Watan Technologies

  • Home
  • Watan Technologies

Watan Technologies Watan Technologies is a software company that provides services for IT Solution’s such as Web, Desktop,Mobile based Applications Development & SEO etc.

Here at Watan Technologies, we develop customized I.T. solutions for businesses of different nature. We have Years of experience. Our software are matured, stable, tested & bugs free. We have high quality standards that distinct us from the rest of the market. We provide quality & friendly support to our clients. We offer best quality products and customized solutions built to fulfill your exact r

equirements at affordable price. Unlike other Software Development companies, Watan Technologies strives to partner with your business to implement solutions that you need. We enable you to become more efficient, streamline your operations, and grow to your true potential with the power of technology. We do not try and sell any unnecessary services. If you’re successful, we’re successful.

*ګوګل په رسمي ډول خپل د اپریټنګ سیسټم نوې نسخه معرفي کړه*ګوګل کمپنۍ  په رسمي ډول خپل د انډرایډ (Android) اپریټنګ سیسټم ن...
27/12/2015

*ګوګل په رسمي ډول خپل د اپریټنګ سیسټم نوې نسخه معرفي کړه*
ګوګل کمپنۍ په رسمي ډول خپل د انډرایډ (Android) اپریټنګ سیسټم نوې نسخه کوم چې ۶.۰.۱ دی کاروونکو ته وړاندې کړه.
د ګوګل کمپنۍ د اپریټنګ سیسټم دغه نوې نسخه د دغې کمپنۍ له پخوانیو نسخو سره ځانګړی توپیر نه لري او یوازې ځینې ځانګړتیاوې په کې اضافه شوي.
د ګوګل کمپنۍ په وینا نن کاروونکي کولی شي دغه اپریټنګ سیسټم چې د انډرایډ ماشمالو (Android Marshmallow) نوې نسخه ۶.۰۱ دی خپلو سمارټ فونونو او ټبلېټونو ته ښکته کړي.
د ګوګل د کمپنۍ په وینا د دغې کمپنۍ سمارټ فونونه نکسوس ۶پي (Nexus P6) او نکسوس ۵ ایکس (Nexus 5X) له هغو سمارټ فونونو څخه دی چې تر ټولو وړاندې به د دغې اپریټنګ سیسټم نوې نسخه ترلاسه کوي.
د دغې اپریټنګ سیسټم د نوې نسخې یو له ځانګړتیاو څخه د ۲۰۰ نوو شکلونو اضافه کول دي کوم چې له دې وړاندې په انډرایډ کیبورډ کې نشتون نه درلود.
ګوګل کمپنۍ د خپل اپریټنګ سیسټم په نوې نسخې کې د پام وړ بدلونونه نه دي راوستي او تر دې دمه څرګند کړی نه دی چې کوم سمارټ فونونه کله دغه نسخه ترلاسه کولی شي.
د ګوګل کمپنۍ په وینا د دغې نوې نسخې په مرسته کاروونکي کولی شي خپل د سمارټ فونونو د کامرې سرعت له وړاندې څخه ډیر چټک کړي.
د انډرایډ په دغې نسخې کې د سمارټ فون امنیت ته هم ځانګړی پاملرنه شوې او کاروونکي یوازې د پاور بټن له وهلو سره نشي کولی د سمارټ فون اصلي پاڼه وګوري.
watantechnologies.com

