مهاجر جانان

مهاجر جانان ددى صفحي څخه په زړه پورى معلومات ، ليکنى ، ويډيو ګاني او عکسونه نشريږى .

ناکام زویماښام نژدي وو سړی سا نیولی کورته راننوت، په پخلنځي کې یې د غوښو او نورو خوراکي توکو کڅوړې کیښودې او ښځي ته یې و...
25/03/2025

ناکام زوی

ماښام نژدي وو سړی سا نیولی کورته راننوت، په پخلنځي کې یې د غوښو او نورو خوراکي توکو کڅوړې کیښودې او ښځي ته یې وویل: زما ډیر ګران دوست مې میلمه دی، کلونه کیږي نه مي دی لیدلی.

ښه با سلیقه او تعلیم یافته ځوان دی.

نن باید خوندور خواړه تیار کړې.

نن داسي دسترخوان تیار کړه چې هیڅ نوعه خواړه هم پکې کم نه وي… زه ځم بازار ته ځینې تازه میوې به راوړم.

او ها… د میلمه تر راتګ مخکې بابا د کور له کوټې هغه د شا طرف کوټې بوزه، هسي نه د بابا په لیدلو زموږ د ګران میلمه وخت خراب نشي…

ځوان ووت.

بوډا پلار یې چي د زوی او نږور مکالمه واوریدله.

یوه شیبه یې د حسرت اوښکې توی کړې، په دې تکل راپاڅیدی څو شپه کورته په نژدې پارک کې تیره کړي، تر څو د زوی د غوښتنې مطابق د هغوی له بانډار او خواله لیري وي، سهار به بیرته کورته راشي، میلمه به هم تللی وي…

یخني هم زیاته وه او د شپې یې د زیاتیدو ویره وه…

په ټپریدلو او کاواکه ګامونو د سرک غاړې ته ورسیدی.

د ډیرې کمزورۍ له کبله یې نشو کولای تر سرک تیر شي.

یو ځوان چې ولیدی نو سلام یې ورته وکړ: پلارجانه! چیرته روان یې په دې ناوختي کي؟

بوډا ورته وویل: بچیه د سرک ها بلې غاړې ته پارک ته روان یم.

ځوان ورته وویل: بابا زه به مو تر سړک واړوم…

بوډا چې اوښکې یې پر مخ روانې وې وویل: نه بچیه! ته ورځه خپل کار پسې دي، ناوخته ده، زه دادی ورو ورو روان یم…

ځوان ټینګار کاوو ویل: هسي زه هم کار نلرم، نن مې د یوه دوست کره میلمه یم دا څو کاله نه وم ورته راغلی او دادی هدف ته مې بیخي نژدي راغلی یم…

بوډا ورته وویل: عجیبه ده، زما زوی ته هم نن د ډیرو کلونو دوست را روان دی، زوی مې زما نږور ته ویل چې پلار له کور نه بهر بلې کوټې ولیږه څو په لیدو یې میلمه نارامه نشي، ما چې ددوی خبرې واوریدې نو مناسبه مي وګڼله چې پخپله رواوزم…

ځوان چې د پلار د نشتوالي ارمان یې زړه ته غریو درولی وو د بوډا په دې وینا نور هم زړې پرې بد شو او بوډا یې بې اختیا په غیږه کي ټینګ کړ…

بوډا او ځوان دواړو سره وژړل… ځوان ورته وویل: بابا نن شپه به له ماسره ځې تر څو په یوه ریستورانت کې دي میلمه کړم… بوډا انکار وکړ او زیاته یې کړه، نه نه بچیه ورشه د خپل دوست میلمستیا ته زه درسره نشم تلای …

ځوان ورته کړل هغه مهمه نه ده اوس ورته زنګ وهم چې نن نه درځم د سبا ترتیب به ونیسي.. ټکسي یې ودروله او بوډا یې یوه ښکلی ریستورانت ته بوتلو، تر خوراک مخکې یې دوه ګرم څښاک راوغوښتل، په دې کې موبایل وشرنګیدی، د ځوان کوربه دوست وو ګوشۍ یې جګه کړه خبره یې پرې ړومبۍ کړه: ګرانه ډیر معذرت غواړم نن ستاسو میلمستیا ته نشم درتلای، ځکه پلار مې هیله وکړه چې نن شپه ورسره یوځای وم، نو ما راوستی د ښار فلان ریستورانت ته، او پخپله ناغه کې به نن ته او میرمنه دې خامخا زما میلمانه کیږئ!! کوربه لږ خو او نه وکړل خو بالاخیره د میلمه ځوان ډیر اصرار اړ کړ چې راشي.

څو شیبې پس ریستورانت ته نژدي موټر ودریدی، د بوډا زوی او نږور چې شیک اوپاک کالي یې اغوستي وو ریستورانت ته راننوتل… د بوډا شا دروازې لور ته وه ځوان ورپاڅید او دوی دواړه یې میز ته راوستل… ښځه او سړی چي کیناستل او لومړی ځل یې بوډا ولید نو شوک او وارخطا شول، دوی خپل دوست ته د دوو پیسو شول، ځکه دا بوډا خو د میلمه پلار نه بلکه ددوی د خپل کور وو…بوډا چې د زوی او نږور د مخ رنګ بدل ولید نو په موسکا یې دواړو ته په داسي انداز کې لاس ورکړ لکه دوی چې هیڅ نه
پیژني، زوی او نږور یې د مننې، شرمندګي او پښیمانۍ په ګډو احساساتو روغبړ ورځواب کړ…

که څه هم لږ یې د مخ ګونه”رنګ” برابر شوی وو خو د ډوډۍ په خوراک نه پوهیدل.

