22/09/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
د کابل برېښنا ریاست د ۱۵ کیلوولټ کیبل مدیریت د کاري فعالیتونو لنډ راپور
نېټه: ٨/۴/۱۴۴٨ هـ.ق
د یادې نېټې ترسره شوي کاري فعالیتونه په لاندې ډول دي:
۱. د دوهم جنکشن اړوند، وزیر اکبرخان کې د افغان فلم برېښنا برج لپاره د نوي کیوبیکل صندوق پایه نصب شوه.
۲. د افغان فلم برېښنا برج د نوي ۲۰ کیلوولټ کیبل په مسیر کې د ۱×۵۰ مليمتر مربع مسي کیبل څلور عدده وروستي جوینټونه نصب شول.
۳. د یاد برج له کیوبیکل صندوق څخه تر سویچ پورې ۷۰ متره ۲۰ کیلوولټ کیبل وغځول شو او په شپږو مساوي برخو تنظیم شو.
۴. د سویچ او کیوبیکل بوشنګونو لاندې نصب شوي جوینټونه وتړل شول او له میټر نصب وروسته برج د ښار له برېښنا شبکې سره وصل شو.
۵. د څلورم جنکشن د J4-J3، J4-7 او J4-8 فیدرونو ۲۰ کیلوولټ کیبلونه تنظیم او په نوي جوړ شوي کانال کې ځای پر ځای او بېرته وتړل شول.
۶. د دولسم جنکشن اړوند په پلچرخي کې د پلاستیکي مصنوعاتو فابریکې د برېښنا تأمین په اړه تخنیکي نظر وړاندې شو.
۷. د دوهم جنکشن اړوند قلعه فتحالله، سلطان پلازا برېښنا برج د ۲۰ کیلوولټ کیبل د ستونزې په اړه تخنیکي نظر او اټکل وړاندې شو.
۸. د NW-27 نوي فیدر د کیبل غځولو په اړه تخنیکي نظر وړاندې شو.
۹. د سړک د پراختیا او آهنګر څلورلارې د هوایي پل په مسیر کې د N-04، N-05، N-06 او N-16، N-17 فیدرونو د پایو او هوایي لینونو د انتقال په اړه تخنیکي نظر وړاندې شو.
۱۰. د لومړي جنکشن اړوند چمن حضوري کې د سړک پراختیا او نجات هوایي پل په مسیر کې د هوایي لینونو د مسیر د بدلون په اړه تخنیکي نظر وړاندې شو.
۱۱. د هوتل سپین زر له برېښنا برج څخه تر اندرابي پورې د نوي کیبل د غځولو په اړه تخنیکي نظر وړاندې شو.
په درنښت
کابل برښنا ریاست