26/12/2015

*مایکروسافټ د لومړی ځل لپاره اپل ته ماتې ورکړه*
د لومړی ځل لپاره مایکروسافټ کمپنۍ د ټبلېټ پر لیکه خرڅولو کې د اپل کمپنۍ ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.
د ټکنالوژي برخې د سوداګرۍ په اړه معلومات ټولوونکی کمپنۍ ډیټا ۱۰۱۰ (Data 1010) وویل چې د مایکروسافټ کمپنۍ سرفیس پرو ۴ (Surface Pro 4) ټبلېټ او سرفیس پرو (Surface Pro) لیپ ټاپ په امریکا کې د پر لیکه خرڅولو ۴۵٪ وه په داسې حال کې چې د اپل کمپنۍ ايپډ (iPad) توانیدلی یوازې ۱۷ سلنه خپله کړي.
له دې وړاندې د مایکروسافټ کمپنۍ په ټولو برخو کې له اپل کمپنۍ څخه وروسته پاتې و او د اوږدې مودې لپاره پر لیکه بازارونو باندې د اپل کمپنۍ حکومت چلیده.
تیر کال اپل کمپنۍ توانیدلی و چې د بازار ۳۴ سلنه خرڅلاو په خپل نوم ثبت کړي په داسې حالې کې چې د مایکروسافټ د خرڅلاو اندازه یوازې ۱۹ سلنه وه.
د معلوماتو ټولوونکی کمپنۍ په وینا دغه معلومات د لکونو هغو کسانو په مرسته چې خپل د پیریدلو تاریخ يي ثبت کړی په مرسته ټول شوی او هغه کاروونکي چې په مستقیم ډول خپل د خوښې ټبلېټ يي د خرڅلاو له مرکزونو څخه پیریدلي ندي شامل شوي.
د معلوماتو ټولوونکی کمپنۍ د راپورونو پر بنسټ په نړۍ کې د ټبلېټ مینه وال مخ پر کمیدو دي. په ۲۰۱۵ زیږیدیز کال کې د ټبلېټ خرڅلاو ۸ سلنه ټیټه شوې.
watantechnologies.com

*اپل کمپنۍ ۲۳۴ میلیونه ډالره جریمه شوه* اپل کمپنۍ خپل په ورستي ایفونونو کې د استعمالو شوو هارډوییرونو له امله ۲۳۴ میلیون...
31/10/2015

*اپل کمپنۍ ۲۳۴ میلیونه ډالره جریمه شوه*
اپل کمپنۍ خپل په ورستي ایفونونو کې د استعمالو شوو هارډوییرونو له امله ۲۳۴ میلیونه ډالره جریمه شوې.
څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې د ویسکانسن پوهنتون د اپل کمپنۍ په خلاف شکایت کړی. ویسکانسن پوهنتون په رسمي دول خپل شکایت محکمې ته سپارلی و.
د ویسکانسن پوهنتون په وینا اپل کمپنۍ هغه ټکنالوژي او هارډوییر چې دغه پوهنتون پنځولی و د دوي له اجازې پرته خپلو ورستیو تولیداتو کې کارولی.
د اې ۷ (A7)، اې ۸ (A8) او اې ۸ ایکس (A8x) د چیپونو د پنځولو حق له ویسکانسن پوهنتون په نوم ثبت دی او اپل کمپنۍ خپل ایفون ۶ ایس (iPhone 6S) او ایفون ۶ ایس پلس (iPhone 6S Plus) کې اې ۹ (A9) نومې چېپ د ویسکانسن پوهنتون له اجازې پرته کارولی.
محکمې خپلې لومړۍ ناستې کې د اپل کمپنۍ ۸۶۲ میلیونه ډالره جریمه کړی و خو په وروستیو ناستو کې يي د جریمې اندازه ۲۳۴ میلیونو ډالرو ته ټیټه کړه.
د محکمې د پریکړې پر بنسټ اپل کمپنۍ باید ۲۳۴ میلیونه ډالره جریمه د ویسکانسن پوهنتون ته ورکړي. که څه هم دغه جریمه ډیره زیاته کمه شوې خو بیا هم اپل کمپنۍ ډیر زیات زیانمنوي.
watantechnologies.com

*د تلګرام اپلیکیشن هیک کوونکي ته ستره جایزه ټاکل شوې*په دې ورځو کې ډیر لږ شمیر کسان به وي چې د ټلګرام اپلیکیشن ونه پيژني...
30/10/2015

