارزانه ماډل
📌 مهم: دواړه ماډلونه لا د ChatGPT عادي چټ ته نه دي راغلي او لاسرسی یې محدود دی.

📸 له خپل عادي عکس څخه د اسنادو مسلکي عکس جوړ کړئ!د ChatGPT په مرسته کولی شئ خپل عادي عکس په څو شېبو کې د اسنادو مناسب او...
20/09/2026

📸 له خپل عادي عکس څخه د اسنادو مسلکي عکس جوړ کړئ!
د ChatGPT په مرسته کولی شئ خپل عادي عکس په څو شېبو کې د اسنادو مناسب او مسلکي عکس ته واړوئ. 🤩📄
👇 اړوند پرامپټ مې په کمینټ کې درسره شریک کړی دی.
که ګټور و، پوسټ لایک او له ملګرو سره یې شریک کړئ. ❤️

📚 له Text To Handwriting سره متن په لاس‌لیک بدل کړئ! ✍️دا ویب‌سایټ ستاسې عادي لیکنه په داسې بڼه بدلوي، لکه په لاس چې په ...
16/09/2026

📚 له Text To Handwriting سره متن په لاس‌لیک بدل کړئ! ✍️

دا ویب‌سایټ ستاسې عادي لیکنه په داسې بڼه بدلوي، لکه په لاس چې په کتابچه لیکل شوې وي. 😍

یوازې خپله لیکنه ورکړئ، د لاس‌لیک بڼه وټاکئ او خپله ښکلې پاڼه جوړه کړئ.

🔗 ویب‌سایټ: TextToHandwriting.com
💡 د زده‌کړې، نوټونو او ښکلو لیکنو لپاره ګټور وسیله ده.

13/09/2026

📱 په خپل موبایل کې داسې ډېر پټ او ګټور امکانات شته چې ښايي تر اوسه مو نه وي پېژندلي. 🔥

📱 Technology brings something new every day! 🚀Get the latest, useful, and interesting technology updates with Asadullah ...
10/09/2026

📱 Technology brings something new every day! 🚀
Get the latest, useful, and interesting technology updates with Asadullah Sihan. 💡
👉 Follow our page now, share this post with your friends, and don’t miss out on the latest technology updates! 🔥

07/09/2026



















📸 خپل زاړه عکسونه په HD کیفیت جوړ کړئ! 🤯🔥چټ‌جي‌پي‌ټي ته لاړ شئ او یوازې Colourenhance ولیکئ؛ستاسو پخوانی او کم‌کیفیته عک...
06/09/2026

📸 خپل زاړه عکسونه په HD کیفیت جوړ کړئ! 🤯🔥
چټ‌جي‌پي‌ټي ته لاړ شئ او یوازې Colourenhance ولیکئ؛
ستاسو پخوانی او کم‌کیفیته عکس به درته په HD کیفیت کې روښانه او ښکلی جوړ کړي! ✨
🤩 یو ځل یې حتماً امتحان کړئ!

افغانستان بانک:په هېواد کې شاوخوا ۳۵۰ د پیسو ایستلو اتومات ماشینونه (ای‌ټي‌اېم) فعال دي او د دغو ماشینونو د شمېر زیاتولو...
05/09/2026

افغانستان بانک:

په هېواد کې شاوخوا ۳۵۰ د پیسو ایستلو اتومات ماشینونه (ای‌ټي‌اېم) فعال دي او د دغو ماشینونو د شمېر زیاتولو هڅې روانې دي.

🚨 انډرایډ موبایلونو ته ۵ داسې نوي امکانات راغلل چې شاید لا مو نه وي لیدلي! 🤯📱ګوګل د سپتمبر میاشتنی انډرایډ ډراپ په رسمي ...
05/09/2026

🚨 انډرایډ موبایلونو ته ۵ داسې نوي امکانات راغلل چې شاید لا مو نه وي لیدلي! 🤯📱

ګوګل د سپتمبر میاشتنی انډرایډ ډراپ په رسمي ډول خپور کړ، او پکې یې داسې جالب امکانات اضافه کړي چې د موبایل کارول به لا هوښیار او اسانه کړي! 🔥

راځئ وګورو چې څه نوي راغلي دي 👇

1️⃣ 🚗 موشن اسسټ (Motion Assist)
په موټر کې د موبایل کارولو پر مهال مو سر ګرځي؟ 🤢
دا ځانګړنه پر سکرین ځانګړې خوځنده نښې ښيي، څو د موټر د حرکت له امله د سرګرځېدو احساس کمولو کې مرسته وکړي.