میلمه چې اوس د دویی دواړو کوربه وو څو ځله یې د خوراک ورته وویل خو هغو پر خپل شرمونکي موقف اسویلي ایستل…

ځوان پر بوډا د خپل پلار مینه ماتوله او د بوډا پر ستړي ژوند او بده ورځ یې ژړل، بوډا بیا د خپل زوی د بدسلوک څخه په سلګو وو او د بوډا زوی او نږور بیا پر خپل کړي عمل د پښیمانۍ او حسرت اوښکې تویولې…

نو وروڼو! که مو له مور او پلار څخه یو یا دواړه ژوندي وي، قدر یې وکړئ، په خبرو کې داسي څه مه وایاست چې د هغوی زړه او احساس زخمي کړي.

ځکه د والدینو په رضا کې د الله تعالی رضا نغښتې او په دعا یې د جنت لاره مونده شی.

قل رب ارحمهما کما ربیاني صغیرا

له عربي ژباړل شوي کيسه
مخکې شير کړئ مننه 👇
کاپی.
Shapoor Amiri

* #روژه**کله چې يو روژه نيونکی د روژه مات *پـر وخت د آذان انتظار کوي،*نو اللهﷻ فخر ورباندې کوي *او ملائکو ته وايي*وګورئ!...
25/03/2025

* #روژه*
*کله چې يو روژه نيونکی د روژه مات
*پـر وخت د آذان انتظار کوي،
*نو اللهﷻ فخر ورباندې کوي
*او ملائکو ته وايي
*وګورئ! تاسې ويل چې (ابن ادم)
*مه پيداکوه
*د دوی مخی ته د دنيا ډول ډول نعمتونه
*پراته دي، خو دوي زما د امر په انتظار دي
Shapoor Amiri

څومره ښه : 😘👇*له اللّٰه ﷻ ☝️سره خبری وکړه هغه ستر ذات هیچاته حال نه وایـی بلڪـی ڪومڪ هم درسره کوی.!*...🦋✨Shapoor Amiri
24/03/2025

څومره ښه : 😘👇

*له اللّٰه ﷻ ☝️سره خبری وکړه هغه ستر ذات هیچاته حال نه وایـی بلڪـی ڪومڪ هم درسره کوی.!*...
🦋✨
Shapoor Amiri

*اې زموږ مهربانه خالقه! په هغه ورځ مو مه شرموه، کومه ورځ چې تاته راجمع کېږو.!*🦋✨Shapoor Amiri
23/03/2025

*اې زموږ مهربانه خالقه! په هغه ورځ مو مه شرموه، کومه ورځ چې تاته راجمع کېږو.!*

🦋✨
Shapoor Amiri

23/03/2025

دوه سر په سر ویکټی نور احمد لخوا😘🙌👇

27/03/2023

پاکستان او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمېنځ د دویمې لوبې وروستۍ خوندورې شېبې.
په لیدو ارزي!
#کرکټ

25/01/2023

دا جنایت دې د بښلو ندې
دا ستر قران د سوزولو ندې

اواز : سید سبحاني اغا

قران یو نړیوال کتاب دی او د کومو ځانګړو خلکو او یا ځانګړې ډلې لپاره نه دی رالېږل شوی .

قران کریم په هر وخت او په هر ځای کې د ټول بشریت هادي او لارښود دی .

د سويډن په هيواد کې د قران کريم سوځول په واقعيت کې د اسلام او مسلمانانو سپکاوی دی .

ټول اسلامي هيوادونه بايد د اسلام ننګه وکړي او د سويډن د هيواد څخه په ټينګه غوښتنه وکړي چې عاملين يې مجازات کړي .

.

که جرمني ته د زده‌کړو شوق او علاقه لرئ، نو تازه يې د ۲۰۲۳ کال لپاره بورسونه اعلان کړي.لطفآ دوستان پرې خبر کړئ.لېنک کمنټ ...
10/01/2023

که جرمني ته د زده‌کړو شوق او علاقه لرئ، نو تازه يې د ۲۰۲۳ کال لپاره بورسونه اعلان کړي.
لطفآ دوستان پرې خبر کړئ.
لېنک کمنټ کې شته...👇

ــــــــــــــــــــــــــــ⏰داحقیقت دی:داسې ورځ به هم راشي،چې د لاس ساعت به مو روان او چلیږي،خو ژوند به دې  له لاسه  ور...
06/01/2023

ــــــــــــــــــــــــــــ⏰

داحقیقت دی:
داسې ورځ به هم راشي،چې د لاس ساعت به مو روان او چلیږي،
خو ژوند به دې له لاسه ورکړی وي
😭 😭

21/12/2022

ننکرهار پوهنتون کې ( هلکانو) دطب محصلينو ✍️ امتحان صحنه پريښوده او لاړه نور حال په ويډيو کې 😭😭
شير يي کړي.

21/12/2022

نن په کندهار کې د میرویس نیکه پوهنتون ته تللې څو نجونې یو ځل بیا له پوهنتون څخه په زوره ایستل شوې دي.

Address

Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when مهاجر جانان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to مهاجر جانان:

Share