*د تلګرام اپلیکیشن هیک کوونکي ته ستره جایزه ټاکل شوې*
په دې ورځو کې ډیر لږ شمیر کسان به وي چې د ټلګرام اپلیکیشن ونه پيژني. دغه اپلیکیشن خپلو پیاوړو ځانګړتیاوو سره توانیدلی د کاروونکو په ذهن کې ځانګړی ځای جوړی کړي.
د یو شمیر راپورونو پر بنسټ په میلیونونه کسان دغه اپلیکیشن په ورځنۍ ډول استعمالوي. ټلګرام خپله اعلان کړی چې هر هغه چا ته چې دغه اپلیکیشن هیک کړي ۳۰۰ زره امریکايي ډالره جایزه ورکول کیږي.
د ټکنالوژي په برخه کې د کاروونکو د شخصي فایلونو او معلوماتو خوندي ساتل ځانګړی ارزښت لري چې له همدې امله د اجتماعي رسنیو پاڼې او اپلیکیشنونه په دې لټه کې دي چې د خپلو پاڼو او اپلیکیشنونو امنیت پیاوړی کولو سره د خپلو کاروونکو رضایت حاصل کړي.
ټلګرام هم د خپلو کاروونکو د شخصي معلوماتو د خوندي ساتلو لپاره شدید امنیتي تدابیر نیولي. د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا د دغې اپلیکیشن هیک کول ناشونی دی.
د نړۍ د ټکنالوژي د برخې د مشهورو او پیاوړو کارپوهانو په وینا ټلګرام دغه کار کولو سره غواړي خپلو کاروونکو ته د دغې اپلیکیشن د امنیت پیاوړتیا او ځواک وښيي.
ټلګرام د کړې وعدې پر بنسټ هر هغه کس ته چې دغې اپلیکیشن کې کوم امنیتي نیمګړتیا پیدا کړي او د دغې اپلیکیشن په هیک کولو بریالی شي ۳۰۰۰۰۰ امریکايي ډالره جایزه ورکوي.
د یو شمیر کارپوهانو په وینا ټلګرام له اندازې زیات په ځان باور لري خو باید د دغې اپلیکیشن چلوونکي په دې پوه شي چې په نړۍ کې ډیر پیاوړي هیکران هم شتون لري او هغوي به ټلګرام ته یوازې د سزا ورکولو لپاره هم دغه اپلیکیشن هیک کړي.

*د مایکروسافټ سرفېس پرو ۳ (Surface Pro 3) د نړۍ تر ټولو چټک ټبلېټ وټاکل شو*د مایکروسافټ کمپنۍ خپل وروستی ټبلېټ وړاندې کو...
05/08/2015

*د مایکروسافټ سرفېس پرو ۳ (Surface Pro 3) د نړۍ تر ټولو چټک ټبلېټ وټاکل شو*
د مایکروسافټ کمپنۍ خپل وروستی ټبلېټ وړاندې کولو سره نړۍ ته ثابته کړه چې دغه کمپنۍ د ټبلېټ په برخه کې هم د تکامل حد ته رسیدلی. د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا د مایکروسافټ کمپنۍ دغه ټبلېټ د نړۍ تر ټولو پیاوړی او چټک ټبلېټ دی.
په دې وروستیو کې د ویچ (Which) په نامه یوې پاڼې د خپلو څیړنو په نتیجه کې معلومه کړې چې د مایکروسافټ کمپنۍ لخوا جوړ شوی ټبلېټ سرفېس پرو ۳ (Surface Pro 3) د نړۍ تر ټولو چټک ټبلېټ دی.
د اپل کمپنۍ ایپډ اییر ۲ (iPad Air 2) چې د دغې کمپنۍ اې ۸ (A8) ټکنالوژي په کې کارول شوی هم د ټبلېټ په برخه کې یو له هغو تولیداتو څخه دی چې غوره سرعت لري او زیات شمیر کاروونکي او د ټکنالوژي برخې کارپوهانو مثبت نظرونه جذب کړي.
د اپل کمپنۍ ایپډ اییر ۲ چې یو له چټکو ټبلېټونو څخه ګڼل کیږي د مایکروسافټ سرفېس پرو سره په دغه برخه کې رقابت نه شي کولی. دغې سروې او څیړنې کې د مایکروسافټ کمپنۍ سرفېس پرو ۳ له ۵۰۶۹ نمرې ګټلو سره لومړی مقام خپل کړی په داسې حال کې چې د اپل کمپنۍ ایپډ اییر ۲ له ۴۰۴۶ نمرو سره دوهم مقام لري.
د ټکنالوژي برخې کارپوهان او د ټبلېټ کاروونکو په وینا د مایکروسافټ سرفېس پرو له اپل ایپډ اییر ۲ څخه ۲۰ سلنه چټکه ده. مایکروسافټ کمپنۍ خپل دغه ټبلېټ کې د اینټل (Intel) کور ای ۵ (Core i5) وړتیا لروونکی پروسېسر ځای پر ځای کړی کوم چې په ډسکټاپ سیسټمونو کې کارول کیږي.
سربیره پر دې چې سرفېس پرو ۳ کیو ایچ ډي (QHD) وړتیا لروونکی ۱۲ انچه ډسپلې لري خو بیا هم ۹ ساعته چارج ساتي چې د چارج ساتلو وړتیا يي د ایپډ اییر ۲ دوه چنده ده.
سرفېس پرو ۳ یوازې ۹ ملي متره پنډوالی لري چې تیرو دوو کلونو کې په دې اندازه پنډوالی او ۹ ساعته چارج ساتوونکی بیټرۍ په نړیوالو بازارونو کې شتون نه درلود. خو د مایکروسافټ سرفېس پرو ۳ بیه د اپل له ایپډ اییر ۲ څخه ډیره زیاته ده.
له سرفېس پرو ۳ او ایپډ اییر۲ څخه وروسته په دغه درجه بندۍ کې د ګوګل کمپنۍ دوه ټبلېټونه توانیدلي درییم او څلورم مقام خپل کړي.
www.watantechnologies.com