2️⃣ 👀 ګایډډ ویژن (Guided Vision)
اوس جیمینای لایو (Gemini Live) کولی شي د موبایل کامرې له لارې ستا شاوخوا شیان وویني او په غږ یې درته تشریح کړي! 🤯🎥

3️⃣ 🧠 جیمینای ستا شیان یادوي!
مثلاً ورته ووایه:
👉 «جیمینای، زما پاسپورټ په دې المارۍ کې دی، یاد یې وساته.»

وروسته چې پاسپورټ درته پکار شي، جیمینای کولی شي د هغه د ځای په موندلو کې درسره مرسته وکړي. 😳🔥

4️⃣ 📝 ګوګل میسجز + ګوګل کیپ
اوس کولی شئ د ګوګل میسجز له لارې د ګوګل کیپ یادښتونه له یو بل سره په ګډه ایډیټ کړئ. 👥

5️⃣ 🎨 د میسجز شخصي بڼې
ستاسې چټونه نور یوازې عادي پیغامونه نه دي! 😍
اوس کولی شئ د خپلو خبرو لپاره شخصي بڼې (Themes) وټاکئ او چټونه د خپل خوښې مطابق جوړ کړئ.

⚠️ یادونه: ټول امکانات ممکن هر انډرایډ موبایل ته په یوه وخت کې ونه رسېږي؛ د موبایل ماډل، د انډرایډ نسخه او سیمې له مخې یې شتون توپیر کولی شي.

📱 ستاسو په نظر له دې پنځو څخه کوم یو تر ټولو جالب دی؟ ۱، ۲، ۳، ۴ که ۵؟ 👇🔥

#انډرایډ #ګوګل #جیمینای

🚨 پرون د AI نړۍ کې یوه عجیبه پېښه وشوه! 🤯تصور وکړئ، په یوه وخت کې ChatGPT، Claude او Grok درې واړه له کاره ولوېدل! 😳د را...
05/09/2026

🚨 پرون د AI نړۍ کې یوه عجیبه پېښه وشوه! 🤯
تصور وکړئ، په یوه وخت کې ChatGPT، Claude او Grok درې واړه له کاره ولوېدل! 😳
د راپورونو له مخې، دغه درې مشهور AI خدمتونه شاوخوا ۳ تر ۵ ساعتونو پورې د ډېرو کاروونکو لپاره سم کار نه کاوه. په Downdetector کې یوازې د ChatGPT په اړه له ۳۰ زرو څخه زیاتو ستونزو راپور ورکړل شو. 🌍📉
له دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې بېلابېلې خبرې پیل شوې؛ ځینو ویل ښايي سایبري برید وي، ځینو بیا د DNS یا کلاوډ تخنیکي ستونزو احتمال یاداوه.
خو OpenAI، Anthropic او xAI بیا د خپلو خدمتونو ستونزې د تخنیکي مشکلاتو له امله وبللې.
💡 خو تر ټولو جالبه خبره دا ده چې دې پېښې یو مهم حقیقت بیا ثابت کړ:
نن سبا نړۍ تر بل هر وخت پر مصنوعي ځیرکتیا زیاته تکیه کوي! 🤖
ډېر خلک خپل لیکل، زده‌کړه، کار، تحقیق، پروګرام جوړونه او حتی ورځني کارونه د AI په مرسته ترسره کوي.
😂 حتی ماته هم پرون ChatGPT نه کارېده!
ما ویل: «شاید زما انټرنېټ خراب شوی وي!» 🤣
تاسې ته هم ChatGPT، Claude یا Grok پرون کار نه کاوه؟ 👇

Address

هلمند ولایت لښکرګاه ښار
Lashkar Gah

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sihan Skills posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share