Urooj Technology

Urooj Technology A Symbol of Innovation and Growth!

یو ښه ډیجیتل سیستم...
13/10/2026

یو ښه ډیجیتل سیستم...

لۀ عروج ټېکنالوژي سره...
07/10/2026

لۀ عروج ټېکنالوژي سره...

موږ خپل دوهم کورس هم لانچ کړ!عروج ټېکنالوژي له سېسکو نېټورکېنګ نړیوالې اکاډمۍ سره د ګډو همکاریو پر بنسټ خپل دوهم کورس د ...
01/10/2026

موږ خپل دوهم کورس هم لانچ کړ!
عروج ټېکنالوژي له سېسکو نېټورکېنګ نړیوالې اکاډمۍ سره د ګډو همکاریو پر بنسټ خپل دوهم کورس د مصنوعي ځیرکتیا د اساسي پوهاوي په برخه کې جوړ کړی. له سافټویر جوړونې ور وړاندې، زموږ د ماموریت یوه برخه د افغان ځوانانو د ډیجیټلي پوهاوي سلسله ده. د کورس کارېکولم په لاندې بڼه تنظیم شوی:

ــ د مختلفو چټ باټونو پېژندنه او کار اخېستنه
ــ کمپیوټري لید
ــ د ماشین ژباړې
ــ تولیدوونکې مصنوعي ځیرکتیا

په کمېنټ کې فورم دی او نوملیکنه وکړئ!

#عروج #ټېکنالوژي

غوره اداره – د غوره ادارې لپاره؛په کابل کې د روکیان مدیریتي او مشورتي خدمتونو نړیوال ګروپ سره د وېبسایټ جوړولو تړون لاسل...
29/09/2026

غوره اداره – د غوره ادارې لپاره؛

په کابل کې د روکیان مدیریتي او مشورتي خدمتونو نړیوال ګروپ سره د وېبسایټ جوړولو تړون لاسلیک شو. پاتې دې نه وي چې په تایلند، مالیزیا او استانبول کې د دوی د نړیوالو څانګو لپاره هم موږ د وېبسایټونو جوړولو ویاړ له پخوا څخه لرو. د مسلکي کار لپاره غوره او مسلکي اداره وټاکئ چې بیا-بیا باور پرې کېدای شي...!

#عروج #ټېکنالوژي

تېرو لسو ورځو کې مو د عروج ټېکنالوژي اکاډمي له لارې دېرش تنه ځوانان د سایبري امنیت د اساسي پوهاوي له لارې وروزل او کورس ...
27/09/2026

تېرو لسو ورځو کې مو د عروج ټېکنالوژي اکاډمي له لارې دېرش تنه ځوانان د سایبري امنیت د اساسي پوهاوي له لارې وروزل او کورس لا هم ادامه لري. له سافټویر جوړونې ور وړاندې، له سېسکو نېټورکېنګ نړیوالې اکاډمۍ سره زموږ د ګډو همکاریو په لړ کې نور کورسونه هم په پلان کې دي. غواړو د راتلونکو درې میاشتو په جریان کې پنځه سوه تنه نجونې او هلکان د ډیجیټلي پوهاوي او اساسي ټېکنالوژیکو مهارتونو پر مټ وروزو.

#عروج #ټېکنالوژي

سافټویر کمپنۍ...!
21/09/2026

سافټویر کمپنۍ...!

پۀ کابل کې مو د "نصیب زرګري" لپاره مبایل اپلیکېشن جوړ او رسماً د ګټې اخېستنې وړ شو. یاد اپلیکېشن به د زرګرۍ او کاروبار ا...
16/09/2026

پۀ کابل کې مو د "نصیب زرګري" لپاره مبایل اپلیکېشن جوړ او رسماً د ګټې اخېستنې وړ شو. یاد اپلیکېشن به د زرګرۍ او کاروبار اړوند ټولې چارې او معاملې په منظم ډول د کنټرول او مدیریت وړ وګرځوي. مبایل اپونه د آسانه او چټک لاسرسي لپاره هر کاروبار ته توصیه کېږي. تاسې هم اقدام وکړئ...!