*افس د انډرایډ اپریټنګ سیسټم لپاره په رسمي ډول وړاندې شو*ایکروسافټ کمپنۍ چې له دې وړاندې د ایفون سمارټ فونونو لپاره خپل ...
14/07/2015

*افس د انډرایډ اپریټنګ سیسټم لپاره په رسمي ډول وړاندې شو*
ایکروسافټ کمپنۍ چې له دې وړاندې د ایفون سمارټ فونونو لپاره خپل د افس نوی ورژن وړاندې کړی و اوس د انډرایډ اپریټنګ سیسټم لپاره هم خپل د افس پروګرامونو نوی ورژن وړاندې کړ.
مایکروسافټ کمپنۍ خپل د افس پروګرامونو نوی ورژن له ټولو څخه وړاندې د ایفون سمارټ فونونو له هغې وروسته انډرایډ ټبلېټونو او په اخره کې د انډرایډ اپریټنګ سیسټم لروونکي سمارټ فونونو ته وړاندې کړ.
مایکاروسافټ کمپنۍ وویل چې له دې سره غواړي د افس پروګرامونو د کاروونکو شمیر له پخوا هم زیات کړی او غواړی د دغو پروګرامونو کارول په ځانګړی ډول په اداري برخه کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.
د مایکروسافټ کمپنۍ وروستیو پریکړو ته کتنې سره معلومیږي چې دغه کمپنۍ اوس غواړي د کمپیوټر پر ځای ټبلېټونو او سمارټ فونونو ته ځانګړی پاملرنه وکړي.
مایکروسافټ کمپنۍ همداراز اعلان وکړ چې د انډرایډ (Android) او ای اوس ایس (iOS) اپریټنګ سیسټمونو ټول پروګرامونه په اسانۍ سره وینډوز ۱۰ ته بدلیدی شي.
مایکروسافټ کمپنۍ غواړي چې د انډرایډ او ای او ایس (iOS) د ټبلېټونو او سمارټ فونونو کاروونکو کې هم زیات شمیر کاروونکي ولري.
د مایکروسافټ کمپنۍ نوی افس پروګرامونو کې چې د انډرایډ اپریټنګ سیسټم لپاره وړاندې شوی ورډ (Word)، ایکسل (Excel)، اوټ لوک (Outlook)، پاور پواینټ (Power Point) او نوټ (Note) شتون لري.
مایکروسافټ کمپنۍ له یو شمیر مشهورو کمپنیو لکه سامسنګ او ایل جي سره خبرې کوي ترڅو دغه کمپنۍ د افس پروګرامونه او سکایپ په خپلو تولیداتو کې په تیار ښکته شوي سافټ وییرونو کې اضافه کړي.

