02/08/2026
دندې اعلان: Marketing Manager
افضل لینک انټرنیټي خدماتو شرکت د خپل مسلکي ټیم د پیاوړتیا لپاره یو تکړه، با تجربه او نتیجهمحور Marketing Manager استخداموي.
موږ د داسې کس په لټه کې یو چې یوازې د ټولنیزو رسنیو مدیریت ونه کړي، بلکې د شرکت د بازارموندنې بشپړه رهبري وکړي، ستراتیژۍ جوړې کړي، بازار ته نوې مفکورې راوړي، ټیم مدیریت کړي او د شرکت د ودې او عاید زیاتوالي کې عملي رول ولوبوي.
اصلي مسؤلیتونه:
✅ د بازارموندنې ستراتیژۍ او کلني/میاشتني پلانونه جوړول او عملي کول.
✅ د بازارموندنې ټیم رهبري او د ټولو فعالیتونو څارنه.
✅ د نوو مشتریانو جذب او د مشتریانو د رضایت لوړول.
✅ د بازار او سیالانو تحلیل او د ودې لپاره نوښتګرې طرحې وړاندې کول.
✅ د بازارموندنې کمپاینونو ارزونه او د پایلو راپور ورکول.
شرایط:
✔ د بازارموندنې، مدیریت، Business Administration یا ورته برخه کې لږ تر لږه د لیسانس سند.
✔ لږ تر لږه ۲ کاله اړونده کاري تجربه.
✔ د رهبرۍ، پلان جوړونې او پرېکړه کولو قوي وړتیا.
✔ د B2B او B2C بازارموندنې عملي تجربه.
✔ د خبرو اترو (Negotiation) او اړیکو جوړولو لوړ مهارت.
✔ نوښتګر، مسؤل او د پایلو پر بنسټ کار کوونکی شخصیت.
📍 د کار ځای: خوست ښار
🕘 د کار ډول: بشپړ وخت (Full-Time)
که باور لرئ چې د خپلې پوهې، تجربې او ستراتیژۍ په مرسته کولی شئ د افضل لینک د ودې، د مشتریانو د زیاتوالي او د لویو قراردادونو په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوئ، خپل CV او اړوند اسناد زموږ لاندې واټسپ شمارې او ایمیل ادرس ته راولېږئ.
واټسپ شماره: 0767382338
ایمیل ادرس: [email protected]
وروستۍ نیټه: 2026/August/13
Afzal Link Internet Services Company
Connecting People, Empowering Businesses