#عروج #ټېکنالوژي

ټولو ته دې مبارک وي! له داخلي پراخ ډیجیټلي پوښښ څخه تر نړیوالې ټېکنالوژیکې اکاډمۍ. عروج ټېکنالوژي سافټویر کمپنۍ د سېسکو ...
13/09/2026

ټولو ته دې مبارک وي!

له داخلي پراخ ډیجیټلي پوښښ څخه تر نړیوالې ټېکنالوژیکې اکاډمۍ. عروج ټېکنالوژي سافټویر کمپنۍ د سېسکو نېټورکېنګ نړیوالې اکاډمۍ رسمي همکاره او برخه شوه او د "عروج ټېکنالوژیکې اکاډمۍ" په نامه ورسره ثبت شوه. له سافټویر جوړونې ور وړاندې به دا د افغان ځوانانو او زده کړیالانو د ډیجیټلي مهارتونو او مسلکي ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

زموږ د دې کار اساسي موخه او پرله پسې هڅې دا وې چې له معتبرو زده کړیزو پلټفارمونو سره د افغان ځوانانو معرفت او د معیاري زده کړو لپاره زمینه سازي وشي. دا نوښت له داخلي محدودو سرچینو تر آنلاین غیر محدودو فرصتونو پورې د نوي سفر پیل دی.

د عروج ټېکنالوژیکې اکاډمۍ له لارې به افغان ځوانان وتوانېږي چې د سېسکو نېټورکېنګ نړیوالې اکاډمۍ ټولو درسي سرچینو او موادو ته وړیا لاسرسی پیدا کړي. د شبکو، سایبري امنیت، مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټري ژبو او د پرمختللو ټېکنالوژیو زده کړه پکې وړیا ده. په تمه شئ. ژر به نوي کورسونه درته لانچ کړو.

د خپلې برخې وطن جوړولو ماموریت ادامه لري...!

عروج ټېکنالوژي - د ودې او نوښت سمبول!

#عروج #ټېکنالوژي

د کابل صنعتي پارک په هېواد تولیدي شرکت کې مو د دوی د داخلي کاري پروسس ارزونه وه. کاري مېتود یې کاغذي او مېنول وو. د ډیجی...
09/09/2026

د کابل صنعتي پارک په هېواد تولیدي شرکت کې مو د دوی د داخلي کاري پروسس ارزونه وه. کاري مېتود یې کاغذي او مېنول وو. د ډیجیټلي سیستم د تطبیق طرحه او لنډ پرېزېنټېشن مو ورکړ. زموږ آی ټي مشورې او د اداراتو د داخلي ارزونې پروسه وړیا ده. که تاسې د یو کمپیوټري سیستم پر مټ نوې حل لارې او نوي کاري مېتودونه غواړئ؛ نو موږ به ستاسې تر دره درشو. د وطن د ټېکنالوژیک پرمختک په هیله.

#عروج #ټېکنالوژي

د سېسکو د نېټورک نړیوالې اکاډمۍ له عمومي مسؤلې "نادېن" سره مو په وطن کې د ټېکنالوژي د عامولو لپاره په حل لارو مجلس درلود...
07/09/2026

د سېسکو د نېټورک نړیوالې اکاډمۍ له عمومي مسؤلې "نادېن" سره مو په وطن کې د ټېکنالوژي د عامولو لپاره په حل لارو مجلس درلود. د عروج ټېکنالوژي له اړخه به ښه خبرونه درته ترې ولرو. له سافټویر جوړونې ور وړاندې دا زموږ ماموریت دی چې د هر افغان د ټېکنالوژیک پوهاوي او ظرفیت لوړونې لپاره اساسي ګامونه واخلو...!

#عروج #ټېکنالوژي

Address

Office #B3–040, Dawoodzai Center
Kabul
1003

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Urooj Technology posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Urooj Technology:

Shortcuts

Share