*مایکروسافټ نور له وینډوز ۸ څخه ملاتړ نه کوي*مایکروسافټ کمپنۍ اعلان کړی چې د وینډوز ۸ (Windows 8) کاروونکي د جنوري میاشت...
26/06/2015

*مایکروسافټ نور له وینډوز ۸ څخه ملاتړ نه کوي*
مایکروسافټ کمپنۍ اعلان کړی چې د وینډوز ۸ (Windows 8) کاروونکي د جنوري میاشتې له دوولسمې وړاندې خپل اپریټنګ سیسټم وینډوز ۸.۱ (Windows 8.1) ته اپګریډ کړي ځکه چې له هغې وروسته به مایکروسافټ له وینډوز ۸ څخه ملاتړ نه کوي.
مایکروسافټ کمپنۍ رسنیو ته وویل چې د جنوري میاشتې څخه وروسته به وینډوز ۸ نه اپډیټوي او د دغې وینډوز کاروونکي باید د مایکروسافټ کمپنۍ وروستي اپډیټ حاصلولو لپاره خپل وینډوز د دغې کمپنۍ وروستی وینډوز ۸.۱ ته اپګریډ کړي.
د ځینې راپورونو پر بنسټ د مایکروسافټ وینډوز ۸ ځانګړی شمیر کاروونکي نه لري نو له همدې امله مایکروسافټ غواړي د دغې وینډوز بندولو سره یوازې په یو وینډوز توجه وکړي.
همداراز کاروونکي د مایکروسافټ وروستی وینډوز کوم چې به په راتلونکي څو اونیو کې وړاندې شي ته اپګریډ کولو لپاره باید لومړۍ له وینډوز ۸ څخه وینډوز ۸.۱ ته اپګریډ شي.
د مایکروسافټ کمپنۍ په وینا د دغې کمپنۍ وینډوز ۸ به په مستقیم ډول وینډوز ۱۰ ته نه اپګریډ کیږي او کاروونکي باید لومړۍ خپل شته اپریټنګ سیسټم وینډوز ۸.۱ ته اپګریډ کړي.
هیره دې نه وي چې د مایکروسافټ کمپنۍ اپریټنګ سیسټم وینډوز ۸ له ماتې سره مخ شوی و چې له امله دغه کمپنۍ نوی اپریټنګ سیسټم وینډوز ۸.۱ نړیوالو کاروونکو ته وړاندې کړ.
اوسمهال هم د مایکروسافټ اپریټنګ سیسټم زیات شمیر کاروونکي وینډوز ۸.۱ او وینډوز ایکس پي (Windows XP) چې اوس د دغې کمپنۍ لخوا نه اپډیټ کیږي کاروي او وینډوز ۸ ډیر لږ شمیر کاروونکي لري.
مایکروسافټ کمپنۍ غواړي د روان میاشت په وروستیو کې خپل نوی او پیاوړی اپریټنګ سیسټم چې د کاروونکو له تود هرکلی سره مخ شوی نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي چې له همدې امله دغه کمپنۍ غواړي خپل ټول شته اپریتنګ سیسټمونه ختم کړي.
هیره دې نه وي چې مایکروسافټ کمپنۍ ویلي چې له وینډوز ۱۰ څخه وروسته به بل اپریټنګ سیسټم نه جوړوي او یوازې به همدغه وینډوز د وخت له تیریدو سره اپډیټ کوي.

*جي مېل: خپل استول شوی ایمیل بیرته ګرځولی شئ*ګوګل کمپنۍ د کاروونکو لپاره په جي مېل (Gmail) کې خپل نوی حیرانوونکی اپشن وړ...
26/06/2015

*جي مېل: خپل استول شوی ایمیل بیرته ګرځولی شئ*
ګوګل کمپنۍ د کاروونکو لپاره په جي مېل (Gmail) کې خپل نوی حیرانوونکی اپشن وړاندې کړ چې په مرسته يي کاروونکي کولی شي استول شوی بریښنا لیک بیرته وګرځوي.
ګوګل کمپنۍ اعلان وکړ چې خپل نوی د استول شوی ایمیل بیرته ګرځولو یا (Undo Send) اپشن له اوږدې مودې او ازموینو وروسته د جي مېل (Gmail) ایمیل استولو ویب پاڼې کې زیات کړ.
هیره دې نه وي چې ګوګل کمپنۍ په جي مېل کې دغه اپشن د لومړۍ ځل لپاره په ۲۰۰۹ز کال کې معرفي کړ خو له هغې وروسته تر دې دمه دغه اپشن تر ازموینې لاندې وه.
له دې وړاندې هم دغه اپشن د جي مېل په لیب (Labs) برخې کې چیرته چې ګوګل خپل نوي اپشنونه تجربه کوي شتون درلود خو کاروونکی باید له استعمال وړاندې دغه اپشن فعال کړی و.
دغه اپشن کاروونکو ته د لنډې مودې لپاره وخت ورکوي تر څو د استول شوی ایمیل په اړه وروستۍ پریکړه وکړي او که چیرې نه غواړي چې استول شوی ایمیل واستول شي نو یوازې یو اپش کلیک کولو سره استول شوی ایمیل بیرته ګرځولی شي.
د دغې نوی وړتیا سره کله چې کاروونکي د سینډ (Send) تڼۍ کیکاږي نو یو اپشن د سکرین پر مخ وویني چې د هغې له استعمال سره کولی شي خپل استول شوی ایمیل له لسو څخه تر دیرشو ثانیو پورې موده کې بیرته وګرځوي. د ځنډولو موده کاروونکي په خپله د تنظیماتو یا (Setting) په برخه کې ټاکلی شي.
که د جي مېل (Gmail) کاروونکي یاست نو د (Undo Send) اپشن به د جنرل (General) نومې برخې کې ووینئ. که چیرې له دې وړاندې مو د لیب (Labs) په برخه کې دغه اپشن فعال کړی وي بیا هم د جنرل (General) په برخه کې به شتون ولري. که چیرې دغه اپشن مو نه وي فعال کړی نو د تنظیماتو په برخه کې د (Enable Undo Send) تڼۍ کیکاږئ.
یو میاشت وړاندې ګوګل کمپنۍ خپل د ایمیل استولو اپلیکیشن د ازموینې په موښه کاروونکو ته وړاندې کړی و چې دغې اپلیکیشن کې هم د استول شوی ایمیل بیرته ګرځولو اپشن شتون درلود.

*د لاینکس (Linux) اپریټنګ سیسټم نوی ورژن وړاندې شو*«لینوس توروالدس» چې په لاینکس هم مشهور دی په رسمي ډول اعلان وکړ چې د ...
26/06/2015

*د لاینکس (Linux) اپریټنګ سیسټم نوی ورژن وړاندې شو*
«لینوس توروالدس» چې په لاینکس هم مشهور دی په رسمي ډول اعلان وکړ چې د لاینکس اپریټنګ سیسټم نوی ورژن ۴.۱ کاروونکو لپاره وړاندې کوي.
د راپورونو پر بنسټ د دلاینکس اپریټنګ سیسټم له دې ورژن څخه وړاندې لینوس له کاروونکو سره وعده کړې وه چې د دغې اپریټنګ سیسټم ۴.۰ ورژن به وړاندې کوي.
لینوس خپل لیکل شوي پیغام کې لیکلي چې نوموړی د دغې اپریټنګ سیسټم نوی ۴.۱ ورژن له زیاتو وړتیاو او اسانتیاو سره وړاندې کړی. نوموړي لیکلي چې د دغې اپریټنګ سیسټم ۴.۰ ورژن يي د ځینو سترو بدلونونو له امله نه وړاندې کوي.
توروالدس ویلي:« لاینکس ۴.۰ (Linux 4.0) ورژن د لاینکس اپریټنګ سیسټم نوی ورژن په توګه زیات اپشنونه نه درلود. د دغې اپریټنګ سیسټم دغه نوی ورژن به ۱۰۰۰۰ وړتیاوې لري نو له همدې امله د ۴.۰ پر ځای مو ۴.۱ معرفي کړ.»
د لاینکس اپریټنګ سیسټم دغه ورژن کې ځینې نوي وړتیاوې او اسانتیاوې ځای پر ځای شوی خو باید وویل چې وړاندې شوي وړتیاوې او ځانګړتیاوې ډیرې کمې دي او باید د دغې اپریټنګ سیسټم نوی ورژن کې د پام وړ اسانتیاوې زیاتې شوې وې.
د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په وینا توروالدس نه دی توانیدلی د دغې اپریټنګ سیسټم په نوی ورژن کې د پام وړ اپشنونه زیات کړي چې له همدې امله به دغه اپریټنګ سیسټم په لومړیو ورځو کې له ماتې سره مخ شي.
د دغې اپریټنګ سیسټم کاروونکي له اوږدې مودې د نوی ورژن په تمه ول خو د لاینکس نوی ورژن نه شي کولی د دغې اپریټنګ سیسټم کاروونکي خوښ کړي.
هیره دې نه وي چې د لاینکس اپریټنګ سیسټم دغه نوی ورژن اوسمهال ټولو کاروونکو ته نه وړاندې کیږي او اوس یوازې هغو کمپنیو ته چې دغې اپریټنګ سیسټم ته سافټ وییرې جوړوي وړاندې کیږي.

* په دوو انټرنيټي حملو کې د امريکايي پټو ادارو معلومات غلا شوي*امريکايي ورځپاڼې واشنګټنن پوسټ راپور ورکړ چې په سايبرحملو...
20/06/2015

* په دوو انټرنيټي حملو کې د امريکايي پټو ادارو معلومات غلا شوي*
امريکايي ورځپاڼې واشنګټنن پوسټ راپور ورکړ چې په سايبرحملو کې د امريکا د پټو ادارو د لکونو کارمندانو او پوځيانو محرم معلومات غلا شوي دي.
د واشنګټن پوسټ له راپور سره سم د دوو انټرنيټي حملو نښه يو کروړ او څلويښت لکه تقاعد شوي او فعلا په کار بوخت مامورين وو.
په دې مامورينو کې د امريکا د استخباراتي ادارې C.I.A کارکونکي هم شامل دي چې په حلمو کې يې شخصي معلومات، بانکي حسابونه، د کورنۍ په اړه معلومات، د نورو هيوادونو سره د رابطو په اړه او نور معلومات هيک شوي.
په راپور کې راغلي چې د امريکا د حکومت مشرانو په داسي لويه کچه د جاسوسي توقع نه لرله.
حکومتي مشرانو د سي آی اې د پټو ايجنټانو د شناخت ښکاره کېدلو ويره ښکاره کړې؛ ځکه چې د شناخت په ظاهرېدلو سره يې د امريکا ګټو ته لوی او ژور تاوان رسېدلی شي.
د حکومتي مشرانو له قراره د سايبر حملو له امله هره دولتي اداره متاثره شوې.
دوی وايي شايد د داسي لويو انټرنيټي حملو تر شا د چيني هيکرانو لاس وي.

*په ماشومانو کې د درد اندازه معلومولو سافټ وییر جوړ شو*په عام ډول ډاکټر درد ته له یو څخه تر لسو پورې درجه ورکوي. د دغې س...
13/06/2015

*په ماشومانو کې د درد اندازه معلومولو سافټ وییر جوړ شو*
په عام ډول ډاکټر درد ته له یو څخه تر لسو پورې درجه ورکوي. د دغې سوال ځواب مشرانو ته ډیر زیات اسان وي خو ماشومان بیا خپل تکلیف او د درد اندازې په اړه څه نه شي ویلی او یا هم په سم ډول يي نه شي تشریح کولی.
کله کله ماشومان له زیات درد او ناروغۍ له امله ژاړي خو مور او پلار هم نه پوهیږي چې ماشوم ولې ژاړې او یا هم د بدن په کومه برخه کې درد احساسوي.
همدا ستونزې نظر کې نیولو سره د پوهنتون په روغتو کې کار کوونکی هوانګ او ملګري يي په سویتزرلینډ کې داسې یو سافټ وییر جوړ کړی چې د مخ ۴۶ احساسات بیانولی شي.
دغه سافټ وییر له پنځو څخه تر ۱۸ کلونو عمر لرونکو ۵۰ کسانو چې د اپنډیکس او لیپروسکوپي په ناروغۍ اختل ول باندې ازمویل شوی.
دغې ازموینې کې د ماشومانو مخ له وقفې سره درې ځلي وکتل شو او د هغوي د درد اندازه او احساسات وڅیړل شو. د دغې سافټ وییر په مرسته د ناروغانو د مخ احساسات له عملیات څخه یو ورځ، څلور اونۍ او یو کال وروسته وڅیړل شول.
ډاکټرانو خپل دغه څیړنه د کامرې په مرسته ثبت کړی. د دغې څیړنې په جریان کې ډاکټرانو د سافټ وییر په مرسته د ناروغ احساسات معلومول او همداراز له ناروغ څخه يي هم د هغې درد او حالت په اړه پوښتنې کولې.
د ناروغ په واسطه ویل شوی د درد اندازه او یا هم د ډاکټرانو او نرسانو لخوا معلوم شوی د درد اندازه او د ناروغ احساس د سافټ وییر په وسیله معلومه شوې اندازې سره ډیر کم توپیر درلود.
دغه سافټ وییر د ډاکټرانو لخوا تایید شوی. ډاکټرانو د دې سافټ وویل په اړه وویل چې دغه سافټ وییر کولی شي د ماشومانو له ډاکټر او یا هم په کور کې د مور او پلار سره ډیره زیاته مرسته وکړي.

*د فیسبوک زیات شمیر کاروونکي په ژور خپګان اخته کیږي*په ورځنۍ ډول ۹۰۰ میلیونه کسان فیسبوک استعمالوي. د فیسبوک زیات کارونې...
13/06/2015

*د فیسبوک زیات شمیر کاروونکي په ژور خپګان اخته کیږي*
په ورځنۍ ډول ۹۰۰ میلیونه کسان فیسبوک استعمالوي. د فیسبوک زیات کارونې لامل له دوستانو او ملګرو سره د اړیکې ساتل دي.
ځينې کاروونکي بیا په ورځنۍ ډول له اندازې زیات فیسبوک کاروي او له ملګرو سره له اړیکه ټینګولو سربیره خپل ژوند او وړتیا له خپل نورو ملګرو سره مقایسه کوي.
د امریکا د هیوستن نومې پوهنتون څیړوونکي د خپلو څيړونو په نتیجه کې معلومه کړې چې څنګه د فیسبوک کاروونکي له دغې ویب پاڼې څخه معلومات ترلاسه کوي او خپل ژوند له نورو سره مقایسه کولو سره په ژور خپګان اخته کیږي.
د یوې څیړنې چې د فیسبوک ۱۸۰ کاروونکي په کې ګډون کړی و پر بنسټ د هر کاروونکي د فیسبوک د استعمالولو موده د هغې له ژور خپګان سره پیاوړی اړیکه لري.
د یوې بلې څیړنې پر بنسټ چې د فیسبوک په ۱۵۲ کاروونکو ترسره شوی و ښيي چې د کاروونکو د خپګان اندازه د هغوي د فیسبوک کارونې طریقې سره نژدې اړیکه لري.
د دغې څيړنې څیړوونکی مای لي استیرز په دې اړه وویل:« دا په دې معنی ده چې فیسبوک په کاروونکو کې د ژور خپګان لامل ګرځي. د خپګان احساس، د اوږدې مودې لپاره فیسبوک کارول او خپل ژوند له نورو سره مقایسه کول هغه عوامل دي چې انسان په ژور خپګان اخته کوي.»
د څیړوونکو په وینا د فیسبوک په څیر اجتماعي ویب پاڼې د خلکو د ژوند په اړه هر ډول معلومات د هغې له دوستانو سره شریکوي چې بیا د ملګرو د ژوند مقایسه له خپل ژوند سره کولی شي انسان په ژور خپګان اخته کړي او د دغې ډول ویب پاڼو زیاتیدل د زیات شمیر کاروونکو په دغه ناروغۍ د اخته کیدو په معنی دی.
مهمه خبره دا ده چې ټول کاروونکي په اجتماعي ویب پاڼو کې خپل د ژوند مثبت اړخونه شریکوي چې نور کاروونکي د هغوي د ژوند مثبت اړخونه له خپل منفي اړخونو سره مقایسه کولو سره په ژور خپګان اخته کیږي.
که غواړئ په ژور خپګان اخته نه شئ نو د اوږدې مودې لپاره فیسبوک مه کاروئ، د فیسبوک په هره خبره باور مه کوئ او د نورو ژوند له خپل ژوند سره مه مقایسه کوئ.

Address

Address: Alhaj Mia Aslam Plaza ,shop #4 Basement , Jalalabad Afghanistan

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Watan Technologies posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Watan Technologies:

Share